Jan 25, 2024 05:26 Asia/Kabul
  • د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.

آغلې اتونبایوا د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت یو ویډیويي پیغام کې ویلي، له زده کړو به د افغان نجونو محرومیت نه یوازې پر ټولو افغانانو اغېز پرېږدي، بلکې افغانستان به په نړیواله کچه منزوي کړي.

روزا اتونبایوا ویلي چې له اقتصادي پلوه د پرمختللي افغانستان او د هوسا افغان ټولنې لپاره مساوي زده کړې اړینې دي.

هغې زیاته کړې چې د نجونو زده کړې یوازې د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه نه، بلکې د اسلامي هېوادونو غوښتنه هم ده او پر سرپرست حکومت یې غږی کړی چې زده کړې یوازې د اخلاقي الزام په توګه نه، بلکې د سولې او هوساینې لپاره د حیاتي امر په توګه په رسمیت وپېژني.

ټیګونه