Jun 26, 2019 17:42 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د په دې شیبو کې د کور اوکورنۍ نومې د لړۍ له ننني ۲۸مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، او دخپلو کورنیو تر څنګ درته د خوشالۍ او تاندوالي دعا کوي ، هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو  د اسلام پاک دين،د توانمنیو،د وړتیاؤ د غوړیدا او ودې  او د ارزښتونو  د  ورائښت او د فضایلو د ترلاسه کولو لپاره  لومړنی پوهنتون،  کور او کورنۍ ګڼي . پر دې اساس  کور د داسې امن حریم دی  چې  پکې  د انساني صفاتو ا و تقوا خټه  اخښل (اغږل) کیږي ،او انسان  دنیکمرغۍ لارې ته رسوي .  دا  د متقابل احترام ، عزت ،نیک معاشرت ، رحمت او مودت په څير  پر اصولو ولاړ دی  او دا هماغه  له فطرته  راپورته شوي ملګرتیا کونکي عناصر دي،چې  د خلقت په لومړنۍ ورځې،د آدم او حوا جوړې  تجروبه  کړل . دوي د مځکې یا خاورې په مخ  دخپل شتون  له هماغو لومړنیو ورځو  زده کړل، چې  کورنۍ  د  انسان  تر ټولو غوره امن ځاي  او د ډاډ  او آرامښت   د  ورائښت لپاره تر ټولو ښه مرکز دی . ویل کیدلی شي،چې  له ماندنې حوا سره د  حضرت آدم مقام  له  عالم افلاک  او بهشت څخه  ددغو دوو مهربانو ملګرو ، عالم خاک یا له بهشته بهر ویستل ، پخپله  ددغه مقصد د اثبات لپاره تر ټولو غوره دلیل دی .که څه هم د انساني جوړې لپاره دغه راتلل،ناخوښ وو،او دوي  د  شیطاني وسوسې  تریخ خوند وڅکۀ . خو  له خپل پروردګاره ئې بخښنه وغوښته ،څو  د آدم د بچیانو لپاره د یوزړتوب او یوشانوالی په سیوري کې ښکلی عروج  ډالۍ کړي،تر دې چې انسان د ایمان او لیدتوګې په سیوري کې او د غوره جوړې  په شتون  او پناه کې،په ډاډ سره  د ژوند  له ټيټیو هسکو او ناکامیو سره ډغرې ووهي او د ناکامیو او تراخو پيښو څخه په کلک هوډ  او ارادې سره تیر شي او ټولنې ته  ښکلي صفا ډالۍ کړي .  په همدې لړ کې،له یوه بزرګه وپوښتل شول،د نړۍ د سولې  د پراختیا او ښه والي لپاره څه کیدلی شي .؟ هغه ځواب ورکړ، یوازې کور ته لاړ شه او له خپلې کورنۍ سره  عشق  او مینه وکړه .

                دوستانو په تیر پروګرام کې مو ددیني کورنۍ په باب  خبرې کړي  او د غوره او خوښې کورنۍ  ځانګړنې مو پکې بیان کړي دي . ډیرو څیړاندو په هغو څيړنو کې چې ئې ترسره کړي دي،دیني اعتقادات او پر دیني ځانګړنو مشتمل چلندونه  د یوې بریالۍ کورنۍ په رامینځةکیدا او دهغې په پیاوړي کولوکې ئې اغیزشیندونکي عوامل ګڼلي دي.کابو یواتیا فی صدي مطالعاتو پکې  د دیني عمل  مثبتو  اغیزو  ته اشاره کړې او  د دیندارۍ اغیزې ئې د کورنۍ د غړو  داړیکو پر سلامتیا او دهغو په پیاوړتیا باندې ثابتې کړي دي .

 د   کانزاس  ایالتي پوهنتون د استاذانو یوې ډلې غړي  پخپلو څيړنو پسې دې نتیجې ته رسیدلي  دي،چې  کورنۍ ته ژمنتیا، له دینی تعهد او ژمنتیاؤ سره تړاؤ لري .د بریګم یانګ پوهنتون  یو اروا پيژاند  استاد پروفیسر آلن برګین  باوري دی،د دین دغه ځیني اغیزې،د انسانانو پر نفسیاتو ډيرې زیاتې  ان د  ایټمی انرژۍ  هومره اغیزې  لري .  داسې ډير دلیدو وړ شواهد شته  چې ښئ ، د  کورنۍ په بطن کې  ددیني ایمان سپرکی یا غوړیدا ، د مثبتو اغیزو کوربه  ده .په دغو ګټه ورو نتیجو کې د سلامتیاپیاوړتیا،ښونه،عایدات، پاکوالی، تل پاتې وادونه،د جرم او نشو کمیدا،د نفسیاتي سلامیتا زیاتیدا او خوښي شاملیږي او عزت نفس،دکورنۍانسجام او عمومي سلامتیا زیاتوي .دم ګړۍ  ټولنیز متفکران دهغه ځواک په وړاندې  د کورنۍ د ملاتړ لپاره د دین د همیشني قدرت د سسټماټیک کولو په حال کې دي،چې   ددوی له یوه بله د جلاکولو  لامل کیږي .

