مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، دا ليدنې جلا – جلا ترسره شوې دي.
دې رسنۍ زياته کړې چې طالبانو او د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند دا ليدنې نه دې تائيد کړې.
د پاکستان دولت د تحریک طالبان پاکستان په نوم ډله يوه «تروریستي» ډله بولي او تر اوسه يې له طالبانو په ځلونو غوښتي چې په افغانستان کې د دې ډلې د رهبرانو پر ضد دې اقدام وکړي.
همدا راز دې هېواد له طالبانو د حافظ ګل بهادر د نيولو او پاکستان ته يې د سپارلو غوښتنه کړې.
طالبانو تر اوسه په افغانستان کې دننه د دې کسانو حضور نه دی منلی او د ټي ټي پي د غړو شتون يې د «وزيرستاني کډوالو» په نوم تاييد کړی دی.
مولانا فضل الرحمان د تېرې اونۍ د يکشنبې په ورځ د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د سفر موخه يې د طالبانو او پاکستان تر منځ د ناسم پوهاوي ختمول وو.