Dec 02, 2022 12:24 Asia/Kabul
  • داعش ډلې په عراق کښې زیات جنایتونه کړي دي

ایرنا خبري اژانس وايي ملګرو ملتونو د داعش ترهګرې ډلې لخوا په عراق کښې د جنګي جنایتونو او د بشریت پرضد د جنایت د ترسره کولو په هکله په دغه هیواد کښې د نویو سندونو د راټولولو خبر ورکړ.

ملګروملتونو وویل په عراق کښې نوي راغونډ شوي مدرکونه، سندونه او نښې نښانې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په دوه زره څوارلسم میلادي کال کښې د عراق د کابو دریمه برخې خاوره له نیولو وروسته د عراق د عیسایانو د ټولنې پرضد د جنګي جنایت او د بشریت پرضد د جنایتونو د ترسره کولو په هکله لومړني معلومات پیاوړي کوي.

دغه راپور د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په خاطر د داعش ترهګرې ډلې د تعقیبولو غوښتنه وکړه.

داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګره ډله امریکا ، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن ، اسرائیلو او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده او اوس هم له دغه ډلې سره زیاتې مالي ، پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې کوي.

 

ټیګونه