                  په محصیلینو کې ترسره شوي مطالعات ښئ،دهغو محصیلینو ترمینځ تر ټولو زیاتې بدبینۍ چي په دیني دستورو اوپروګرامونو کې  تر ډيره حده کم شتون لری .هغه محصیلین چې په اونۍ کې یو ځل  یا لازیات  په د یني دستورو کې ګډون کوي ، د خپل راتلونکي په باب لازیات خوشبینه وي ،  له خپل مور او پلار سره تر ټولو ښې اړیکې  ئې درلودلي،د خپل راتلونکي لپاره  جدي او حقیقي موخې لري،او دنیا ته د داسې ځاي په توګه ګوري چې دهغه له بریالیتوب سره مرسته کوي،نه  دهغه ځيږ  او تاؤتریخجن ځاي په توګه چې  د دوي په ضدئې  پیاوړی ځواک برابر کړی وي . 

 د کورنۍ پر پیاوړتیا  ددیندارۍ  د اغیزشیندنې  څرنګوالی  له دې  پلوه دی، چې  مذهبی  ایمان د ژوند په معنا پیداکونې  کې او  دهغو د کړاؤنو  په کمولو کې رول لري .  په جراءت سره دا ادعا کیدلی شي  چې   خوشالۍ ته  یوې جوړې یا ښځې او خاوند د رسیدا او د وادۀ د دوام تر ټولو مهم خنډ ، دبحران  عمومی مشکل دی.په نتیجې کې هغه ډيرې میرمنې او سړي چې له دیني ارزښتونو لیرې شوي دي ، د شخصي آزادۍ  او عاطفي امنیت ترمنیځ ،  او د خپلواکۍ  او مسئولیّت ترمینځ    دتناقض  په احساس کولو سره ، او هم  د دې  په  احساس سره چې د  ځان لپاره ژوند وکړي او که د نورو لپاره  ژوند وکړي ،له بې هدفه ژوند سره لاس او ګریوان  شوي دي .  دغې  موضوع   دوي په ډيرو موردونو کې  له یوه بل سره مخامخیدنې او دښمنۍ ته  کاږلي دي .اسلام  دخپل  نړۍ لید  په اساس،اخلاقي او معنوي ارزښتونه،لابرلاسه ارزښتونه ګني او ددغو ارزښتونو په لور د کورنۍ  د کاږلو هڅه کوي . هغه کسان چې  له دغه شان تفکر  او لیدتوګې سره روزل کیږي،هیڅکله هم  مادي آسانتیاؤ، آزادۍ ،خپلواکۍ  او  د جنسی  او عاطفي  خواهشاتو په څير  ددیناوي ارزښتونو په ترلاسه کولو کې ماته نه خوري . په نتیجې کې دا چاره،د کورنۍ په سویه دخاوند او ماندنې  ترمینځ د متقابل  عشق اومینې او صمیمّیت  د بڼه موندنې  وارمخکې شرط ګڼي .

                 د دیندارۍ یو بل شخصي اثر،د  صبر او زغم  پیاوړتیا ده .دیندار کسان  سره له دې چې  د ښو مادي  اړتیاؤ د تامینولو  او دنیکمرغه کورنۍژوند  د رامینځةکولو لپاره هڅه کوي،د بې وځلۍاو دکورنۍ د ګډوډیو په څيرله مشکلاتو سره  د ټکر  په بڼه کې  ناامید نه کیږي،بلکې  زړۀ په الهي ژمنوسره  روښانه ساتي او د ایمان په رڼا او دخداي په یاد سره  د ژوند تریخوالي په خوږلښت بدلوي .

 کله د کورنۍ غړي متدّین او تقوادار وي ، ټول  دکورني ژوند په کړو ناکړو کې  الهي دستوراتو ته مطیع  وي . له دې امله  د حقوقو، دندو او غږملتیاؤ  او  د کار د حدودو  په باب  سره یوه خولۀ وي  او  هیڅکله هم د نظر اختلافاتو سره مخامخ نه کیږي .د کورنۍ دغړو ترمینځ ، دا غږملتیا او پخلاکیدابه ،دهغوي ترمینځ د مینې او محبت د زیاتیدا او د آرامښت  زمینه  وي .

