د حسیني اربعین لاریون ټولې دنیا ته د انسانیت پیغام دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د ملي حکمت ګوند مشر سید عمار حکیم وویل کربلا په یوه نړیوال ښار بدل شوی دی او د حسیني اربعین لاریون ټولې دنیا ته د انسانیت پیغام دی.
هغه د خارجي او د لویدیځو هیوادونو له یوشمیر خبریالانو سره په کتنه کښې چې د حسیني اربعین د مراسمو د خبري پوښښ او کوریج لپاره عراق ته ورغلي دي وویل د حسیني اربعین دستورې ټولې نړۍ ته انسان دوستانه پیغام دی او په دغه پیغام کښې د عدالت ، برابرۍ ، د ظلم نه کولو او ظلم ته د نه تسلیمیدا ، له ظلم سره د مبارزې کولو او دغه راز د سخاوت، د سرشیندنې ، اخلاص او د بخشش چې انسان لا ګرانوي معناګانې شته.
د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم په دې خبرې سره چې هر زیارتوال باید د حسیني اربعین په مراسمو کښې د خپل د سترګو لیدلي حال د انتقال لپاره په یوه رسندوي ټریبیون بدل شي وویل د حسیني اربعین د دغه ډیرې سترې پیښې د منعکسولو لپاره یوه قصدي رسندوي چپتیا شته که څه هم په دغو مراسمو کښې د عراق او د نورو عربو او د اسلامي هیوادونو په میلیونونو خلک ګډون کوي او حتی کربلا په یوه نړیوال ښار بدل شوی دی او د نړۍ د څه د پاسه اتیا هیوادونو او ملیتونو خلک د اربعین په لاریون او مراسمو کښې ګډون کوي.
هغه وویل هغه هیوادونه چې د عراق په نسبت زیات ثبات پکښې دی په دومره زیاتې اندازې سره د دا ډول مراسمو د مدیریت کولو توان نلري.
نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر د میاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري چې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت څلویښتمه ورځ ده او په همدې خاطر د شیعه ، د سني د عیسايي کلدانیانو، عاشورایانو په شمول د بیلابیلو مذهبونو پیروان له عراق او د نړۍ له ډیرو هیوادونو څخه کربلا ته ورغلي دي.