Dec 11, 2023 04:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید د بشري حقوقو ژمنو ته پاې بند وي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر په یوې بیانیې کښې طالبان د بشري حقوقو ژمنو پاې بندۍ ته وروبلل.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر پرون د بشري حقوقو له نړیوالې ورځې سره په یووخت د طالبانو په چارواکو غږ وکړ چې خپلې د بشري حقوقو ژمنې د افغانستان لپاره د یوه باثباته ، سوله ئیز او د خوشحال راتلونکي د بنسټ په توګه ومني او د هغو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو  ځانګړي استازي میرمن« رزا اوتونبایوا» د طالبانو د حکومت چارواکو ته په وینا کښې وویل د بشري حقوقو د نړیوالو تړونونو د یوه غړي هیواد په توګه د هغو ټولو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کښې ژوند کوي مسوولیت لرئ او د بشري حقوقو د ملاتړ او ترویجولو لپاره باید هڅه وکړئ.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر ډاګینه کړه واک ته د طالبانو د حکومت له رسیدا وروسته په افغانستان کښې د وسله والو تاوتریخوالو له کمیدا سره سره په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو حالت هماغه راز خراب دی او ښځې او انجلۍ د زده کړې او د کار کسب په زمینه کښې له پراخ تبعیض او توپیر سره مخامخ دي.

 

ټیګونه