ايران د پېښور د جامع جومات د جُمعې د نمانځه پېښه سخته وغندله
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د پاکستان د خېبرپښتونخوا د پېښور د اماميه جامع جومات د جُمعې په نمانځه کښې چاودنه او د بې ګناه نمونځګزارو په شهيدولو او زخمي کولو خپل سخت غبرګون ښودلے دے.
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا دپيښور د دغې غمیزې په کلکو ټکو محکومولو سره ووئیل وحشي ډوله جنایتکار د مسلمانانو ترمینخ د درز او نفرت د زیاتولو لپاره دغه شان اقدامات کوي، خو اوس مسلمانان ویښ شوي دي او ددغه ډول جنایتکارو په دوکو نه غولیږي ، دپاکستان سني او شيعه مسلمانان باید ددغه ډول جنایتکارو په خلاف په اتحاد او یوووالي سره مقابله وکړي .هغه د ایران د ملت او حکومت له خوا د پاکستان دملت او حکومت او په تیره بیا د قربانیانو کورنیو سره د ايران د حکومت او ملت لخوا خواخوږي ښودلې او د زخميانو د زرترزره شفاء او د قربانيانو کورنيو ته د صبر عطاء کولو لپاره ئې له خدايه دعا کړې ده .
پرون د جمعې په مبارکه ورځ د پېښور د قيصه خوانۍ بازار په رسالدار نومې سيمه کښې په اماميه جامع جومات کښې د جُمعې په نمانځه په ترهه ګريزه حمله کښې د ځينو رپوټونو له مخې له سلو نه زيات کسان شهيدان ا تر دوو سوو پورې ژوبل شوي دي.
د يادونې ده چې داعش ترهه ګرې ډلې د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغې دردؤنکې پېښې ذمه واري په غاړه واخېسته.