Jan 25, 2024 06:08 Asia/Kabul
  • افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري

پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.

د یونیسف په راپور کې خوندي زېربناوې او ښوونځي د باکیفیته ښوونیز نظام له اساسي بنسټونو څخه بلل شوي او ویل شوي چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات ښوونځي د څښاک پاکې اوبه او له یو پر درېیمې څخه زیات یې روغتیايي خدمتونه نه لري.

نړۍ د پوهنې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو له تړل کېدو ۸۵۶ ورځې او د ښځینه زده کوونکو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو ۳۹۶ ورځې تېرې شوې دي.

د دې تر څنګ طالبانو له زده کړو څخه د دغو محرومو نجونو لپاره ښوونیز کورسونه هم بند کړي دي.

د طالبانو د دغو بندیزونو په اړه له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو او د هغوی د لیرې کولو له غوښتنو سره- سره، طالب چارواکو د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

ټیګونه