له اسلامه له ويرونې سره په مقابله کښې د اسلامي نړۍ ملګرتيا او يووالے (د وحدت د اونۍ خاص مطلب – ۵)
(last modified Thu, 21 Oct 2021 11:21:15 GMT )
Oct 21, 2021 15:51 Asia/Kabul
  • له اسلامه له ويرونې سره په مقابله کښې د اسلامي نړۍ ملګرتيا او يووالے (د وحدت  د اونۍ خاص مطلب – ۵)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو او ښو پېرزوينو په وړاندې کولو سره د وحدت د اونۍ د لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې نظبی کښې له اسلامه له ويرونې سره په مقابله کښې د اسلامي نړۍ ملګرتيا په اړه تاسو ته معلومات درکوو.

اتحاد او يووالے د اسلامي امت په پېکر کښې د وينې په شان ژوند بخښونکے دے او د اسلامي بېدارۍ او اګاهۍ لپاره ضروري چاره ده. کله چې مسلمانان د دښمنانو د تفرقه اچونې له دسيسو خبر شي او پوهه شي چې اسلام تر څومره حده د اسلامي امت په وحدت او ورورولۍ تاکيد کړےدے نو بې له شکه اتحاد او يووالي ته به مخه کوي او عملي کولو لپاره به يې کوشش کوي. په دې وروستيو کلونو کښې لويديځو حکومتونو او رسنيو کوشش کړے دے چې د اسلام د مبين دين د دوو مضبوطو ستنو په توګه د دغه دين د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) او قرآن مجيد حېثيت ويجاړ کړي. د حضرت محمد (ص) په شان کښې بد او بې بنياده سپکاوي او د قرآن مجيد د حقائقو تحريفول په خاصه توګه په لويديځ کښې د اسلام له پراختيا سره د مقابلې لپاره د هغوي ځينې فعاليتونه دي. له بلې خوا لويديځې نړۍ ځينې اسلامي هېوادونه له ځان سره پېېلي او وابسته کړي دي او خپل لاسپوسي حکومتونه يې په دغو هېوادونو کښې په اقتدار کښې راوستلي دي چې د هغوي له سياستونو سره غږملي وي.

په دې زمانه کښې د هغو اوزارونو او وسائلو پرمختګ ته په پام سره چې د دښمن په لاسو کښې دي ځينې وختونه ترې د کلتوري او فوځي يرغل لپاره استفاده کوي او په جديت سره زياتره مسلمانان په نښه کوي، دښمنان کوشش کوي چې د اسلامي ټولنې د بنيادونو د لړزولو اسباب رامنځته کړي. همدا اوس هم کوشش کوي له اسلامه په ويرونې او د ظاهري اسلام په نامه د ترهه ګرو ډلو په جوړولو سره چې له دغه الهي دين سره هيڅ تعلق نه لري دغه مهم ترسره کړي. په اسلامي نړۍ کښې په داسې رنګ حالاتو کښې دوه متضاد بهيرونه په مختلفو کارکردګيو سره ليدل کېدې شي. يو بهېر اختلاف او تفرقه اچونه ده چې  په ځينو مذهبي، قومي او نژادي اختلافاتو باندې په تکيې سره مسلمانان په بل باندې بدګمانه او له يو بله يې لرې کړي، دويم بهير هغه مصلحان او د اسلام او مسلمانانو زړۀ سواندي شخصيتونه دي چې مسلمانان د اسلامي نړۍ وحدت او يووالي ته رابولي. په تفرقه اچؤنکي بهېر کښې د ستر او سلطه ګرو قوتونو رول پوره څرګند دے. هغوي د اسلامي امت ترمېنځ داختلاف د رامنځته کولو لپاره له مستقيمو او غېرمستقيمو طريقو څخه استفاده کوي. په نېغ په نېغه طريقه کښې د استعماري قوتونو واکمنان او ډله ايزې رسنې د اسلامي نړۍ جدائې او تفرقې ته لمن وهي او له وحدت غوښتونکو هلوځلو سره مخالفت کوي. خو په غېر مسقتيه طريقه کښې دغه حکومتونه زيات پېچلے او غولؤنکے  عمل کوي. لويديځ حکومتونه له افراطي او جاهلو کسانو څخه په ناوړې استفادې سره هغوي اختلاف راپارؤنکو حرکاتو ته مجبوروي او د نورو مسلمانانو احساسات هم راپاروي. په دې بهېر کښې سيمه ايزو جنګ جګړو زياتېدو او د ګڼ شمېر ترهه ګر ډلو جوړېدو چې نه يوازې د سيمې ارامښت بلکه د خپلو بادارانو چې يو وخت يې هم د هغوي په ذريعې سره برېن واشنګ کېدۀ  سلب کړے او د نړيوالې ټولنې لپاره په يو جدي مشکل بدل شوي دي. په حقيقت کښې دښمن کوشش کوي چې ( د ټولو نه) د يو شمېر وهابيانو او سلفيانو وحشيانه تفکر خپلو خلقو ته بيان کړي او له اسلامه يې وويروي.

د داعش ترهه ګرې ډلې رامنځته کول هم په اسلامي نړۍ کښې د تفرقې اچولو لپاره د دښمنانويوه وسيله وه او ده.

له بلې خوا په اسلامي هېوادونو کښې وحدت غوښتونکے بهير هم يو مخ په ودې بهېر دے چې د اسلامي بېدارۍ په ودې سره يې زيات اهميت پېدا کړے دے. په تېرو وختونو کښې د سيد جمال الدين اسدآبادي، شېخ محمد عبده او آيت ا... بروجردي وغېره په شان نامتو شخصيتونو کوششونه وکړل چې مسلمانان د اختلاف له زيانونو او د اتحاد له فائدو سره آشنا کړي او هغوي يو موټے کړي. دغه هلې ځلې په خپل ځاے ګټورې وې. خو د امام خمېني (رح) په مشرۍ د ايران د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره له څو لسيزو راهسې يې زياته چټکتيا پېدا کړه.

د نمونې په توګه کله چې څه موده مخکې په لويديځو مطبوعات کښې د اسلام د ګران پېغمبر (ص) په شان کښې سپکاوے اوشو نو د نړۍ په مختلفو هېوادونو کښې ميلينونو مسلمانانو د خپل عظيم الشان پېغمبر (ص) په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وکړې. د هغه حضرت (ص) په شان کښې د توهين په اړه دغه پراخه ردعمل د لويديځو حکومتونو او رسنيو حېرانتيا رابرسېره کړه او وې ښودله چې د هغوي د منفي پروپېګنډو باوجود اسلامي نړۍ د خپل يو واحد امت د ساتنې په اړه هم هغه شان ژوندي او بېدار دي. د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت له فلسطيني ولس سره د مسلمانانو پېوستون او په مختلفو هېوادونو کښې پراخې غونډې او لاريونونه او د يمن او بحرېن وغېره ولسونو په دفاع کښې د خلقو پراخې مظاهرې په اسلامي نړۍ کښې د اګاهۍ او بېدارۍ د زياتېدو ښودونکې دي چې د وحدت زړۀ راکښونکې او ښکلې اصطلاح عملي کېدو ته د اميد زېرے ورکوي. د مسلمانانو خودجوشه او عزت بخښونکي حرکتونه د دې ښودنه کوي چې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د اسلامي نړۍ د وحدت او يووالي لپاره بنيادي محور دے. البته کله چې د اسلامي نړۍ د وحدت او يووالي خبره کوو نو دغه وحدت هيڅکله د نورو دينونو د پېروکارو په خلاف نه دے، بلکه د دسيسه ګرو او استعمارګرو په خلاف يو هوشمندانه اتحاد دے.

لويديځ له اسلامه د ويرونې د موضوع په مطرح کولو سره د اسلام او لويديځي نړۍ ترمېنځ د بېلتون په لټه کښې دي ځکه چې هغوي پوهيږي چې اسلام د ودې په حال کښې دے نو دا ډول عمل کوي چې د اسلام د ودې او خپرېدو مخه اونيسي. اوس لويديځې رسنې غېر مسلمو ته د اسلام د حقيقت د رسېدو خنډ ګرځي او کوشش کوي چې هغوي د اسلام د عظيم الشان پېغمبر (ص) له شخصيت څخه د بې خبرۍ په حالت کښې وساتي. هغه وسله او وسيله چې لويديځې رسنې يې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په خلاف استعمالوي، توهين او تمسخر دے. دا ډول دريځ نيونه د حضرت محمد مصطفی (ص) په شان د کامل انسان او د اخلاقو د ډېرې لوړې نمونې په وړاندې د هغوي د کمزورۍ،بې وسۍ او سرګردانۍ نتيجه ده. له دې امله چې لويديځي رسنې او حکومتونه نه شي کولې د اسلام د ګران پېغمبر (ص) الهي او مقتدر شخصيت تر پوښتنې لاندې راولي، له بهتانونو ډکو کتابونو، منحرفؤنکو مقالو او  له تمسخره ډکو کارټونونو د خپرولو او د غېر حقيقي فېلمونو د توليدولو په شان په غېر عاقلانه چلندونو لاس پورې کړي. دا طريقه د جاهليت د زمانې د اعرابو لخوا د پېغمبراکرم (ص) په شان کښې د سپکاوي کولو ياد تازه کوي. د اسلام دښمنان دا ګمان کوي چې که د نړۍ د مسلمانانو لپاره د نمونې په توګه د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارکه څېره داغداره کړي نو  مسلمانان به ورو ورو له خپله دينه لاس په سر شي خو له دې نه غافله دي چې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) شخصيت د وجود په عالَم کښې له لوړو او همېشنو حقائقو سره تړاو لري او زيات ژور او جرړې لرونکے دے. دا ډول سپکاوے کؤنکي په دې طريقو سره هيڅکله خپلو اهدافو ته نه شي رسېدې. ځکه چې د هغه حضرت د مبارک ژوند تاريخ نه يوازې د مسلمانانو لپاره بلکه د ټولو نړيوالو لپاره د انساني کمال، خېرخواهۍ، صلحې غوښتنې او عدل او انصاف غوښتنې يوه همېشنۍ بېلګه او نمونه ده. اوس په دغو خاصو حالاتو کښې مسلمانان پکار دے په هوښيارۍ او  تدبير سره د فتنه ګرو دښمنانو چلولونه په ښۀ ډول وپېژني او د نظر او عمل په وحدت سره يې مقابله وکړي.

اسلام د خپلو پېروکارو په يووالي باندې زيات تاکيد کوي. قرآن مجيد له يوې خوا هغوي د هدايت او نجات په ريښې يعنې په مضبوطې الهي رسۍ د منګولو لګولو ته رابولي او د «واعتصمو بحبل الله جميعا» غږ پرې کوي او له بلې خوا مسلمانان په خپلو کښې د مينې، مودت او محبت د ريښو له شلولو څخه منعې کوي او فرمائي: «ولا تفرقو» (يعنې متفرق او تيت پرک کېږئ مه.) د خداے پاک د دغې وېنا پېغام دا دے چې د دين پائېداري په تفرقې او جدائۍ سره ناشونې ده او دا وحدت او يووالے دے چې مسلمانان او د قبلې ټول خاوندان د مقصد منزل ته رسوي. نن د اسلامي بېدارۍ له کبله په اسلامي نړۍ کښې  له مخکې نه زيات وحدت بخښونکي غږونه اورېدل کيږي. مسلمانانو وروستيو پېښو ته په پام سره د خپلو دښمنانو څېره لا په ښه توګه پېژندلې ده. دا طبيعي خبره ده چې په اسلامي نړۍ کښې وحدت رامنځته کېدل د هغو کسانو او حکومتونو په خلاف دي چې د مسلمانانو په خلاف رسانه اي، سياسي او فوځي جنګ تعقيبوي. په دا ډول هغه يو حرکت چې د ايران د اسلامي انقلاب په اثر او د امام خمېني (رح) او نورو اسلامي متفکرانو په همت سره د مسلمانانو د اتحاد او يووالي لپاره شروع شو اوس يې د پام وړ ثمرات او نتائج راپېدا کړي دي. مسلمانان د دنيا په هرځاے کښې احساس کوي چې د خپل دين او خپلو ديني وروڼو په وړاندې ذمه واري لري او د هغوي ترمېنځ ملګرتيا او غږملتيا به د هغوي پائېداري او سرلوړي له ځان سره ولري.

که شيعه دي که سني مسلمانان دي

پېروکار د يو الله، رسول، قرآن دي

چې په مېنځ کښې يې بېلتون او تفريق غواړي

حقيقت کښې  د اسلام دا دښمنان دي

 

ټیګونه