ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 05:49 Asia/Kabul
طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبير له خولې ويل شوي چې طالبان د امريکا او اروپايي هېوادونو په ګډون، له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس اړيکې غواړي.
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي زياته کړې چې په افغانستان کې بشپړ امنيت راغلی او هېڅوک اجازه نه لري چې له دې خاورې د بل چا پر خلاف استفاده وکړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «مولوي عبدالکبير ټينګار کړی چې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته او داعش د بشريت د دښمن په توګه ځپل شوی دی.»