Aug 03, 2019 16:30 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه   (۱۹۰)

له حسین منصور حلاج پاتې مهم اثر د طواسین کتاب دی . دا اثر فرانسوی ختیځ پیژاندی لویی ماسینیون په استنبول او لندن کی له موجودو دو نسخو ، سم کړی دی او په۱۹۱۳ کال کی په پاریس کی د الطواسین کتاب په عنوان سره خپور کړی دی .

 

د دريمې هجري قمري پېړۍ مشهور عارف حسين بن منصور حلاج په خپل ژوند، وېناو و حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې يو شور او ولوله راپېدا کړه چې اوس هم د پېړيو پېړيو له تېرېدو سره سره  ايراني او لويديځي محققان او څېړونکي د هغه په اړه خبرې او ليکنې کوي. هغه شخصيت چې په خپلو وېناو سره يې په عامه او خاصو خلکو کښې يوه غلغله او ولوله رامنځته کړه او د ايران، هند، ترکستان، چين او ماچين وغېره په مختلفو ښارونو کښې يې زيات پېروکار ولرل. هيله ده چې دا پروګرام ستاسو قدرمنو دوستانو د پام او استفادې وکړ وګرځي.

««««««««««««««««««««««««««««

ومو ويل چې د ايراني او غېر ايراني محققانو له   هلو ځلو سره سره  اوس هم د دريمې هجري قمري پېړۍ د مشهور ايراني عارف منصور حلاج زياتره اړخونه د شکونو په شپول کښې بند دي. اصلي نوم يې حسين او د پلار نوم يې منصور ؤ. په لرغونو ليکنو کښې د هغه د زېږېدنې تاريخ ته څه اشاره نه ده شوې، خو د لوئي ماسينيون په شان ځينو محققانو د هغه د زېږېدنې نېټه تقريباً 244 قمري يعني 858 ميلادي او ځينو نورو هم د 248 هجری قمري يعني  862 ميلادي بللې ده. حلاج د ايران د بېضاء فارس د په طور نومې کلي کښې پېدا شو او په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ څخه له طور کلي نه د عراق واسط ښار ته مهاجرت کړے دے. همدارنګ د حلاج چې نداف معنا لري او ابتداء کښې يې لقب ؤخو ورو ورو يې د هغه اصلي نوم تر تاثير لاندې راوسته، د وجه تسميه په باره کښې له تاسو سره وغږيدوو. حلاج له هم هغې ځوانۍ له دورانه د معرفت د حاصلولو لپاره خپل سفرونه شروع کړل او د سهل بن عبدا... تستري، عمرو بن عثمان مکي او مشهور ايراني عارف نهاوندی په شان د سترو استادانو شاګردي وکړه او د خپلو ټولو استادانو په نزد په ښه ډول وځلېد. حلاج په خپل ژوند کښې درې ځل حج ته لاړ. ويل شوي دي چې هر چرته به تلۀ نو ګڼ شمېر پېروکاران او پلويان به ترې چاپېره راغونډېدل. خلکو به حسين بن منصور حلاج ته د يو مصلح او ژغورونکي په سترګه کتل او همدا چاره د بغداد د فقيهانو وحشت او ويرې سبب شوه او د بغداد د واکمنانو بدګمانۍ يې راوپارولې. بالاخره د بغداد د هغه وخت واکدارانو او فقيهانو وکړې شول په هغه باندې د مختلفو تورونو او تهمتونو په لګولو سره  هغه بندي خانه کښې بنديوان او له اتو کلونو بند او محاکمې وروسته  يې د قتل حکم جاري او د ۳۰۹ هجری قمری کال د ذی الهجې په ۲۴ یې پانسی کړ .

«««««««««««««««««««««««««

حلاج یو شمیر کتابونه  لیکلی دی چی د محاکماتو په ترڅ کی یې خینې یاد کړی دی ، خو بیا وروسته د هغو د دودیدا خنډ شول . په تجارب الامم کتاب کی راغلی دی چی د حلاج له اعدامه وروسته  له وراقانو ژمنه واخیستل شوه چی د هغه اثار نه واخلی او نه یې خرڅ کړی .

