Jan 12, 2019 17:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې

تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍکې دپاکستان او افغانستان دمهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې برخې کې هم په پیل کې درته ځيني مهم خبرونه وړاندې کوو، بیا موهم تحلیلی برخې ته رابولو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/ دافغانستان د ولسمشرۍد راتلونکوانتخاباتو  دکاندیدانو دنامو ثبتول */*/*/*/*/   د اشرف غني له خوا طالبانو سره د روغې جوړې لپاره  په ورین تندي بیا بلنه */*/*/*/*/*/دپاکستان دخارجه وزیر له خوا  د افغانستان  دسولې په بهیر کې طالبانوته دګډون بلنه */*/*/*  اسلام اباد ته د افغان ولسمشر دځانګړي استازي سفر/*/**/*/ او د افغانستان او پاکستان  ترمینځ   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او د تجارت پشمول  په بیلابیلو زمینو کې  د  اړیکو په پراختیا ټينګار،پّه تیرې اونۍکې  د دواړو هیوادونو ځیني مهم بدلونونه دي چې په دې باب موتحلیلی برخې آوریدو ته هم رابولوو

              دپاکستان مرکزی بانک  ددغه هیواد  پر انتخاباتو څارونکي کمیشن ته  د یوه لیک په لیږلو سره  دپاکستان د تحریک انصاف واکمن ګوند سره د  نه اعلان شوو  اتلسو بانکي حسابونو دشتون خبر ورکړی دی .په دغه راپور کې ټينګار شوی،دغه واکمن ګوند شپږویشت فعال بانکي حسابونه لري،خو  دغه کمیشن ته ئې پخپل  راپور کې  یوازې  اتو  بانکي حسابونو ته  اشاره کړې ده .دپاکستان د مرکزي بانک د اعلان په اساس،دتحریک انصاف  د واکمن ګوند اتلس بانکي حسابونه یا اکاؤنټونه غیرقانوني او یا جعلي دي،چې  په مستقیم ډول ددغه هیواد دلومړي وزیر او دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان  په لاسلیک سره افتتاح شوي دي . له دې امله دا احتمال  هم شته چې هغه  د سندصوبې له ګورنر عمران اسماعيل  او د سند صوبې  د تحریک  انصاف  له نورو مشرانوسره یوځاي  چې  ددغو حسابونو  په افتتاح کې ئې ګډون کړی،له سرخوږي سره مخامخ شي . ځکه  د پاکستان د انتخاباتو دقانون په اساس،دد غه هیواد سیاسی شخصیتونه او مشران  په عاموانتخاباتوکې دنامې دثبتولوپه وخت بایددخپلو شتمنیو او بانکي حسابونوجزیات د انتخاباتوکمیشن ته اعلان کړي.دپاکستان دپارلیمان په وروستیو انتخاباتو کې  هم ددغه هیواد انتخاباتوکمیشن  په دې باب ډيرې سختۍکړي دي،تردې چې دپاکستان دډيروسیاسی شخصیتونوشتمنۍایشوا شوي،اوویل کیږي، چې په انتخاباتوکې د تحریک انصاف ګوندپه بریالیتوب کې دغو ایشواکونو مهم رول لوبولی دی .له دې امله  په پاکستان کې دسیاسی ټولنو له لیدتوګې که ددغه هیواد دانتخاباتو کمیشن  د تحریک انصاف ګوند  له مشرانو په تیره بیا  له عمران خانه   د  جعلی اوغیر قانوني بانکي حسابونو په باب  توضیح وغواړي ،او هغوي  ونه توانیږي  په دې باب   قانع کونکی ځواب وړاندې کړي،نو دا د مسلم لیګ ن څانګې او پيپلز ګوند په څیر  دمخالفو لورو لپاره یومناسب فرصت برابرولی شي،څو په عمران خان دشکایت په مطرح کولو سره  هغه په جدي توګه له سرخوږي سره لاس اوګریوان کړي  .

د پاکستان د پيپلز ګوند  یو لوړپوړ ی مشر  او  د ولسی جرګې غړی  خورشید شاه  هم باوري دي،دپاکستان حکومت  ددغه هیواد سیاستوالان  په قانوني چارو ګواښي،خو باید پوهه دې شي،هغه ورځ به چې  اپوزیشن ګوندونه  د خپلو   اعتراضونو لمن پراخه کړي ،  اوسنی حکومت نسکور شي.

                      دپاکستان  د کابو یو سل دوه اویا سیاسی شخصیتونو اومشرانو  په ممنوع الخروج کونې او د اپوزیش ګوندونو  د مشرانو په ضد د عمران خان د حکومت قضائي تعقیبونو په دغه هیواد کې سیاسی تاؤتریخوالی ته لمن وهلې ده،په دې ډول چې دپيپلز ګوند مشر بلاؤل بوټو زرداري د عمران خان د حکومت د نسکورولو لپاره د  اپوزیشن ګوندونو د توانمنۍ خبر ورکړی  دي. که  په پاکستان کې غیر قانوني  او جعلی بانکي حسابونه   دعمران خان  لپاره په سرجوږي  بدل شي ، نو وئيل کیدلی شي ، د حکومت ضد اقدامات به چې  هغه  د  ۲۰۱۳کال په انتخاباتو کې  د درغلۍ په باب د  پاکستان د هغه وخت  د لومړي وزیر نواز شریف  په ضد د مسلم لیګ ګونددحاکمیّت په پړاؤکې ترسره کړي،تکرار شي .

