Nov 08, 2023 05:26 Asia/Kabul
  • د ایران ډرونز  په مصنوعي هوش سنبال کړئ شوي دي

د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان  ټينګار وکړ، توانیدلي یوو ،خپل بې پیلوټه الوتکې  په مصنوعي هوش سنبال کړو او دغه ټيکنالوجي د ډرونز په دقیق ټارګټ د لګیدو ،او له راډاره دتښتې او فاصلې په کچ کولو کې ډيرې اغیزې شیندي.

 د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان سردار علی رضا تنګسیري  چې  سمندري فرصتونو او پنځیدونکو ګواښونو د ملی سمینار  منشي هم دی ، د ماډرنو ټيکنالوجیو  دتشریح کولو په باب  په کنفرانس  کې  دسمندري ځواک  په اهتمام سره ترسره او مخ کتنه ئې وشوه ،  ووئيل، په څلورو اصلي حوزو کې یعني ، د ماکوګانو ،ډرونز ،توغندوي او اوبتلو په څلورو حوزو کې  له مو پنځیدلو علومو او ټيکنالوجیو مو استفاده کړې ده،د ماکوګانو په برخې کې توانیدلي یوو ، ماکوګان هم د  ډرونز په څير سمارټ کړو ،داسې  ماکوګان او کشتۍ چې  انسان پکې نه وي او  په ډير زیات سپيډ او واټن  سره خپل عملیات ترسره کولی او بیرته راګرځيدلی شي.

زمونږخبریال راپور راکړ، سردار تنګسیري  ووئیل،  دتوغندیو دقت او واټن مو نور هم زیات کړی دی ،  او دغه راز مو توغندي په مصنوعي هوش  هم سنبال کړي دي. هغه د سپاه په سمندری ځواک  کې په ترټولو ماډرنو ټيکنالوجیو سره  دتجهیزاتو او مخه نیونکو سسټمونو په ځاي کولو باندې په ټينګار سره  روښانه کړې ده ،اوس مونږ ویاړو  چې درست ایراني توغندي  له  سرګلولې رانیولې تر وروستی برخې پورې ټول  په داخل کې جوړ دي.  د سمندری ګواښونو او  فرصتونو د ملی  سمینار  منشي ټينګار وکړ،ډرونز مو په ډير لنډ وخت کې  دګواښونو په فرصتونو بدلولو سره  او  له ماډرنو ټيکنالوجیو څخه  په استفادې او   په ځاي پوهې سره تولید کړي دي ، ددغو ډرونز ټوله برخې  او سسټمونه په داخل کې دځاي متخصصانو په لاس پلان  او جوړ شوي دي.

 

ټیګونه