Jan 23, 2024 10:04 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي د زده کړو دې بهیر ته به دوام ورکړي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند کلتور ښوونیز مرکز اوس د ځوانانو لپاره په وړیا ډول  د لنډمهاله زده کړو پر مرکز بدل شوی دی.

د یاد ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي په دې مرکز کې ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر،وینا والۍ او نورو برخو کې زده کړې ورکول کیږي چې دا مهال په دې مرکز کې خواوشاه شپږ سوه ځوانان پر زده کړو بوخت دی.

قریشی وایي د زده کړو دې بهیر ته به دوام ورکړي. بلخوا د ننګرهار ځوانانو چارو امر قاري محمداصف ذهیر وایي په کلتور ښوونیز مرکز کې له تیرو دوه کالو راهیسې خواوشاه دوه زره تنه ځوانان روزل شویدي.

نوموړی وایي د روزنې په برخه کې ورسره یو شمیر مرستندویه ادارو هم اوږه ورکړې ده.

داطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز ته تر ډیره هغه ځوانا ن راځي چې نیمه ورځ په ښوونځیو او پوهنتونونوکې زده کړې کوي او دا چې د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي سکتور پورې اړوند ښوونیزو مرکزونوکې زده کړې نه شي کولای نو کلتور ښوونیز مرکز ورته مناسب ځای ښکاري.

دلته پر زده کړو بوخت ځوانان په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې اقدام ستاینه کوي  ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته د دې زده کړو د لمن غزولو غوښتنه هم کوي.

 په تیر نظام کې د افغانستان ټولو ولایتونو اطلاعاتو او کلتور ریاستونو کې ښوونیز مرکزونه د امریکا په مالي ملاتړجوړ شوي وو چې تر ډیره پکې د انګلیسي ژبې پر زده کړه ټینګار کیده  خو اوس ویل کیږي چې دا مرکزونه به د ځوانانو فکري رغاونې او دیني ا و ملي ګټو دخونیدي توب سنګرونه وي.

 

ټیګونه