Sep 30, 2021 15:38 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو اوس هم راګرځو د قرآن کریم د غافر سورې له اوم تر نهم پورې د ایتونو تلاؤت او ژباړې ته ستاسو پام راغواړو

په سر کې د غافر سورې د اوم ایت تلاوت ته ستاسو پام غواړو:

«اَلَّذِینَ یَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَ مَنْ حَوْلَهُ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یُؤْمِنُونَ بِهِ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا رَبَّنا وَسِعْتَ کُلَّ شَیْءٍ رَحْمَةً وَ عِلْماً فَاغْفِرْ لِلَّذِینَ تابُوا وَ اتَّبَعُوا سَبِیلَکَ وَ قِهِمْ عَذابَ الْجَحِیمِ»

  (له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته.

 

د قران د ایتونو له مخې، پرښتې د هستۍ د نظام چاروالې دي او په ډېرو چارو کې د خدای او انسان تر مینځ واسطه دي. دا ایت  له انسان سره د پرښتو د اړیکو یوه بل اړخ ته اشاره کوي او فرمایي: مقربې الهي پرښتې چې  د هستۍ د نظم د تدبیر په مرکز کې دي  یعنې په الهي عرش کې شتون لري، پر دې سربېره چې په خپله د الهی حمد او تسبیح په حال کې دي، د ایمان د خاوندانو لپاره هم دعا کوي او  ورته استغفار کوی.

 د دوي خبره داسې ده چې ای خدایه، ته له یوې خوا د هغوي له خطاګانو خبر یې او له بلې خوا ستا رحمت پراخ او په هر ځای خپور دی  نو د توبه کار له خطا تېر شه او اجازه مه ورکوه چې هغوي د دوزخ په عذاب اخته شي.

  په حقیقت کې  دا ایت مومنانو ته زیری ورکوي چې د الهي عرض وړونکي  د عالم یو ډېر  پیاوړی قدرت ګڼل کیږي،  ستاسو ملاتړي او ساتونکي دي. هغوي همیشه ستاسو لپاره دعا کوي او له خدایه غواړي چې تاسو هم په خپل پریمانه رحمت او عفوې کې راولي او له خطاګانو مو تېر شي او د دوزخ له عذابه مو وژغوري. هغوي په دې نړۍ او آخرت کې له خدایه ستاسو کامیابي غواړي او دا د مومنانو له پاره د هېلې او امید ډېره لویه وسیله ده.

 دا چې انسان احساس وکړي چې  دنیا یوازې په محسوساتو او مادي نړۍ پورې محدوده نه ده  بلکې په نړۍ کې یو غیبي طاقت هم شته چې د ایمان د خاوندانو ملاتړ او ملګرتیا کوي، په دې  له خطرونو او سختیو ډکه دنیا کې د هغه لپاره لوی ملاتړ او هیله ورکوونکی دی.دا احساس انسان ته هیله، او د خدای په لاره کې د ودرېدو طاقت ورکوی.

درسونه :

  ۱: دا چې د خدای د در مقربې پرښتې د مومنانو لپاره د بخښنې دعا او ترې ملاتړ کوي،  زیری ورکوونکی او هیله منوونکې خبره ده.  او دا په خپله د الهي دین د پېروانو د هیلې او حوصلې سبب کیږي.

۲: نورو ته دعا کول یوه خوښه او ښه خبره ده، مونږ هم باید له پرښتو زده کړو او د  هغوی په شان د نورو لپاره دعا وکړو او د ټولو خلکو لپاره له خدایه خیر او ښه وغواړو.

 ۳: له خداي او پرښتو سره د انسان د اړیکو رسۍ ایمان او نیک عمل دی. که دغه رسۍ پیاوړې وي انسان په دنیا اواخرت کې له هلاکت او غورځېدلو ژغورل کیږي.

 

  تلاوت آیات 8  و 9 از سوره غافر  

 

«رَبَّنا وَ أَدْخِلْهُمْ جَنّاتِ عَدْنٍ الَّتِی وَعَدتَّهُمْ وَ مَنْ صَلَحَ مِنْ آبائِهِمْ وَ أَزْواجِهِمْ وَ ذُرِّیّاتِهِمْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»، «وَ قِهِمُ السَّیِّئاتِ وَ مَنْ تَقِ السَّیِّئاتِ یَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَ ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ»

 

اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې ورسره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې.

او ته دوى له سختیو نه بچ وساته او هغه څوك چې ته يې په دغې ورځ كې له سختیو نه بچ وساتې، نو یقینًا تا په هغه رحم وكړ او هم دغه ډېره لویه كامیابي ده.

 د تېر ایت په دوام کې چې د ایمان د خاوندانو لپاره د پرښتو د استغفار خبره کوله، دا ایتونه فرمایی:

پرښتې نه یوازې  د مومنانو لپاره د ګناهانو د پاکۍ او له عذابه د بچ کېدو دعا کوي بلکې دهغوي لپاره په همیشني جنت  کې د کورنۍ له غړیو سره پاتې کېدل هم له خدایه غواړي.

  البته مطلب د کورنۍ هغه غړي دي چې جنت ته د تللو وړتیا لري. ځکه چې په قیامت کې د خپلوۍ نسبی او سببي اړیکې شلیږي او زوی لور او پلار او یا سړی او ښځه د یو بل په څنګ کې نه شي راوستلی او جنت ته د ورتګ شرط، ایمان اونیک عمل دی.

خو دا هیله شته چې که جنتیان له خدایه وغواړي چې موراو پلار او  ښځه مېړه  او بچیان یې تر څنګ وي، خدای  په هغوي کې هر یو چې جنت ته د تللو وړتیا ولري،  په خپل کرم او مهربانۍ بخښي او هغوی د یو بل په څنګ کې راولي. دا چاره د خدای له حکمت او عزت سره هم سمون لري.

نو ځکه خدای تعالی  د قران په نورو ایتونو کې وعده وکړې چې: مونږ د مومنو انسانانو نسل او بچیان یې په جنت کې له خپلو پلرونو نیکونو سره یو ځای کوو. دا وعده د خدای په نزد د کورنۍ  د اړیکو د پیاوړتیا او  په خپله د کورنۍ ارښت هم بیانوي.

ایتونه بیا  د مومنانو په حق کې  د  پرښتو د دوام خبره کوي  چې د هغوي لپاره  له بدیو او غلطو کارونو د لرې والي او په اخرت کې د ښه والي او له دوزخه د بچ کېدو دعا هم کوي او دا په مومنانو د خدای د رحمت یوه نښه ده. په حقیقت کې هدف دا دی چې رښتیني مومنان په ډېر عزت او احترام او په  قرار زړه  جنت ته داخل کړی شي.

طبیعي ده چې که د پرښتو په دغه دعا کې څوک شامل او له دوزخه وژغورل شي او الهي رحمت او جنت ته داخلي شي د کامیابۍ او نیکمرغۍ ډېرو لوړو درجو ته رسېدلی دی، هغه څه چې  تر هغې لوړ یې انسان تصور هم نه شي کولی.

 درسونه:

۱: د نورو لپاره دعا د الهي پرښتو او ولیانو یوه طریقه ده. د هغوی کسانو لپاره چې تېروتي او یا بې لارې شوې د ښېرو او پرې د لعن طعن په ځای هغوي له خدایه د رحمت او مغفرت دعا کوي.

 ۲: تر څو چې انسان له ککړتیاوو پاک نه شي الهي جنت ته د ورتګ صلاحیت لاسته نه راوړي.

۳: لویه نیکمرغي او سعادت له مادي او معنوي افاتو د انسان په سلامتیا او بچ کېدو کې دی.

  

 

 

ټیګونه