May 26, 2019 08:11 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ-۲۶

کورنۍ د یوې سالمې ټولنې بنیاد او د روح و روان د سلامتیا اصلي زمینه ده.

=            د یوې تحفې یا ډالۍ ارزښت او سترتوب د هغې د قیمت په زیاتوالي نه دی بلکې په هغې مینې او احترام پورې اړه لري چې له ډالۍ سره منتقلیږي. نو بس د ګران بیه ډالیو د اخیستو په تمه مه کښینئ بلکې هم دا نن د یو ګل په وړاندې کولو سره خپلې کورنۍ ته تاندوالی، مینه او خوشالي ورډالۍ کړئ.

=            کورنۍ د یوې سالمې ټولنې بنیاد او د روح و روان د سلامتیا اصلي زمینه ده. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د کورنۍ اهمیت ته د پاملرنې په ترڅ کښې فرمايي: هر انسان که هغه ښځه وي او که سړی، د خپل ژوند په دوران کښې شپه او ورځ یو لړ ستونزې لري او له ځینو پیښو سره مخامخیږي. دا پيښې اعصاب خرابوي او ستړې کوي يې او انسانان له ناکرارۍ او ویرې سره مخامخوي. خو کله چې د کورنۍ چاپیریال ته ننوځي نو دغه امن و امانه چاپیریال یې قواوې بیا تازه او پياوړې کوي. هغه یوې بلې ورځې او یو بل شواروز ته تیاروي. په حقیقت کښې دا کومه ګټه چې ښځه او خاوند له دې کرارې کورنۍ څخه ترلاسه کوي، له کورنۍ بهر د هغوي د کار ګټه زیاتوي، هغه ته اهمیت او ارزښت ورکوي او ارزښتناک او باکیفیته کوي یې. په دې وجه د واده کولو او د یوې کورنۍ په ټولګه کښې د آرامه کیدو فرصت د ښځې او سړي لپاره د ژوند یو مهم فرصت دی. دا د سوکالتیا، د روحي ارامښت او د ژوند د فعالیت له دوامه د هیله مندۍ یوه وسیله ده، د تسلۍ وسیله ده او د یو نزدې غمخور د پیدا کولو وسیله ده چې د انسان لپاره د ژوند په اوږدو کښې ډیر ضروري دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

=            په ایراني قومونو کښې مو د کورنۍ په برخه کښې ویلي چې د ایران په ټولنه کښې د قومونو زیاتوالي او ډول والي د ایراني قومیتونو لپاره متفاوت نفوسي کړچار له ځان سره لرلی دی او د هیوادونو ترمینځ او حتی په یو هیواد کښې دننه د قومي ډلو ترمینځ د واده سمبولونه او رسمونه سره فرق لري.

آذریان، له فارسانو وروسته د ایران یو ډیر ستر قوم دی او د هیواد په ټولو سترو تاریخي پيښو کښې یې مهم رول لوبولی دی. په ایران کښې د آذري ترک ژبو زیاتره سیمې ښایسته غرونه او ځنګلونه دي. دغه سیمې په ژمې کښې ډیرې سړې وي  او په پسرلي او اوړي کښې ځانګړې ښکلا او زرغونوالی لري.

په آذريانو کښې کورنۍ ښه پایداري لري او له مور او پلار او اولادونو جوړیږي. په ځینو کورنیو کښې نیا، نیکه هم له خپلو بچیانو او لمسیانو سره یوځاې د مینې او احترام ګډ ژوند تیروي. د آذري کورنۍ جوړښت زیاتره د پلار په واکوالۍ ولاړ دی او مهمه او وروستۍ فیصله پلار یا د کورنۍ مشر زوی کوي. پلار په عین حال کښې د ښځې او بچیانو ترمینځ ځانګړی احترام لري.

د آذریانو ترمینځ د اولادونو ډیر ملاتړ کیږي تر دې چې د کورنۍ ملاتړ د اولادونو د ډاډ سبب دی او فوري زیانونه کموي. ودونه یې زیاتره په کورنۍ او خپلوانو کښې کیږي. په هم دې وجه په هغوي کښې کورنۍ اړیکې ډیرې نزدې دي. زیاتره ودونه او میلمستیاوې په خپل خپلوانو کښې کیږي او د کورنۍ اړیکې زیاتره ښځې برابروي.

په تیرو وختونو کښې به ځانګړي ټولنیز موقعیت، د کرهڼې او څاروي یا مال ساتنې په اقتصاد باندې د متکي کورنیو لپاره د نارینه اولاد لرل ضروري کول او مور او پلار به د خپل مالي تامین او د بوډا والي د پړاؤ د ملاتړونو لپاره د زوي غوښتنه کوله خو لور هم د ژوند خواږه ګڼله کیده او د کومو ښځو به چې لوڼه نه وې هغه به بې خوږو بلل کیدې.

د آذریانو په حماسي شعرونو کښې ښځې د سړیو برابرې او ورسره اوږه په اوږه دي. د مور احترام، د خدای پاک د احترام په شان دی. د لور زوکړه د زوي په اندازه د خوشالۍ سبب کیږي. ترک ښځې او نجونې په غشي ویشتلو، اس سوارۍ او نورو ورزشونو او لوبو کښې له سړیو کمې نه دې پاتې شوې. د ترکي ژبې یو متل دی چې وايي: زمری، زمری دی که هغه نر وي او که ښځه. په ترک قوم کښې ښځه د آزادۍ، جرأت او دریدنې خصلتونه لري او په ډیره لوړه توګه د میرمنې او مور د حقوقو او اختیاراتو لرونکې ده. د ترکانو په افسانو کښې لور د سرې مڼۍ او کله کله د سرو زرو د ځلانده ټوټې په څیر تشبیه کیږي.

Image Caption

=            د آذربایجانِ شرقي ولایت په خلکو کښې واده یو داسې سپیڅلی تړون دی چې ډیر لور ارزښت او احترام لري. دا چاره سبب شوې چې په واده پورې اړوند مراسم په ډیره ښکلې او پرتمینه توګه ترسره کیږي. په آذربایجان کښې دود دی چې د واده لپاره جینۍ یا خپله د هلک له خوا او یا یې د مور او خور له خوا انتخابیږي. د یوې مناسبې کورنۍ له غوره کولو وروسته د جینۍ د غوښتلو مراسم او مجلس له سندرونو سره مل ترسره کیږي چې ورته (ائلچي لیک) ویل کیږي. د جینۍ د کورنۍ له منلو وروسته خوشالۍ پيلیږي. د هلک او جینۍ د قبیلې مشران او سپين ږیري د صلاح مشورې لپاره د جینۍ په کور کښې راغونډیږي او د واده د مراسمو د ترسره کولو د طریقې په هکله د نظر تبادله کوي. له موافقې وروسته د قندو هغه کاڼی چې د هلک د کورنۍ له خوا راوړل شوی وي، د یو مشر په لاس ماتیږي. او هر څوک چې د قندو د کاڼي سر د جینۍ مور ته ورکړي، له هغې ډالۍ ترلاسه کوي. د کوژدنې له مراسمو وروسته د عقد یا نکاح سریزې برابریږي چې د ناوې لپاره له ډیو رنګي کالیو او سرو زرو اخیستو او د هغې د کورنۍ لپاره د خلعت په توګه ډیرې ډالۍ په کښې شاملې دي.

د نکاح د خطبې لوستلو په وخت پیغلې جینکۍ د ناوې او زوم د سر د پاسه یوه سپينه کپړه یا ټوکر نیسي، له یو بل سره د ناوې او ودګني د ژوند د دوام او خوږو په نښه د دغه ټوکر د پاسه قند مږي او میده کوي یې او د خوشالۍ سندرې وايي.

د آذربایجان ولایت په کلیو کښې رواج دی چې د چهارشنبه سوري په شپه ودګنی د ناوې د کور د بام له روشندان یا دریچې څخه یو کمر بند اویزاندوي او د جینۍ کورنۍ ورپورې ډالۍ او تحفې تړي چې دا د آذربایجان یو ښایسته رسم دی.

د واده د مراسمو په وجه د هلک او جینۍ په کورونو کښې ډیرې خوشالۍ ترسره کیږي. د ودګني په کور کښې د هغه له سنبالیدو وروسته یو پڅه (ګډ) حلالوي چې په غوښه سره یې خواړه پخیږي او په میلمنو د ماښام ډوډۍ خوړل کیږي او له ډوډۍ وروسته د جشن مراسم او د آذربایجان دودیزه ګډه او پایکوبي شروع کیږي.

کوم کسان چې د ودګني له خوا په مراسمو کښې ګډون کوي، د ودګني د سلامتیا لپراه د هرې سیمه ایزې سندرې او د ځوانانو د ګډه لپاره هغوي ته د شاباش په توګه پیسې ورکوي چې په هغوي کښې یو سپین ګیری سړی یې راغونډوي او زوم ته یې ورکوي. د واده په مراسمو کښې تراوسه ځايي ساز غږونکي مجلس ته لازیاته ګرمي او رونق ورکوي او ځوانان په سیمه ایز آذري رقص سره مجلس ته ځانګړی خوند ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د نننیو کامیابو ودونو په معرفۍ کښې نن یوه کتنه کوو په کورنۍ کښې د اوس مهاله ستر عالم او فلاسفر ارواښاد علامه محمد تقي جعفري د ژوند طریقې ته. نو پام ورته وکړئ.

علامه محمد تقي جعفري به د خپلو علمي فعالیتونو او کارونو په وجه ډیر میلمانه درلودل او کورنۍ ته به یې ډیر لږ وخت پاتې کیده، ښځې یې په دې خبرې باندې په پوهیدو سره، له هغه هیڅ کله ګیله ونه کړه. له بلې خوا، استاد به هم د دې مهربانۍ قدر کوه او د هغې لپاره د ځانګړي احترام قایل و. معمولاً کله به چې دوي د ورځني کار له ختمولو وروسته له کتابتون څخه د کور داخلي برخې ته تلل نو په ډیرې مینې سره به یې ویل: ګرانې جمیلې! زه راغلم، څنګه یې؟ ستړې مه شې.

له خپلې میرمنې سره به یې په آذري ژبه له مینې او احترامه ډکې خبرې کولې او د دې احترام وجه به یې په خپله داسې بیانوله: میرمنې مې زما لپاره هیڅ فکري اندیښنه رامینځته نه کړه.

د هغوي زوی وايي: په کور کښې مې د پلار شخصیت، د هغوي له علمي شخصیت سره فرق درلود. دوي د خپل علمي او فکري موقعیت او له کورنیو او بهرنیو عالمانو، استادانو او محصلینو سره د اړیکې لرلو باوجود، کله به چې له کتابتون څخه د کور داخلي برخې ته راتلل، ځان به يې ستر نه باله او له کورنۍ سره هم سطح به و. دوي مې له مور سره چې یوه پوهه او بامعرفته ښځه وه، ډیره مینه درلوده. یاد مې دي چې یوه ورځ په کور کښې زما د مور او پلار یعنې علامه صیب ترمینځ یوه وړه شان غلط فهمي رامینځته شوه او په خپلو کښې یې لږه خوله ووهله. لږه شیبه پس چې پلار مې له کوره بهر ته روان شو نو ډیر په خاکسارۍ سره راغی، زما د مور لاس یې ښکل کړ او ترې بخښنه یې وغوښتله.

Image Caption

هغه زیاتوي: مور ته مې د پلار مثالي احترام درې ستر وجوهات درلودل چې وړومبۍ په کښې د اول وخت لمونځ، دویم، په سختیو او تنګسو کښې صبر او دریمه وجه، میلمه پالنه او میلمستیا وه. زما د مور او پلار له خوا په اول وخت کښې د لمونځ کولو خیال ساتل په خپلوانو او اشنایانو کښې مشهور وو استاد به خپلو اولادونو او خپلوانو ته سپارښتنه کوله چې په اول وخت کښې لمونځ کول له میرمن جمیلې زده کړي. هغه به ویل: د زهد له نظره زما ښځه په خپلوانو کښې تقریباً ضرب المثل وه.

استاد په خپله فرمايي: زما د خپل کار او څیړنو پروګرام داسې برابر کړی چې د کورنۍ چارې مې زیانمنې نه شي. دواړوه پروګرامونه مې په مناسب حد کښې تنظیم کړي دي او په دې وجه تراوسه له کومې ستونزې سره نه یم مخامخ شوی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه