Mar 12, 2022 10:58 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکے: د ايران غني کلتور او تمدن د اسلامي نړۍ لپاره وياړ دے

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې ستر ثقافتي او کلتوري چارواکي له ايران سره تاريخي، ثقافتي او ولسي اشتراکاتو ته په اشارې سره د ايران د اسلامي جمهوريت غني کلتور، ثقافت او تمدن د اسلامي نړۍ لپاره د وياړ ذريعه وبلله.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې د ثقافت او سياحت د ادارې مشر عابد خان په پېښور کښې د ايران د کلتوري او ثقافتي مرکز مشر مهران اسکندريان په کتنه کښې وويل: په مختلفو برخو کښې د ايران مخ په زياتېدو پرمختګونو او د دواړو ګاونډيانو زياتو تاريخي، کلتوري او ثقافتي اشتراکاتو شتون د دغه دوست او ګاونډي هېواد له تجربو څخه د استفادې او ورسره د تعلقاتو د پراختيا لپاره يو مناسب فرصت رامنځته کوي.

عابد خان د ثقافتي او سياحتي تعلقاتو د پراختيا په اړه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د تاکيداتو په بيانولوسره وويل: پاکستان او ايران د دوو دوستو، مسلمانو او ګاونډي هېوادونو په توګه په ثقافتي او سياحتي کلتور کښې زيات ظرفيتونه لري چې پکار دے دغه تعلقات له مخکې زياته پراختيا پېدا کړي.

په پېښور کښې د ايران د کلتوري مرکز يا خانه فرهنګ مشر مهران اسکندريان هم په دغه کتنه کښې له ايران سره د دوستانه تعلقات د مضبوطيه لپاره د پاکستان د حکومت په پالېسۍ د خوښۍ په څرګندلو سره وويل: د دواړو هېوادونو د هنرمندانو او چارواکو د تعلقاتو او تګ راتګ پراختيا د دواړو هېوادونو په ثقافتي برخه او همدارنګ د فعالانو او ځوانانو له يوبل سره د آشنائي په برخه کښې پکار دےد خپل ارزښتناک تاريخ او مخينې په اړه زيات کردار ادا کړي.

 

ټیګونه