 په هر حال،د تحریک انصاف واکمن ګوند سره اړونده غیر قانوني او جعلی بانکي حسابونه چې دپاکستان مرکزي بانک ایشواکړي،داسې ښکاري  د اپوزیشن ګوندونو لپاره  یو ښه فرصت  رامینځةکړي څو  دعمران خان په ضد په انتخاباتو کې  د پټو کارونو اودرغلیو  د تورونو په مطرح کولو سره  دهغه په ضد سیاسی اعتراضونه پیل او لاسخت کړي .په داسې بڼه کې به په پاکستان کې  د سیاسی بې ثباتۍ دوام  هماغه راز  دوام وکړي . داسې شرائط چې  عمران خان  به د پوځ  ملاتړونو ته  لازیات اړمندکړي .

                په تیرې اونۍ کې  د افغانستان د سولې موضوع هماغه راز ددغه هیواد د بدلونونو اوخبرونو په سر کې  وه . پاکستان ته دافغانستان د ولسمشر اشرف غني  دخانګړي استازي لیږدول  او  دافغانستان د سولې په بهیر او  همداراز په ملی حاکمیّت کې د ښاریزو دحقوقو  په نظر کې د نیولوپه باب  د  افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا د مشر عبدا... عبدا... څرګندونو ښودلې ده  چې دکابل حکومت  د  افغانستان د سولې  دهرډول خبرواترو  پر مدیریّت ټينګار کوي .هغه حکومتي رسمي اورګان چې د افغانستان د سولې  دبهیر د تعقیبونې مسئولیّت  په غاړه لري،ددغه هیواد د سولې عالی شورا ده ،خو په وروستیو میاشتو کې  د افغانستان په چاروکې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد  په لاسوهنو سره  ددغه هیواد  د سولې بهیر  له پيچلو شرائطو سره مخامخ شوی دی ،ځکه  هغه   هڅه کوي،دغه بهیر،د امریکا  په غوښتنې  او موخو سره  مدیریّت کړي . په همدې دلیل دغه هیواد نه یوازې د افغانستان  خپلواکۍ اوملی  حاکمیّت ته کوم پام نه کوي،بلکې ددغه هیواد دسولې په بهیر کې   بې درکه  کړۍ،د  ښاریزو دحقوقو موضوع ده .

          دافغانستان دسولې په بهیر کې ددغه هیواد دحکومت اصلي لوری  طالبانو ډله ده،خو دغه ډله هماغه راز  دکابل له حکومت سره  خبرې اترې  نمي مني او   دافغانستان  دسولې په بهیرکې  خپل  مقابل لوری امریکا ګڼي . دې ته په پام سره چې تردې دمه  طالبانوډلې  د انتخاباتو اومیرمنو دحقوقو په باب  خپل دریځونه  مشخص کړي  نه دي . دافغانستان  په ټولنیزو،مدني اوسیاسی ټولنو کې دا اندیښنه  مطرح ده چې طالبان،چې د میرمنوله کار کونې او زده کړې  سره مخالف دي،څرنګه د کابل له حکومت سره په ډيموکراټيک بهیرکې  سوله کولی شي .لکه څنګه چې امریکا په متسقیم ډول له طالبانو ډلې سره  خبرې کوي،تردې دمه دافغانستان دسیاسی اوټولنیزو موضوعګانو او مسئلو په باب  د طالبانو ډلې نوي دقیق دریځونه  نشته . په همدې دلیل ، په همداوروستیو کې  د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورامشر عبدا..عبدا....د افغانستان د اساسی قانون دتصویبیدا دکلیزې په مناسبت  پخپلو څرګندونو کې  له طالبانو ډلې سره  په هرډول خبرواترو کې  دښاریزو پر حقوقو  په ټينګار سره ،اساسی قانون،په افغانستان  کې د بشری حقوقو یو قانون او  تصویب شوی منشور ګڼي . له دې مخکې هم ددغه هیواد حکومت  له طالبانوسره د افغانستان د اساسی قانون په چوکاټ کې پر خبرواترو ټينګار  درلود.

 په حقوقي چاروکې د ملګروملتو یوکارپوه  تادامیچي  یاماماموتو وائي،  د افغانستان  د ولس لپاره  اساسی قانون او  ښاریز حقوق ډير  دپام وړ دي  او په دغه  هیواد کې سوله هم  باید ددغه قانون په اساس اجرائي شي .

        په هر حال  پاکستان  ته د افغانستان د  ولسمشر  دځانګړي استازي سفر او  تهران ته دطالبانو ډلې داستازو وروستی سفر ښئ چې دکابل حکومت او طالبانو ډله دافغانستان دسولې له بهیرسره په مرستې کې دګاونډیو هیوادونو دریځونه اورول مهم او اغیزمن ګڼي او په دې انددي،چې  د افغانستان د بدلونونو پر بهیر د سیمې د هیوادونو اغیزشیندنې او  رول  د کمولو په موخې سره  له سیمې د ورآخوا قدرتونو لاسوهنې  ددغه هیواد شخړه لاترینګلي کولی شي .ځکه د افغانستان دسولې موضوع،په بشپړ ډول یوه داخلي موضوع ده  چې  دبین الافغاني  خبرواترو له لارې  دحل وړ ده او  دسیمې هیوادونه هم   دغه بهیر لازیات آسانولی شي .  

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه