Jun 23, 2019 08:38 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ ۲۷

د ایراني کورنۍ راتلونکی، د یوې دیني کورنۍ ځانګړتیاوې او په ژوند کښې د پلاننګ ضرورت هغه بحثونه دي چې د کور او کورنۍ د لړۍ په دې برخه کښې یې جاج اخلو.

=            که غواړئ چې مخاطبان ستاسو په لور جذب شي نو وړومبۍ ځان ته پام وکړئ. وچ، دروند او ستغ او بې لطافته روح هیڅکله د تربیت او روزنې په کار کښې نه کامیابیږي. په ځان کښې مهرباني، زړه سواندي او د زړه نرمي واچوئ څو خلک بې له دې چې تاسو پوه شئ، ستاسو چاپیره راغونډیږي. متعال خدای دا ځانګړتیا او مهارت خپل ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) ته ډالۍ کړ او د آل عمران د مبارکې سورې په ۱۵۹ آیت کښې یې وفرمایل: د الهي رحمت په (برکت) د هغوي (خلکو) په وړاندې نرم شوې! او که قهرجن او سخت زړی وی، نو ستاو له خواوشا به لرې کیدل. نو بس هغوي وبخښه او لپاره یې د بخښنې غوښتنه وکړه او په کارونو کښې ورسره مشوره وکړه.

=            وروستۍ موضوع چې د ایراني کورنۍ په هکله یې څیړو، د ایراني کورنۍ راتلونکی دی. کورنۍ په انتقال کښې او کورنۍ په بحران کښې، هغه دوه مفهمومونه دي چې د کورنۍ راتلونکی نامعلوم او کړکیچن ګڼي، تر دې چې ممکنه ده د هغې د ړنګیدو او ټوټې کیدو سبب شي. ځیني کسان په ټولنیزو شننو کښې په پریکنده توګه بې له کورنۍ د یوې ټولنې خبره کوي.

د ایراني کورنۍ په بحث کښې مو له مخکښې نه وویل چې د ډاکټر آزاد ارمکي په شان ټولن پیژاندي د کورنۍ په دوامداره ژوند باور لري او کورنۍ یو تل پاتې او راتلونکی لرونکی ارګان ګڼي. ځکه چې دغه ارګان په ایران کښې جوړښت لري. کورنۍ، د ژوند په ټولو شیبو کښې د ټولو خلکو د اوسیدو ځآې دی. ماشوم، ځلمی، ځوان او مشر په هر ډول ګروهنې، اړتیا او توانمنۍ سره له کورنۍ سره نښتی او ترې متاثر کیږي.

=

                ماډرن ازم د کورنۍ خلاف ترټولو اصلي مرکز ګڼل کیږي. ځیني کسان وايي چې په دې ماډرن فضا کښې کورنۍ له ټوټې کیدو سره مخامخیږي. ډاکټر ارمکي د ایراني کورنۍ د ژوند په دفاع کښې، پياوړی ایرانی دود او کلتور مطرح کوي. په دې کړنلاره کښې ستر جوړښتونه نه بلکې فرد او کورنۍ ده چې په ګډه د سترې ټولنې د جوړیدو زمینه برابروي. هغه دغه کړنلاره (د ایراني ټولنې نظره) نوموي. په دې نظریه کښې ایراني توب، د کورنۍ له ژوند سره غوټه خوړلې ده. ایرانیان له کورنۍ سره د خپلو پیوندونو په وجه ایراني پاتې دي او د کورنۍ والي په وجه نړیوال شوي دي.

ډاکټر ارمکي وايي: دا چې کورنۍ د ماډرن نړۍ د جوړښتي بدلونونو په بهیر کښې، خپله لاره بدله کړې ده او یو نوی حالت یې موندلی دی، د ټوټې کیدو په معنا نه ده. په کورنۍ کښې څو داسې دندي او اساسي کارکردګي جاري ده چې د عملي کیدو اماکن یې په بل ځاې کښې ممکن نه دی. لکه اولاد زیږول، انساني مینه، انساني روزنه او اخلاق او د کلتور د بنیادي عناصرو انتقال.

اوس په ورځني ژوند کښې د ایران خلک د کورنۍ ژوند په برابرولو اخته دي. د ژوند د ملګري انتخاب، بچې زیږول، د ښځې خاوند ترمینځ د ستونزو د ختمولو هڅه او د زیات مهارت په ترلاسه کولو کښې د اولادونو ملاتړ ټولې  د کورنۍ او د کورني ژوند د اصالت نښې دي. که خلک په عادي حالاتو کښې خپلې کورنۍ ته بې پامي کوي نو ادعا کیدی شي چې کورنۍ د ورانیدو له خطر سره مخ ده. یوه موضوع چې په ایران کښې د کورنۍ د اهمیت او ژوند ښودونکې ده، د فرد په روزنه کښې د ښوونې او روزنې له ارګان سره د نظر اختلاف او ټکر دی. تربیت او روزنه د ایراني کورنۍ د غړو لپاره دومره اهمیت لري چې هغوي د ښوونې او روزنې د نظام د اعمال شویو سیاستونو په وړاندې اودریږي او د روزنیز نظام پریکړې داسې په اسانه نه مني. شواهد ښودنه کوي چې د تعارض یوه اصلي برخه، د دې دوو حوزو ترمینځ تعارض دی.

له بلې خوا، په وروستۍ لسیزه کښې کورنۍ د مدیرانو، سیاستوالانو او روڼ اندو په یو مرکزي بحث بدله شوې ده. د شلمې پیړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پيړۍ په وړومبیو کښې سترو متفکرانو کورنۍ یو کلتوري او اخلاق جوړونکی ارګان معرفي کړی دی او کورنۍ ته د ستنیدو د پړاؤ خبره کوي. په ایران کښې د ټولن پیژاندو څیړنې هم د دې بیانونکې دي چې د ایراني کورنۍ راتلونکی به یو تل پاتی او پلان شوی خوځښت ولري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            دوستانو د پروګرام په دې برخه کښې ستاسو پام د یوې ښې او دیني کورنۍ ځانګړتیاؤ ته راړوو.

په دیني متنونو کښې د یوې کورنۍ وړومبنۍ ځانګړنه دا ده چې د کورنۍ غړي د یو بل احترام وکړي. خدای تعالی جل جلاله د اسرا د مبارکې سورې په ۷۰ آیت کښې فرمايي: او بيشکه چې مونږ بنی آدم ته ډير عزت ورکړ او هغوي مو په وچه او درياب کښې (په کشتۍ او څورلۍ) سپاره کړل او له پاکو څيزونو مو ورته روزي ورکړه او هغوي ته مو په خپلو ډيرو مخلوقاتو فضليت ورکړ.

امام علي علیه السلام فرمايي: که ته د خپلې ښځې عزت وکړې نو د اعتماد وړ یې ګرځې او په اعتماد پسې د اطاعت وړ ګرځې چې په دې بڼه کښې آرامښت د دواړو په برخه کیږي او تاندوالی، شادابي او کامیابي به په ځان پسې ولري.

د یوې دیني کورنۍ دویمه ځانګړتیا د یو بل په نسبت مینه او مهرباني ده تر دې چې د اسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) فرمايي: که د یوې کورنۍ غړي د یو بل ترڅنګ په مینه کښیني نو ثواب یې په جومات کښې له اعتکافه زیات دی.

=            د یوې دیني کورنۍ دریم خصوصیت په خبرو اترو کښې د صراحت، صداقت او صمیمیت د یوې قاعدې او فارمولې لرل دي. د دیني کورنۍ کسان په خپلو کښې ډیر په اسانه، صادقانه او له صمیمیته ډکې خبرې اترې کوي.

دیني کورنۍ خپل ټول غړي نیکۍ او خیر ته رابولي، له بدو کارونو منعه کوي او هم یو بل د صله رحم، د مشرانو د احترام، له خدای پاک سره د تړاؤ او مذهبي ځایونو ته د تګ په شان کارونو ته رابولي. کله چې یوه کورنۍ دا ځانګړتیاوې ولري، پر ځاې د دې چې په جزيي او عبثو مسائلو کښې جګړې ولري، یو بل خیر او ښکلا ته لارښوونه کوي.

=            دیني کورنۍ په خپلو کښې تعامل او احترام لري. هغوي پر ځاې د دې چې له نورو وغواړي چې ښه خلک شي، په خپلو کوشش کوي چې ښه انسان شي او د خپل ژوند د ملګري او اولاد لپاره د ښه والي زمینه برابره کړي. دین راښايي چې ته خپله مؤدب ووسه او د نورو لپاره د ژوند مثال وګرځه. بې له عمله پند او نصیحتونه په بل باندې ډیره لږه اغیزه کوي. حضرت علي علیه السلام فرمايي: په کورنۍ کښې ډیر تذکر، پوزې ته د کسانو د راتلو سبب کیږي او داسې کسان وفادار نه وي.

په داسې یوه کورنۍ کښې غړي د علم ترلاسه کولو او د خپلو دیني معلوماتو د زیاتولو په لټه کښې وي ځکه چې دیني کورنۍ د کمال لټونې لپاره جوړیږي او د کمال لټ،نې لاره هم، پوهه او د خیر پيژندل دي. هغوي په ژوند کښې په آګاهۍ سره ګام پورته کوي او یو بل پوهې ته هڅوي البته دا پوهه او دانايي له هرڅه زیاته د ژوند او کورنۍ په چارو کښې مطالعه او څیړنه ده. په دې لړ کښې سپارښتنه شوې ده چې باید د فضل له خاوندانو سره تګ راتګ وشي چې د هغوي له پوهې او ایمان څخه عقیقدې پياوړې کیږي او د ژوند تیرولو ښه مهارتونه ترلاسه کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د پروګرام په وروستۍ برخه کښې د کامیاب واده یو عامل ته اشاره کوو.

پلاننګ، په هره برخه کښې د کامیابۍ یوه ځانګړنه ده، ځکه خو وايي کنه چې هیڅ کامیابي اتفاقي او د خپلې اندې نه راځي ځکه چې لپاره یې پلاننګ شوی وي او بې حسابه او بې کتابه نه وي. ګډ ژوند هم لپاره د دې چې د کامیابۍ او خوشبختۍ لامل شي، باید په پلاننګ سره پرمخ لاړ شي. دا مهمه ده چې هره ښځه او سړی نه یوازې د نن لپاره بلکې د سبا او د خپل ژوند د ملګري لپاره پلاننګ وکړي. نن باید څنګه ووسو چې سبا د ژوند ښه ملګری ولرو؟ څه باید وکړی شي چې پنځه کاله پس هم د خپل ژوند د ملګري لپاره هم دومره جذاب او په زړه پورې ووسو؟ د خپل ژوند ملګري ته څنګه وښایو چې حمایت او ملاتړ یې کول غواړو؟

باید پام مو وي چې مالي پلاننګ، بچت او سپما، په کار او کسب د غور مسئولیت او د ژوند تیرولو طریقه یو شریک او ملګري ته ضرورت لري.

کوم کارونه چې په دا ډول پلاننګونو کښې ضروري دي دا دي چې په پیل کښې له حده زیاته لوړ الوت کونکی او یا نهیلې کونکی پلاننګ ونه شي. په ژوند کښې کله کله لږډیر ریسک کول ضروري دي. تاسو هم په خپل پلاننګ کښې څه نا څه ریسک اخیستې شئ، مثلاً که په راتلونکو دوو کلونو کښې ستاسو عاید ۲۰ زره ډالر وي نو د څلویښتو زرو ډالرو لپاره پروګرام مه جوړوئ خو تر ۲۵ زرو پورې خپل مالي پلاننګ کولې شئ څو وړومبۍ خو د پرمختګ او سپما لپاره لازیاته انګیزه ولرئ او دویمه دا چې هدف مو دومره ناممکن نه وي چې نهیلې شئ او خپل پلاننګ په نیمه کښې پریږدئ.

په پلانونو او د هدفونو په ټاکلو کښې خپله او د خپل ژوند د ملګري توانمني په نظر کښې ولرئ او په هم هغې اندازې پلاننګ وکړئ. بل ټکی دا چې خپل اوږدمهاله پلاننګ، په لنډمهاله پلاننګ وویشي یعنې که ستاسو هدف په درې کلونو کښې ترلاسه کیږي نو تاسو د خپل اوږدمهاله هدف په لړ کښې د ځان لپاره میاشتني او کلني هدفونه وټاکئ څو اوږمهاله پلاننګ درته اسان شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه