Apr 10, 2023 14:03 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو نیکې پېروزینې ومنئ ، د قران  د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې برخه کې به د احقاف سورې له څلورویشتم تر اته وېشتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د احقاف سورې د څلرویشتم او پنځه ویشتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِیَتِهِمْ قَالُوا هَـذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا  بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ رِیحٌ فِیهَا عَذَابٌ أَلِیمٌ»، «تُدَمِّرُ کُلَّ شَیْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا یُرَى إِلَّا مَسَاکِنُهُمْ  کَذَلِکَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِینَ»

نو كله چې دوى هغه (عذاب) ولیده، چې د پلنې ورېځې په شكل كې د دوى میدانونو ته مخ كوونكى و، دوى وویل: دا پلنه ورېځ ده، پر مونږ باران وروونكې ده، (نو هود وویل) بلكې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو د ده تلوار كاوه، باد دى چې په ده كې دردوونكى عذاب دى

چې د خپل رب په حكم سره هر شى هلاكوي، نو دوى سبا ته داسې شول چې يواځې د دوى (خالي) كورونه لیدل كېدل، مونږ همداسې مجرم قوم ته  سزا وركوو

  په تېره برخه کې مو وویل چې د عاد قام د حضرت هود علیه السلام د بلنې پر وړاندې د ضد او دښمنۍ له مخې وویل: مونږ  له خپلې لارې لاس نه اخلو. ته هم که رښتیا وایې، نو د کوم عذاب وعده چې راکوې راناړل کړه. نو وروسته له دې چې په خلکو غاړې خلاصې شوې او هغوي په خپله   د عذاب غوښتونکې شول، خدای تعالی پرې  تېزه سیلۍ ورولیږله چې له ځان سره یې وریځې راوړې. کله چې عاد قام دغه ډوبې او تیاره وریځې ولیدلې خوشاله شول او ګمان یې وکړ چې ډېر زر به برکتناکه باران نازل شي. خو نه یوازې باران ونه ورېد بلکې  یوه سړه ، سوزوونکې او مونډ اېستونکې سیلۍ والوته چې د هغه ګناهکار قام د تباهۍ سبب شوه او له کورونو پرته یې بل څه پاتې نه شول.

د حاقه سورې د اوم ایت له مخې ، دغه تېزه سیلې اوه ورځې او اته شپې پرله پسې روانه وه  تر دې چې د هغوي د ژوند ټغر یې ټول کړ او هیڅوک ژوندي پاتې نه شول.

 دا په حقیقت کې هغه ټولو مجرمانو، ګناهکارانو او ضدي کافرانو  ته یو خبرداری و چې که دغه شان لاره ووهي نو تر هغوي ښه برخلیک به ونه لري.

له دغو ایتونو زده کوو چې :

۱: له حق سره ضد او دښمني  د سختې سزا سبب کیږي ، د تېرو قامونو برخلیک د راتلونکو لپاره دغه شان یو عبرت پرېښی دی.

۲:  طبیعي ښکارندې د خدای تر قدرت لاندې دي. وریځې او باد او نورې طبیعي ښکارندې، هم د خدای د رحمت او مهربانۍ نښه کېدلی شي او هم د قهر او غضب.  همدغه باد کله د رحمت باران راوړي او کله هم د تباهۍ او نابودۍ سبب کیږي.

۳: په دنیا کې د مجرمانو هلاکت  یو الهي دود دی او له تېرو قامونو او واکمنانو پاتې نښې د عبرت اخستلو لپاره  یو لوی نندارتون دی.

 اوس د احقاف سورې شپږ ویشتم ایت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَلَقَدْ مَکَّنَّاهُمْ فِیمَا إِن مَّکَّنَّاکُمْ فِیهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُم مِّن شَیْءٍ إِذْ کَانُوا یَجْحَدُونَ بِآیَاتِ اللَّـهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا کَانُوا بِهِ یَسْتَهْزِئُونَ»

 او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې خنداګانې كولې.

