Sep 10, 2019 08:03 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ۱۹۲

د دریمې هجري قمري پيړۍ مشهور عارف حسین بن منصور حلاج په خپلو ویناؤ، ژوند او حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې غوغا جوړه کړه چې د پيړیو له تیریدو وروسته لاهم ایراني او عرب محققان د هغه په هکله خبرې او لیکنې کوي.

د دریمې هجري قمري پيړۍ مشهور عارف حسین بن منصور حلاج  په خپلو ویناؤ، ژوند او حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې غوغا جوړه کړه چې د پيړیو له تیریدو وروسته لاهم ایراني او عرب محققان د هغه په هکله خبرې او لیکنې کوي. هغه شخصیت چې په خپلو ویناؤ سره یې په هر خاص او عام کښې یوه ولوله راپيدا کړه او د ایران، هندوستان، ترکستان، چین او ماچین په مختلفو ښارونو کښې یې ډیر منونکي درلودل.

دوستانو د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو ويلې وو چې د ايراني او غېر ايراني محققانو د کوششونو باوجود اوس هم د دريمې هجري قمري پېړۍ د مشهور ايراني عارف منصور حلاج زياتره اړخونه د شکونو په شپول کښې بند دي. اصلي نوم يې حسين او د پلار نوم يې منصور ؤ. په لرغونو ليکنو کښې د هغه د زېږېدنې تاريخ ته څه اشاره نه ده شوې، خو د لوئي ماسينيون په شان ځينو محققانو د هغه د زېږېدنې نېټه تقريباً 244 قمري يعني 858 ميلادي او ځينو نورو هم د 248 هجری قمري يعني  862 ميلادي بللې ده. حلاج د ايران د بېضاء فارس د په طور نومې کلي کښې پېدا شو او په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ څخه له طور کلي نه د عراق واسط ښار ته مهاجرت کړی دی. همدارنګ د حلاج چې نداف معنا لري او ابتداء کښې يې لقب ؤخو ورو ورو يې د هغه اصلي نوم تر تاثير لاندې راوسته، د وجه تسميه په باره کښې له تاسو سره وغږيدوو. حلاج له هم هغې ځوانۍ له دورانه د معرفت د حاصلولو لپاره خپل سفرونه شروع کړل او د سهل بن عبدا... تستري، عمرو بن عثمان مکي او مشهور ايراني عارف نهاوندی په شان د سترو استادانو شاګردي وکړه او د خپلو ټولو استادانو په نزد په ښه ډول وځلېد. حلاج په خپل ژوند کښې درې ځل حج ته لاړ. ويل شوي دي چې هر چرته به تلۀ نو ګڼ شمېر پېروکاران او پلويان به ترې چاپېره راغونډېدل. خلقو به حسين بن منصور حلاج ته د يو مصلح او ژغورونکي په سترګه کتل او همدا چاره د بغداد د فقيهانو وحشت او ويرې سبب شوه او د بغداد د واکمنانو بدګمانۍ يې راوپارولې. بالاخره د بغداد د هغه وخت واکدارانو او فقيهانو وکړې شول په هغه باندې د مختلفو تورونو او تهمتونو په لګولو سره  هغه بندي خانه کښې بنديوان کړي او له اتو کلونو بند او محاکمې نه پس يې د قتل حکم جاري کړ او د ۳۰۹ هجري قمري کال د ذی الحجې یا د لوې اختر د میاشتې په ۲۴ نیټه یې پانسي کړ.

**         حلاج په اسلامي عرفان او تصوف کښې یو ډیر مشهور شخصیت دی او د هغه افکار او ځانګړې کیسه د هغه په ژوند او حتی له مړینې وروسته یې هم تل د پام وړ پاتې شوې ده. د حلاج له مړینې وروسته ډیرو صوفیه بزرګانو سره له دې چې له حلاج سره یې موافق نظر درلود خو د هغه په هکله یې په احتیاط سره خبرې کړې دي او په خپلو آثارو کښې یې د حلاج د مړینې په وخت له هغه سره د شوې چلند د طریقې انعکاس ته یې اشاره کړې ده.

حلاج په صوفي، عارف او شاعر نسلونو او په کلي توګه له ځانه په وروسته ټولنه کښې ډیر ستر تاثیر پریښې دی، د حلاج د فکر، ژوند او مرګ د اغیزو شواهد او نښې د اوسمهاله شاعرانو په آثارو کښې هم د لیدو او غور وړ دي. عطار، مولوي، حافظ او په اوسمهالو کښې شفیعي کدکني او په غیرایرانیانو کښې ادونیس له هغو شاعرانو څخه دي چې حلاج او د هغه افکارو او برخلیک ته یې ځانګړې پاملرنه لرلې ده.

