Mar 08, 2024 12:48 Asia/Kabul
  • د ښځو او نجونو پر خلاف دې د طالبانو محدودیتونه ختم کړل شي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئيسې رزا اوتنبايوا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدوديتونه دې پایته ورسوي او که داسې ونه کړي لا زیات فقر او انزوا ته د افغانستان د تګ خطر زيات دی.

نن (جمعه، د کب ۱۸مه او د مارچ ۸مه) له ښځو سره د پيوستون يا هم د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

اوتنبايوا په هغې اعلاميې کې چې په دې مناسبت د يوناما له لوري خپره شوې، ويلي چې د وير ځای دی چې په افغانستان کې پر ښځو د پانګونې پر ځای «يوه وير زېږوونکې منفي پانګونه» ويني چې ښځو او نجونو ته شديده صدمه رسوي او د سولې او رفاه پر وړاندې خنډ ګرځي.

دې وويل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې څخه د ښځو او نجونو پر اکثريت ابتدايي حقونو او آزاديو يو لړ محدوديتونه لګولي دي.

اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له منځنيو او د پوهنتون له زده کړو، په دولتي او غير دولتي ادارو کې له کار کولو او همدا راز، له آزاد تګ-راتګ څخه محرومې دي.

ټیګونه