امریکا او انګلستان د یمن پرضد اقتصادي جنګ هدایتوي
زمونږ خبریال وایي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت مالیې وزیر رشید ابولحوم وویل چې د دغه هیواد د ملت پرضد اقتصادي جنګ د امریکا او د بریتانیا لخوا هدایتیږي او سعودي عربستان او متحده عربي امارات د دوې لاسپوڅي دي.
هغه وویل تیریګرو هیوادونو هڅه کوله چې پیټرول او ډیزل د دوې تر نیواک لاندې د بندرونو له لارې وارد کړي خو زمونږ مشرانو د یمن د الحدیده بندر له لارې د پیټرولو او د تیلو په واردولو ټينګار وکړ.
رشید ابو لحوم وویل هغه شیان چې تر نیواک لاندې د بندرونو له لارې یمن ته ورځي د دې لپاره چې ځینو سیمو ته ورسیږي باید څه د پاسه دولس سوه کلومیټره لاره کچ کړي دا په داسې حال کښې دي که چیرې دغه شیان د الحدیده بندر له لارې یمن ته وارد شي نو کابو دوه سوه کلومیټره واټن وهي.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مالي وزیر ابو لحوم وویل هغه سرچینې او پیسې به چې د تیریګرو هیوادونو لخوا د پیسو له نړیوال صندوق څخه واخیستل شوې د دوې جیبونو ته لاړې شي او د یمن په شمال او جنوب کښې به خلک له دغو پیسو هیڅ استفاده ونکړي.
هغه وویل په یمن باندې تیریګر هیوادونه او د دوې ګوډاګیان باید پوه شي چې د مرکزي بانک د انتقالولو او د خارجي او د داخلي پورونو د سود د ورکولو په شمول پایلې د دوې پرغاړه دي.