عطار نیشابوري د شپیږمې هجري قمري پيړۍ او د اوومې پيړۍ د وړومبیو یو هغه شاعر او عارف دی چې د خپل فکر، لید او په شعر کښې د خپلو الفاظو له نظره حلاج ته ډیر نزدې دی. هغه په خپل دیوان او مثنویانو کښې له حلاجه اخیستې دغه تاثیر په پراخه پیمانه ښودلی دی او په تذکرة الاولیاء کښې یې هم د حلاج کیسه ډیره دلګیره او سوزناکه بیان کړې ده. عطار په منطق الطیر کښې د حلاج افکار په پراخه توګه منعکس کړې دي. د عطار په شعرونو کښې حلاج او د هغه اشعارو ته د ده لیوالتیا په ښه توګه لیدی شو.

**        

                د حلاج او عطار ژوند او افکار په خپلو کښې ډیر ورته والی لري. د حلاج د ژوند په هکله شکونه شته دي او د عطار د زیږیدو او مړینې نیټه هم سمه نه ده معلومه. دواړه خلکو له درده خبر وو، د خلکو غم به یې خوړه، له عامه خلکو او د هغوي له ستونزو سره یې تړاؤ درلود، له واکمنانو سره یې (البته په بیل ډول) طبیعت نه لګیده. د هغوي مدحې یې نه دي ویلې، له ظلم سره یې د مقابلې تفکر درلود، له ویناؤ یې له ریا څخه لرې والی څرګند دی او په کښې د اخلاص رنګ لیدل کیږي. د دغو دواړو په هکله ډیرې افسانې او کیسې جوړې شوې دي. د عطار او حلاج روحي، فکري او ذهني مشترکات دومره ډیر دي چې ته به واې د حلاج روح په عطار کښې څرګند شوی او هم هغه د حلاج خبرې په یو بل ډول د عطار له خولې څخه راوتلې دي.

مولوي له عطاره کلونه وروسته له حلاج څخه د عطار د روح د اغیزمنیدو په هکله ویلې دي: زما له تګ څخه بیخي مه ویریږئ او مه غمجنیږئ چې د منصور رضي ا... عنه نور یونیم سل کاله پس د فرید الدین عطار رحمة ا... په روح کښې راڅرګند شو او د هغه مرشد شو.

عطار په منطق الطیر کښې د حلاج له افکارو څخه خپل اغیزمنیدل ښايي. دا اغیزه د حلاف له افکارو سره د بلدتیا او خواخوږۍ له امله ده. هغه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د خوي انعکاس او بیان ته مخه کړې او د منطق الطیر په ډیرو بیتونو کښې غور دا څیز په ښه توګه څرګندوي.

**

                عطار د حلاج ډیر افکار او ویناوې په یوه بله ژبه او بیان وړاندې کړې دي، که څه هم کوم مفاهیم او موضوعات چې مطرح کیږي ممکنه ده د ډیرو سترو عارفانو په خبرو کښې مشترکه او ګډه موضوع وي خو د عطار د بیان طریقه او د حلاج له ویناؤ او افکارو سره یې بلدتیا دغه نزدې والي ښه ترا څرګندوي. په حقیقت کښې منطق الطیر په یو نرم او سوزناک ډول د حلاج چغې وهلې دي. د انا الحق چغه، د حق په وجود کښې محو کیدل، له هغه پرته د بل هیڅ څیز نه لیدل، له دې عظمته او سترتوبه حیرانیدل، په عشق کښې سرګرداني او درمندۍ او درد غوښتنې او داسې نور هغه افکار دي چې د منطق الطیر په ادبیاتو کښې یې لیدی شو.

د عطار د خدای تعالی د پيژندلو او په دې هکله نظریه چې د حق لټونکی باید پيژندونکې سترګې ولري څو په سمه توګه یې وپیژني، د حلاج په دې خبرې باندې باور لري ویلې یې دي: د هغه د صفاتو په هکله خبرې کول کم عقلي ده او د هغه له ثابتولو غلې پاتې کیدل ګونګ والی دی. هغه ته د نزدې کیدو او تقرب تکل ګستاخي او سپین سترګي ده او ترې په لرې والي باندې راضي کیدل، کم همتي ده.

لکه څنګه چې حلاج ویلې دي: حق هغه دی چې له خپلې وسیلې پرته لیدی او پرې پوهیدی نه شي، د عطار په باور هم هغه څه چې مونږ یې د خدای تعالی جل جلاله په هکله وایو، زمونږ له خپلې پوهې او وړتیا له حد پرته بل څه نه دي او هغه باید خپله د هغه په وسیله وپیژنو.

حلاج وايي: د مومن زړه د هندارې په شان دی، هر کله چې په کښې وګوري د پروردګار ځلا ویني. د عطار په باور هم دغه مهربان خدای باید د زړه په آیینه کښې وکتل شي چرته چې یې یوازې په پاکۍ سره په شتون پوهیدی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

ټیګونه