              متدّین  کسان  په ښکاره او پټو ځایونو کې،خدا وندمتعال پر خپل ځان ناظر اوحاضر ګڼي او له هغه څه چې هغه ناراحت کوي،ډډه کوي،لکه څنګه چې  دین،له خپلې ماندنې اوبچیانو سره پر ښه چلند ټينګار کوي،دوي هڅه کوي،څو دغه وګړي خوشال وساتي او له دې لارې،دخداي پاک خوښي او خوشنوري ترلاسه کړي . حضرت امام حسین علیه السلام  په یوه ځاي کې فرمائي ؛ خپله لور   له یوه تقوادار هلک سره وادۀ کړئ ، ځکه  که ورسره مینه ولری ، نو  احترام  ئې کوي  او که  له هغې خپه شي ، نو  پرې ظلم نه کوي.::

           په ډيرو موردونو کې   له الهي محرّماتو  ډډه کول  دکورنۍ  د پياوړتیا لامل کیږي . په اسلام کې غیبّت ا و تهمت او تور لګول  حرام دي ، نو ځکه  دکورنۍ  غړي  د یوه بل  په نه شتون کې  دیوه بل د حرمت اوعزت   خیال ساتي او د یوه بل د بې احترامۍ او  نفرت  تر درشله نه ورځي . سخن چیني یا یوه بل ته دخبرو رسول حرام دي،ددې په نتیجې کې د کورنۍ اختلافات نه زیاتیږي .شراب څښل حرام دي،نو ځکه ماندنه او خاوند اوبچیان له ځينو چلندونو او تاؤتریخوالو په آمان  کې خوندي پاتیکیږي .اسلام  بچیان  د مور پلار له کړولو او خپه کولو  منع  کړي دي .په نتیجې کې  د مور او پلار او بچیانو  د متقابل  عاطفي ملاتړ  په نتیجې کې  د دوي  اړیکې په زړه پورې او ښې  وي.  نور هم  ډير مثالونه ورزیاتیدلی شي،چې ټول  د کورنۍ د غړو د اړیکو په پیاوړتیا کې د دین د  اغیز شیندنې  ښودنه  کوي .

 دین  داخلاقي فضایلو پر رعایتولو ټينګار  کړی دی ، خداوندمتعال  په قرآن کریم کې فرمائي ؛؛ هغه کسان چې  ایمان ئې  راوړی دی  او غوره کارونه کوي، خدوندرحمان   په زړونو کې  دهغوي په نسبت مینه  اچوي :::  هغه کسان چې  د صداقت ، وفادارۍ ، احترام ،مینې  او تواضع په څير په فضایلو پوښل شوي دي ،دنورو مجبوب  ګرځي او د کورنۍ او د هغې د غړو په پیاوړي کولو کې    دا  تر ټولو مهم عامل دی .

           د وادۀ د شخصي او ټولنیزو ګټو او اغیزو په باب  ډيرې  خبرې وشوې ، ډيرو څيړنو ښودلې ده چې  وادۀ کول   هم له بدني پلوه او هم له نفسیاتي پلوه د عمر داوږدیدو او دسلامتیا لامل کیږی . په دې  اړه  مخکې  ویل شوي دي ، چې،وادۀ که د زړه د ناروغیو په وړاندې یو ساتونکی ډال نشي،نو  په پریکنده توګه  یو اغیز شیندونکی  واکسن دی .د جاپان ډاکټران باؤري دي ، هغه سړي  چې  هیڅکله  ئې وادونه نه دي کړي ، درې برابره زیات د زړه  له ناروغیو سره مخامخ کیږي .پوهانو په دغو مطالعاتو کې درې زره شپږ سوه دوه اتیا سړيو باندې ارزونې کړي،او دې نتیجې ته رسیدلی دي،چې وادۀ شوي سړي د  د هغو سړیو په مقابل کې چې وادونه ئې نه وي  کړي ،د  بدن د  وازګو( وازدو)، د وینې د فشار(بلډپریشر)،شکرې،او کلسیټرولو په څير دخطر د رامینځةکونکو عواملو په نسبت  سالم او خوندي کسان دي . 

 په یوې بلې څيړنې کې چې  د نیویارک پوهنتون په طبي مرکز کې لاګون کې شوي ،څيړاند په دې پوه شوي چې  وادۀ شوي سړي  او ښځې له پنځه فی صدو هم کم  د زړه   او عروقي له  ناروغۍ سره مخ کیږي .

 په یوې بلې مطالعې کې  چې  د میشیګن ایالت په پوهنتون کې شوي،پوهان  دې نتیجې ته رسیدلی دي،په ګډ ژوند کې په سړیو کې دسلامتیا لوړتیا بریالۍ ده.یعني په  حقیقت کې د یوه ژوند کیفّیت د سړیو د زړه دسلامتیا لامل کیږي . همداراز  یوه هغه څيړنه چې  په ۲۰۱۱کال کې شوي، ښئ ، وادۀ کول د وارمخکې مرګ خطره تر پنځلس فی صدو پورې کموي .دنړۍ د روغتیائي چارو ادارې یوه څيړنه هم ښئ،چې  وادۀ د سټریس  او خپګان  احتمال تر ډیره حده کموي .

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه