Oct 18, 2021 14:01 Asia/Kabul
  •  ترجمه او تفسیر  ساده او روان آیاتونه  43 تا 47 سوره غافر  

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، ستاسو د ملګرتیا په هیله په دغه برخه کې درته د غافر د مبارکې سورې له درې څلوېښتم تر اوه څلوېښتمو ایتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې کیږي.

نو په سر کې پام وکړئ د غافر د مبارکې سورې د درې څلوېښتم او څلور څلوېښتم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِی إِلَیْهِ لَیْسَ لَهُ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَلَا فِی الْآخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَا إِلَى اللَّـهِ وَأَنَّ الْمُسْرِفِینَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ»، « فَسَتَذْکُرُونَ مَا أَقُولُ لَکُمْ  وَأُفَوِّضُ أَمْرِی إِلَى اللَّـهِ  إِنَّ اللَّـهَ بَصِیرٌ بِالْعِبَادِ»

حقه خبره دا ده چې یقینًا هغه (معبود) چې تاسو ما(د) هغه (عبادت) ته بلئ، د هغه لپاره خو نه په دنیا كې څه بلل شته او نه په اخرت كې او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي او دا چې يقينًا له حده تېرېدونكي، همدغه د اور ملګري دي

پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى

 په تېره برخه کې مو وویل چې د آل فرعون مومن کله چې خلکو ته مخامخ شو، تقیه یې پرېښوده او په ډاګه یې د توید، شرک او د هغو د پایلو په هکله خبرې وکړې. دا ایتونه د هغه د  خبرو دوام بیانوي چې خلکو ته وایي:

تاسو له ما غواړئ چې له یوازیني خدای لاس  واخلم او ستاسو د بوتانو عبادت وکړم، په داسې حال کې چې دا بې حسه او بې ځانه بوتان خو نه په دنیا کې په کار راځي او نه په اخرت کې، نه خبرې کوي او نه کومې لارې ته څوک بلي، نه ستاسو له کاره کومه غوټه پرانستی شي او نه کومه ستونزه هوارولی شي.

په داسې حال کې چې زمونږ د ټولو جاروت او انجام د خدای لور ته دی او باید د هغه په وړاندې ځوابګویه ووسو. څرګنده ده چې څوک په هغه د ایمان په ځای  په بوتانو ایمان راوړي، په قیامت کې به یې ځای دوزخ وي، ځکه چې له سمې لارې غړېدلی او له خپل حده تېر شوی دی.

 ای خلکو! په ډاګه تاسو ته وایم چې: ما په خدای ایمان راوړی او خپل کار مې هغه ته سپارلی دی؛ نه ستاسو له ګواښونو وېره لرم او نه ترې ترهه او نه ستاسو د طاقت او شمېر له ډېر والي وېرېږم. ځکه چې ځان مې  هغه  ذات ته سپارلی چې قدرت یې بې پایانه دی او د خپلو بندګانو له حال زړونو او عملونو ښه خبر دی.

خو افسوس چې تاسو به هغه وخت زما د خبرې په رښتیا والي پوه شئ چې د خدای په عدالت کې به حاضر شوې یئ او د خدای د غصې او غضب اور به مو لمنه رانېولې وي. البته هغه وخت به بیا ناوخته وي او دنیا ته د ستنېدو لاره به نه لرئ.

 په دې توګه د آل فرعون مومن په خپل ګویا بیان سره  په یوازې سر د هغه قام په وړاندې ودرېده او خپل ایمان یې څرګند کړ او خپله توحیدي لیکه یې د شرک له لیکې جدا کړه.

درسونه :

۱: په خدای د ایمان او له هغه پرته د هغه څه د نفي کولو لپاره باید د منطق او دلیل په اساس پر مخ لاړ شو او نور هم د خدای لارې ته وبلو.

۲: اسراف یوازې په مال کې نه دی، بلکې په باطلو او غلطو لارو کې د خپل عمر او استعداد ضایع کول هم د اسراف یو لوی مصداق دی چې البته سخته سزا هم له ځان سره لري نو باید د ژوند د لارې په  انتخاب کې په ډېرې ځیرتیا او سوچ سره عمل وکړو. 

۳: د دندې له ترسره کولو وروسته باید د دښمنانو د ګواښونو او سازشونو په وړاندې خدای ته پناه یوسو ځکه چې د هغه طاقت تر ټولو طاقتونو لوړ دی.

 

 ۴: انسان باید خپل کارونه خدای ته وسپاري ځکه چې هغه زمونږ له ټولو حالاتو خبر دی.

   اوس د غافر سورې د پینځه څلوېښتم او شپږ څلوېښتم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي: 

«فَوَقَاهُ اللَّـهُ سَیِّئَاتِ مَا مَکَرُوا  وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ»، «النَّارُ یُعْرَضُونَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَعَشِیًّا  وَیَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ»

نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو   بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېركړل.

(د دوزخ) اور(چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كوی شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ.

 

 د آل فرعون مومن د فرعونیانو د سختو توطئو او ګواښونو په وړاندې خدای ته پناه یوړه. خدای هم د هغوی توطئې شنډې کړې،هغه یې د هغوي د سپېرو دسیسو په وړاندې وساته او د ایمان او توحید په لاره کې یې ګامونه پیاوړې کړل، خو د دې په مقابل کې یې فرعونیانو ته چې د حق بالو په وړاندې یې د دښمنۍ او مخالفت لاره نیولې وه سخته سزا ورکړه .

 د یادولو ده چې د قران ایتونو ته په پام سره، حضرت موسی او بني اسراییل په سلامتیا سره د نیل له سینده تېر شول  خو فرعون او بې لارې ملګري یې په نیل کې غرق شول. که څه هم هغوي په اوبو کې غرق شول خو په حقیقت کې  د عالم برزخ  اور ته داخل شول او تر قیامته به ورته هره ورځ  سهار او ماښام دغه عذاب وړاندې کیږي چې په حقیقت کې یو ډول برزخي عذاب دی.البته یو بل عذاب چې اشاره ورته شوې او تر دې سخت عذاب دی هغه د قیامت د ورځې سزا ده.

د قران د ایتونو په اساس له دې دنیا وروسته او له مرګه تر قیامته پورې فاصلې کې انسان د برزخ په نامه یوه نړۍ کې ژوند کوي او په دې دروان کې د  خپلو ښو او بدو کارونو ثواب یا سزا څکي. عالم برزخ د نیکو کسانو لپاره د جنت یوه دروازه او د بدانو لپاره  د سوزنده جهنم یو اور دی.

 درسونه:

۱: که په خدای توکل وکړو، خدای هم مونږ د سختو او حیله ګرو دښمنانو په مینځ کې ساتي.

۲: که په خدای تکیه وکړو، نه یوازې مرسته مو کوي بلکې توطئه کوونکي دښمنان مو هم کمزورې او نابودوي.

۳: د ظالمانو سزا له هماغه د مرګ له شېبې پېلیږي، خو په قیامت کې یې سزا بشپړیږي او په ډېر سخت عذاب اخته کیږي

اوس د غافر د مبارکې سورې اوه څلوېښتم ایت ته غوږ شئ.

«وَإِذْ یَتَحَاجُّونَ فِی النَّارِ فَیَقُولُ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا إِنَّا کُنَّا لَکُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِیبًا مِّنَ النَّارِ»

او (یاد كړه) هغه وخت چې دوى به په خپل مینځ كې جګړې كوي، نو كمزوري به هغو كسانو ته وايي چې تكبر يې كاوه : بېشكه مونږ خو ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ نه د اور ځنې  برخه لرې كوونكي يئ؟

 په تېرو ایتونو کې په برزخ کې د فرعونیانو سختې سزا  او بیا دوزخ ته د هغوي ورننوتلو ته اشاره وشوه. دا ایت په دوام کې  په جهنم کې د دزوخیانو د خبرو ځینې صحنې انځوروي او فرمایي:

  کوم کسان چې د دوزخ په عذاب اخته شي له یو بل سره به بحث او لانجه کوي هر یو به بل ګرم ګڼي او هڅه به کوي چې په یو ډول ځان سپین کړي. په داسې حال کې چې  خدای تعالی د عدالت او د انصاف د اصولو په اساس هغوی ته سزا یا جزا ورکوي او هیڅوک بې دلیله جهنم ته نه ځي.

په طبیعي توګه،  د انحرافي ډلو او فرقو پلویان چې په دنیا کې په پټو سترګو د کفر په مشرانو پسې روان وو، هیله لري چې دغه مشران یې په دوزخ کې څه چاره وکړي او وې ژغوري  یا یې لږ ترلږه سزا کمه کړي. په داسې حال کې چې  دغه فاسد او ظالم مشران به په  خپله په سخت عذاب کې وي او د ځان لپاره به څه نه شي کولی نو نورو ته به یې څه وکړي.

 درسونه:

۱: دنیاوي دوستۍ او مینې که د حق په لاره کې نه وي، په قیامت کې په دښمنۍ بدلیږي.

۲: د دنیا ستونزې او نیمګړتیاوې د دې دلیل نه شي کیدی چې انسان ظالمو او سرکښو مشرانو ته سر ټیټ کړي.

۳: د باطل پیروي د انسان لپاره ستونزې پېدا کوي، باید وګورو چې په چا پسې روان یوو او آیا د دغه کسانو پیروي، په قیامت کې د نجات سبب کیږي او که نه ؟

۴: مجرمان به په دوزخ کې یو بل پېژني.  په دنیا کې به یې تېر ژوند یادیږي او له ډېرې عاجزۍ او بې کسۍ به نورو مجرمانو ته پناه وړي.  پای.

 

ټیګونه