May 12, 2019 14:41 Asia/Kabul
  • قرآني میرمنې ۱۳

د قرآن کریم ښکلي آیتونه د ښځو او سړیو روښانه او شفافه څیره وړاندې کوي او په ناسمو ګمانونو د بطلان کرښه راکاږي

                په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې د قرآن کریم ښکلي آیتونه د ښځو او سړیو روښانه او شفافه څیره وړاندې کوي او په ناسمو ګمانونو د بطلان کرښه راکاږي. ښځه په قرآن کښې یو انسان جوړونکی او تاریخ جوړونکی انسان دی چې په یو روحاني او مقدس شخصیت کښې یې درنښت کیږي او خپله باید د دې معنویت او تقدس ساتنه وکړي. قرآن په دې لړ کښې د ښځو په هکله ښایسته او حقیقي کیسې بیانوي څو انسانان ترې عبرت واخلي او مونږ په تیرو پروګرامونو کښې یوشمیر حکایتونه بیان کړل.

                په نني پروګرام کښې یوه داسې ښځه درپیژنو چې قرآن کریم په ترټنې او ملامتیا سره یاده کړې ده. د هغې نوم (اُمِّ جمیل) دی. هغې د حق او خیر د بلنې په وړاندې فتنه رامینځته کړه او په باطله لاره کښې د خپل میړه ملګرې شوه. په دې منځومان کښې مهمه او د څیړنې وړ خبره د هغې ذات نه دی بلکې هغه د یو تباه شوي انسان مثال او نښه ده. له حق سره مبارزې ته راپورته کیږي او په پاې کښې د خپل عمل او کړچار مطابق برخلیک ترلاسه کوي. د قرآن پاک له نظره، ښځه د سړي په شان کوی شي او پکار هم ده چې خپله فطري جوهره د لوړاوي او د خلاقیتونو د راڅرګندولو په لاره کښې وکاروي. هغه که څه هم په خپل تفکر او د برخلیک په غوره کولو کښې خپلواکه ده خو څه چې کوي باید د عقلِ سلیم او منطق د منلو وړ وي او د هغې د نیکمرغۍ او خوشبختۍ سبب شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د خدای ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) اسلام ته د خلکو د رابلنې په وخت له ډیرو سختیو او کړاؤنو سره مخامخ شو. د ناخوښو پیښو ګرداؤ د هغوي مبارک وجود راګیر کړی و. مشرکانو او بت پرستانو به د هغوي او مسلمانانو د ځورونې لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوله. هغوي به په صبر او له لوې او د اوچتې مرتبې له څښتن خدایه په مرسته غوښتنې سره دا سختۍ او ستونزې زغملې او له خپلې سترې دندې او رسالته به یې یوه شیبه هم لاس نه اخیسته. په څرګنده د خلکو د بلنې په هکله د خدای تعالی جل جلاله حکم، رسول ا... مبارک ته ورسیده. دغه وخت د خدای د رسول په اوږو پروت مسئولیت لا دروند شو. د مکې ښار فضا داسې وه چې که چا به د کافرانو له پلیدو او شرک لرونکو افکارو سره مخالفت کوه نو له سختې کرکې سره به مخامخیده. لا پاتې دا چې څوک دې په ډاګه د بت پرستۍ د پریښودو او د توحید خبره وکړي. خو د خدای ګران حبیب(ص) له دې خنډونو نه ویریده. په همدې موخه یې د مکې له ښار سره نزدې د (صبا) غر د خپلې اسماني بلنې لپاره غوره کړ او خلک یې هلته وروغوښتل. بیا یې وویل، هر څوک چې ژغورنه او نیکمرغي غواړي، و دې وايي چې خدای یو دی او له هغه پرته بل خدای نشته. د خلکو ګونګوسې زیاتې شوې، هر کس په یو ډول خپل مخالفت څرګندوه. د پیغمبر اکرم د تره ابولهب په شمول د بت پرستو مشرانو له ټولو زیات غصه شول او د پیغبر په سپکولو او ورپورې په ملنډو سره یې د هغه حضرت له دې خبرو سره خپل مخالفت او بیزاري وښودله. ابولهب په یوې کرکجنې خبرې سره رسول ا... مبارک ته وویل: مړ شې(نعوذ بالله)، د کومې مهمې خبرې د اوریدو لپاره چې دې مونږ راغونډ کړي وو هغه دا وه؟ څنګه دې جرأت وکړ چې زمونږ د خدایانو سپکاوی وکړې؟ مونږ ته (امین) ګڼلې خو پس له دې به ښه دا وي چې (مجنون) دې ونوموو.

یوشمیر خلکو هم له ابولهب سره د خپلې ملګرتیا د ښودلو په موخه څه نا څه وویل او د پیغمبر اکرم عمل یې رد کړ. ځیني غلې پاتې شول او په سوچ او فکر کښې ډوب شول او خپل حقیقت لټونکي ضمیر ته په مراجعې سره یې په زړونو کښې د پیغمبر خبره تاییدوله خو د څرګندولو جرأت یې نه شو کولی.

                ام جمیل د پیغمبر اکرم د تره ابولهب ښځه وه. هغه هم د خپل میړه ترڅنګ او حتی له هغه هم په لاسخته توګه له رسول ا... مبارک سره مخالفت ته راپورته شوه. په حقیقت کښې دغه ښځه خاوند د پيغمبر اکرم(ص) ترټولو سخت او کینه لرونکي دښمنان وو او تل به یې خلک له هغه حضرت سره دښمنۍ ته لمسول. د هغوي کور د رسول ا... مبارک په ګاونډ کښې و. هغې به چې د خپل میړه له وراره یعنې پیغمبر اکرم نه اوریده، مشرکانو ته به یې رسوه. ام جمیل به پر دې سربیره، خپل میړه لمسوه چې رسول ا...(ص) لازیات وځوروي. هغې حتی د حضرت محمد مصطفی(ص) نوم بدل کړی و او چې څنګه به یې هغه حضرت ولیده نو بد رد او کنځل به یې ورته پیلول. ام جمیل به د رسول ا... او د نورو مسلمانانو د ځورولو لپاره په ډیر زحمت سره له دشتو نه اغزي راغونډول او د خشاک راوړلو په وخت به یې هغه اغزي د خپلې غاړې په کڅوړه کښې اچول او د پیغمبر اکرم په لاره کښې به یې شیندل څو د هغه مبارک پښې پرې ژوبل شي. هغې دې کار ته دومره دوام  ورکړ چې په خشاک راوړونکې ښځې مشهوره شوه.

 

 

 

ټیګونه