د الفهرست د ارزښتمن کتاب مولف ابن ندیم په خپل کتاب کی د حلاج د اثارو د یو شمیر کتابونو نومونه یاد کړی دی . الطاسین الازل و الجواهر الاکبر و الشجره النوریه ، د قل هوا ا... احد تفسیر ، حمل النور و الحیاه و الارواح ، کتاب العدل و التوحید او دیوان اشعار له ۴۹ کنابونو دی چی این ندیم په خپل کتاب کی د منصور حلاج په نوم ثبت کړی دی .

له هغو ۴۹ اثارو چی حلاج  تالیف کړی دی او ابن ندیم په خپل الفهرست نومی کتاب کی هغه یاد کړی دی ،یوازې څلور کتابونه ، ۱۱۲ قطعې اشعار   او کابو ۳۴۰ قطعی د هغه عرفانی تجربیات زمونږ لاسونو ته رسیدلی دی . له بده مرغه  په هماغه وخت کی چی حلاج یې زندانی ، محاکمه او وواژه ، د هغه تالیفات یې هم  له مینځه یوړل . د هغه وخت وزیر حامد بن عباس د هغه کلامی ، فقهی او عرفانی مذهب د له مینځه وړلو لپاره چی حلاج رامینځته کړی وو ، نه یوازې د هغه شاګردان تعقیب کړل بلکې د حلاج د کتابونو لاسی نسخې یې هم له مینځه یوړې . د هغه یوازې څو  اثار له مختلفوپیښو پاتی دی  چی د مجموعه اثار حلاج په عنوان سره د قاسم میر اخوری په تحقیق ، شرحې او ژباړې سره خپره شوی دی .

««««««««««««««««««««««

له حسین منصور حلاج پاتې مهم اثر د طواسین کتاب دی . دا اثر فرانسوی ختیځ پیژاندی  لویی ماسینیون په استنبول او لندن کی له موجودو دو نسخو  ، سم کړی دی او په۱۹۱۳ کال کی په پاریس کی د الطواسین کتاب په عنوان سره خپور کړی دی .

ماسینیون وایی دغه کتاب د حلاج له زندان د هغه د ملګری او شاګرد احمد بن عطا الادمی په لاس بهر راووته . قاسم میر اخوری د کتاب  طواسین عربی متن د ماسینیون له نسخې او د سعدی ضناوی د تحقیق طواسینه او دیوان الحلاج ویلیه اخباره  ، فارسی ژبې ته ترجمه کړی دی .

د طواسین کتاب لس برخې لری . طواسین د طلس جمع (طاسین ) دی . په قران مجید کی د نمل سورت بل نوم د  سورت د طس ټکی د پیل په خاطر ورته طاسین هم ویل شوی دی .

مفسرانو ویلی دی چی طس د نمل سورت په ابتدا کی د لطیف او سمیع خدای باندې قسم دی . د طاسین کتاب محتوا د حلاج د عرفانی تجروبو په اړه په ډیر پیچلی او رمز ډوله ژبې دی .

د حلاج د اثارو له ټولګې بل کتاب بستان المعرفه نوم لری .

«««««««««««««««««««

د حسین بن منصور حلاج د اثارو د ټولګې دوهمه برخه ، د روایت کتاب دی . په دغه برخه کی هغه ۲۷ روایتونه چی حلاج په خپل زړه د تیرو حالاتو په اساس هغه بیان کړی دی ، یاد شوی دی . هغه اسناد چی حلاج د دغو روایتونو لپاره بیانوی ، د دودو روایتونو په اپوټه چی د هغو داسنادو سلسله اصحاب ، تابعان او تابعان تابعان دی او دپیغمبر اکرم ص له وخته یې حدیث یوه بل ته منتقل کړی دی ، له ایتونو ، د قران کریم له رموزو ، استعاراتو ، کنایو او عرفانی تمثیلونو لړۍ ده .

د حلاج په باور احادیث د پیغمبر اکرم سپارښتنه نه بلکې د خدای تعالی حکم بیانوی او د احادیثو اسناد د هغو راویانو د سلسلې د شهادت په اسا نده چی سینه په سینه یوه بل ته منتقل شوی وی او اوس هم مړه دی . د حلاج له نظره د احادیثو داسنادو سلسلسه هغه مخلوقات دی چی د عمومو لپاره د پیژندلو دی او اوس شتون لری .

د روایت کتاب متن د روزبهان بقلی د شطحیات شرحې له مخې تصحیح شوی دی .

د منصور حلاج د اثارو د ټولګې دریمه برخه د قران مجید تفسیر ته بیل ده  او هغه تفسیر دی چی ابوعبد الرحمن سلمی د حلاج له قوله  په خپل حقایق التفسیر په کتاب کی راوړی دی . لویی ماسینیون  دغه متن راویستلې او په ۱۹۲۲ کال کی د هغه له څو خطی نسخو سره له مقابلې وروسته  په پاریس کی چاپ کړی دی . حلاج په دغه تفسیر کی له هر سورت یو یا څو ایتونه انتخاب کړی او د هغو په شرح او تفسیر یې کړی دی .

«««««««««««««««

د حلاج د اثارو د ټولګې محقق او مترجم قاسم میر اخوری د کتاب په څلورمه برخه کی د حلاج له عرفانی تجروبیاتو ۳۴۰ قطعی چی د حلاج د ویناو ، وعظونو ، وصیتونو او مناجاتو ټولګه ده ، له بیلا بیلو تاریخی او عرفانی متونونو راغونډ او ژباړل شوی دی .

 د حلاج د اثارو د ټولګې په پینځمه برخه کی په حلاج پوری منسوب اشعار  ۱۱۲ قطعې راغونډې شوی دی . میر اخوری د دغو اشعارو په اړه ویلی دی په خپلو تحقیقاتو کی دوه ډوله شعرونو سره مخامخ شو ، یو هغه شعرونه چی سند اوپه ډیرو سرچینو کی د هغو ذکر ته په پام سره  پخپله د حلاج وو او یو شمیر نور اشعار چی هغه پورې منسوب دی .

په دغه ټولګه کی هره قطعه د هغه د سند او سرچینې په ذکر سره راوستل شوی ده . هغو توپیرونو ته په پام سره چی په ځینو سرچینو کی موجود وو ،میر اخوری د خپل تحقیق اساس په دریو اثارو ، دیوان الحلاج ماسینیون ، تحقیق مصطفی الشیبی او سعدی ضناوی ګرځولی دی . د حلاج د اشعارو دیوان د هغه د مریدانو په وخت کی راغونډ کړی دی . ماسینیون د حلاج دیوان راغونډ کړ او د لومړی ځل لپاره یې په ۱۹۳۱ کال کی  په اسیایی مجله کی چاپ کړ . د هغه دوهم چاپ له ډیرو بحثونو او تحقیقاتو وروسته په ۱۹۵۵ کال کی خپور شو .

د حلاج شعر ساده ، روان او تعارفه خالی دې . زیاتره شعرونه یې له خدیا سره د نیایش او التجا په بڼه دی او د تصوف له تعبیرونو ‌ډیره کمه استفاده کوی . له دې سره سره  د هغه ځینې شعرونه کلامی ، فقهی او فلسفی تعبیرونه او مفاهیم لری چی د خپل وخت له دودې فرقې یې اخیستی دی .

د حلاج د اثارو د ټولګې وروستۍ برخه د الحلاج کلماتو ته بیل ده . دا برخه د هغو مفهمونو او تعبیرونو ټولګه ده چی حلاج په خپل شعر او نثر کی کارولی او میر اخوری د دغو مفاهیمو تفسیر او شرح کړی ده .

 

 

 

 

 

ټیګونه