په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
ددغه سازمان په خبره؛ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی او له هرو لسو افغانانو څخه ۷ تنه یې لومړنیو خدمتونو ته له لاسرسي څخه محروم دي.
یاد سازمان زیاتوي، چې طالبانو د اقتصادي ناورین د حل لپاره ځيني ګامونه پورته کړي لکه: د کانونو او انرژۍ په برخو له بهرنیو شرکتونو سره څو کلن قراردادونه.
له دې سره، دا اقدامات د اقتصادي ځوړ د ښه کولو لپاره کافي نه دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، افغانستان د اقتصادي ناورین د حل لپاره د بهرنۍ پانګونې جذب او د کورني تولید د ظرفیت لوړولو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وایي؛ د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې یو جدي خنډ دی.