Oct 27, 2021 15:28 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي په تېر پروګرام کې مو د غافر د مبارکي سوري له لومړي تر اوم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر واورېده په ننني پروګرام کې به د دي سوري له اتم تر دولسم ایتونو پورې درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې د اتم ایت تلاوت ته چې ورپسې به یې ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.

 ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تراوسه استفاده کړې وي په تېر پروګرام کې مو د  غافر د مبارکي سوري له لومړي تر اوم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر واورېده  په ننني پروګرام کې  به د دي سوري له اتم تر دولسم ایتونو پورې درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې د اتم ایت تلاوت ته  چې ورپسې به یې ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي.  

«إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُونٍ»

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه قطع كېدونكى اجر دى

 د تير پروګرام وروستی ایت د هغو مشرکانو په باره کې ؤ چې زکات نه ورکوي او نېک کارونه نه کوي او په اخرت عقیده نه لري. البته  هغه کسان هم چې ښه کارونه کوي  خو له دې امله چې په قیامت عقیده نه لري، اخروي بدله ورته نه ورکول کیږي.

دا ایت فرمایي:  خو کوم کسان چې په خدای او قیامت ایمان لري او همېشه له خپلو شخصي استعدادونو، ټولنیز موقعیت او له خپلې وړتیا سره سم نیک کارونه کوي ، په قیامت کې به هغوي ته نه غوڅېدونکې بدله ورکوي کیږي.

 درسونه:

1: ایمان او نيک عمل له یوه بله جدا نه دي او په  قیامت کې، هر یو بې له بله، په کار نه راځي.

۲: الهي اجر په اخرت کې بې پایانه دی، د دنيا د اجرونو  او مزو په اپوټه چې حتي ډېرې ارزښتناکې بدلې او مزې هم محدودې او ختمېدونکې دي.

  اوس د فصلت سورې د نهم او لسم ایتونو تلاوت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«قُلْ أَئِنَّکُمْ لَتَکْفُرُونَ بِالَّذِی خَلَقَ الْأَرْضَ فِی یَوْمَیْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِکَ رَبُّ الْعَالَمِینَ»،

«وَجَعَلَ فِیهَا رَوَاسِیَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَکَ فِیهَا وَقَدَّرَ فِیهَا أَقْوَاتَهَا فِی أَرْبَعَةِ أَیَّامٍ سَوَاءً لِّلسَّائِلِینَ»

 ته (دوى ته) ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى

او دغه (الله) په دغې (ځمكه) كې د دې له پاسه غرونه كېښودل او په هغې كې يې بركت واچوه او په هغې كې يې د دې (د اوسېدونكو) روزي مقدره (په اندازه) كړه په څلورو ورځو كې، په داسې حال كې چې د تپوس كوونكو لپاره برابر ( د اړتیاوو په اندازه یې) دي.

 دا ایتونه کافرانو او مشرکانو ته خطاب کوي او فرمایي:  آیا تاسو دهغه ذات چې ځمکه یې په دوو ورځو کې پېدا کړه انکار کوئ او د هغه لپاره د شریکانو او سارو قایل یئ؟ څومره لویه غلطي کوئ او څومره بې بنسټه خبره کوئ؟!

 په حقیقت کې  په کومه ځمکه چې تاسو اوسیږئ د یوازیني خدای له خوا پېدا شوې ده او هیڅوک  او هیڅ څیز په دغه کار کې له خدای سره شریک نه ؤ. هغه نه یوازې د ځمکې پېدا کوونکی دی بلکې، د ټولې نړۍ پالونکی هم دی. یعنې هماغه ذات چې د دې پراخې نړۍ پنځوونکی دی، د نړۍ د چارو تدبیر یې هم په لاس کې دی. نو په حقیقت کې یوازې هغه ذات د پرستش او عبادت لایق دی چې د نړۍ خلقت، تدبیر او حکومت یې په لاس کې دی.

د ځمکې له پېدا کولو وروسته یې، هغه څه چې  بوټي، حیوانان او انسانان ورته اړتیا لري پېدا کړل او هغوی ته یې په اختیار کې ورکړل.  لوړ او پیاوړې غرونه، پراخ دریابونه، ګڼ ګڼ ځنګلونه او تر ځمکې لاندې ډول ډول معدنونه، ټول په ځمکه د استوګنو خلکو ضرورتونه پوره کوي. ځمکه ډېر برکتونه او ګټې لري اوترې مختلف خواړه او غذایي مواد لاسته راځي. بې له شکه دغه برکتونه او نعمتونه د اړمنو د ضرورت په اندازه دي او هیڅ کمی پکې نیشته او د  خدای په تعبیر هغه څه چې د مخلوقاتو د ژوند د  دوام لپاره ضروري وو، پېدا کړې یې دي. آیا دغه ګټې او برکتونه  خپل په خپله په ځمکه کې پېدا شوې او یا د هغو په پېدا کولو کې  یو چا د خدای مرسته کړې ده؟! ایت وایي چې نه هیڅکله داسې نه ده.

 البته د خلقت چاره هم په مختلفو پړاوونو او تدریجا ترسره شوې ده.  دوه پړاوونه وهل شوې چې ځمکه د ګټه اخستنې لپاره تیاره شي او نور مرحلې هم تېرې شوې  چې ډول ډول نعمتونه په ځمکه کې پېدا شي. د دغه پړاوونو ټولګه،  څلور پړاوه وه چې ځمکه  د خپل استوګنو د منلو او مېلمستیا لپاره تیاره شي او د هغوي اړتیاوې په بشپړه توګه  تامین او پوره کړي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱: د نړۍ پېدا کوونکی او پالونکی یو دی، د مشرکانو د نظر په اپوټه چې  خدای یې پېدا کوونکی ګاڼه خو  د نړۍ د چارو په چلولو کې یې نور څیزونه  یا کسان له خدای سره شریک ګڼل.

۲: د خلقت نظام تدریجي او پړاویز ؤ ، او په یو ځل نه دی پېدا شوی،  د ځمکه کره هم تدریجا او په دوو پړاوونو کې پېدا شوې ده.

۳: د الهي ربوبیت یوه نښه،  په ځمکه کې د ډول ډول برکتونو او روزیو کېښودل دي چې د ټولو انسانانو اړتیاوې پوره شي. البته  ناعادلانه وېش ، اسراف او ظالمانه سلوک سبب شوی چې نن سبا په نړۍ کې ډېر کسان فقیره او بېوزله پاتې شي.

  اوس د فصلت سورې د یوولسم او دولسم ایتونو تلاوت ته غوږ شئ:

«ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِیَا طَوْعًا أَوْ کَرْهًا قَالَتَا أَتَیْنَا طَائِعِینَ»،

«فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِی یَوْمَیْنِ وَأَوْحَى فِی کُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَیَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیحَ وَحِفْظًا  ذَلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»

بیا يې د اسمان په طرف اراده وكړه، په داسې حال كې چې هغه یو لوګى و، نو هغه (الله) ده ته او ځمكې ته وویل: تاسو دواړه راشئ، په خپلې خوښې سره، يا په زور سره، دواړو وویل: مونږ په خوښې سره (فرمان منونكي) راځو

نو دغه يې په دوه ورځو كې د اوو اسمانونو ( په شکل کې) جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي.

د ځمکې په پېدا یښت  او پکې د استوګنو لپاره د ډول ډول نعمتونو د ټاکلو له بیانه وروسته، دا ایتونه د اسمانونو پېدایښت ته اشاره کوي او فرمایي: کله چې خدای اراده وکړه چې اسمانونه وپنځوي نو په پېل کې  دا اسمانونه  د پراخو او لویو ګازونو په شکل کې وو چې خدای ورته شکل او نظام ورکړ او هغه یې په یو بنیاد وګرځول.

د اسمان او ځمکې په خلقت کې  د خدای  تکویني اراده، له یو خاص شکل او صورت سره ځانګړې شوې وه او ځمکې او اسمان د نړۍ د پالونکي له فرمانبردارۍ پرته بله چاره نه لرله. که خوښه یې وی او که نه وی باید د خدای د ارادې مطابق یې شکل غوره کړی او جوړ شوې وی.

د ځمکه په شان چې په دوو پړاوونو کې  د خپل استوګنو د کوربه توب لپاره تیاره شوه، اسمان په خپل ټول عظمت سره په دوو پړاوونو کې هغه شان چې خدای غوښتل جوړ شو.

 البته خدای اوه اسمانونه پنځولې دي او هغه څه چې د خپل سر لپاسه یې وینو،  د لومړي اسمان برخه ده. په بله ژبه، د خلقت نظام له  اوو لویو ټولګو جوړ شوی چې یوازې یوه ټولګه یې زمونږ انسانانو د سترګو په وړاندې ده. او تر اوسه په ډېرو پرمختللو ټیلسکوپونو او  دوربینونو سره هم  انسان نه دی توانیدلی  له دغه سیمې یعنې له لومړي اسمانه ورهاخوا اسمانونو ته نفوذ وکړي.

یو بل ټکی دا چې د شپې په وخت ستوري اسمان ته ښکلا  ورکوي او د ځلانده څراغونو په شان ځلیږي. هغه  هر یو   د خلقت یو راز په خپله سینه کې لري او انسان په هستۍ او د هغې د لوی پالونکي په وجود کې فکر او غور کولو ته بلي.  خدای تعالی اسمان د هر خطر له نفوذه خوندي ساتلی دی.

 درسونه:

۱: اسمان په اوله کې د لوګي او ګازونو په شکل کې ؤ.

۲:  ټوله هستي د خدای د امر منونکې ده.  مونږ هم باید هڅه وکړو د خدای امر ومنو او له هستۍ سره ځان غږمله کړو.

۳: د هستۍ او کایناتو نظام ډېر پراخ او زمونږ تر پوهې ډېر لرې دی.  دا ستوري او کهکشانونه چې مونږ یې وینو، یا به یې به راتلونکي کې کشفوو، یوازې د لومړي اسمان دي. انسان  له نورو اسمانونونو  او په کایناتو کې یې له نورو مخلوقاتو نه دی خبر.

 ۴: هستي د خدای د علم او قدرت یوه بېلګه او مثال دی چې خدای نړۍ  د مشخصو او ټاکلو اصولو په بنیاد پېدا کړې او چلوي یې.

پای.

 

 

ټیګونه