 عاد قام په جزیرة العرب کې مکې ته نزدې اوسیده او د هغوي  د کورونو کنډوالې په لاره پرتې وې. نو ځکه قران د مکې مشرکانو ته چې د اسلام د پېغمبر د بلنې په وړاندې یې ضد کاوه فرمایي:  د عاد قام له جسمي او مالي نظره تر تاسو پیاوړې وو، خو دغه طاقت او شتمني د خدای د عذاب د نازلېدلو په وخت د هغوي هیڅ پکار رانه غله او هغوي یې ونه ژغورل.

هغه څه چې د هغوي د ژغورنې سبب کېدی شول د حق پېژندل او منل وو. هغوي د نورو انسانانو په شان سترګې، غوږونه او عقل درلود  خو تر حقیقت د پېژندلو لپاره یې ترې استفاده نه کوله. هغوي  د حق او حقیقت په وړاندې سترګې او غوږونه بند  کړل او ګمان یې کاوه چې د هغوي مال او طاقت هغوي د خدای په وړادې بچ کولی شي نو د عذاب د نازلېدلو په هکله یې د حضرت هود په خبرداري پورې ټوکې او خنداګانې کولې  او ورته یې پام نه کاوه.

درسونه:

۱: د مال او طاقت لرل  حتما د انسان د بچ کېدو لامل نه دی، بلکې  د حقیقت د پېژندلو لپاره له سترګو غوږونو او عقله سم کار اخستل او ترې پېروي د انسان د ژغورنۍ او نېکمرغۍ سبب کیږي

۲: د حق او حقیقت انکار د انسان د تباهۍ سبب کیږي او د هغه مادي امکانات او پانګې هغه د تباهۍ په لور بیایي.

۳:په الهي ایتونو او د پېغمبرانو په خبرداریو پورې ټوکې او خندا په دنیا کې د الهي قهر سبب کیږي.  

اوس د احقاف سورې د اوه ویشتم او اته ویشتم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ:

«وَلَقَدْ أَهْلَکْنَا مَا حَوْلَکُم مِّنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآیَاتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»، «فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِینَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّـهِ قُرْبَانًا آلِهَةً  بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ  وَذَلِکَ إِفْکُهُمْ وَمَا کَانُوا یَفْتَرُونَ»

 او یقینًا یقینًا مونږ هغه كلي چې ستاسو چاپېره دي، هلاك كړل او مونږه ایتونه مكرر بیان كړي دي، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه) راوګرځي

نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول.

د تېر ایت نه وروسته چې د عاد قام هلاکت یې بیانوه، دا ایت فرمایي: نه یوازې عاد قام بلکې نور قامونه هم چې د مکې په خوا وشا کې یې ژوند کاوه کله چې د حق په وړاندې ودرېدل هلاک مو کړل، لکه د ثمود قام  چې د جزیرة العرب په شمال کې او سیده او په جنوب کې یې د سبا قام.

په دوي کې د هر قام لپاره مو  د دوي له پوهې سره سم  خپل ایتونه او نښې ولېږلې چې غاړې پرې خلاصې شي او  له شرک او کفره د پېروۍ لپاره کومه پلمه او عذر ونه لري، خو دوي د حقیقي خدای په ځای د جعلي او لاس جوړو خدایانو عبادت پېل کړ او داسې یې وانګېرله چې دوي یې د ژغورنې سبب ګرځي په داسې حال کې چې د عذاب  په وخت په دوي کې هیڅ معبود د دوي د مرستې توان نه درلود بلکې حتی د خدای د عذاب په وړاندې یې د ځان د  بچ کولو وس هم نه درلود نو له مینځه لاړل او هیڅ علامه یې پاتې نه شوه.

 له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱:  د قران یوه تربیتي روده، د تېرو خلکو د تاریخ مطالعې ته د خلکو بلل او دهغوي له برخلیکه د عبرت اخستل دي.

۲: خدای تعالی د انسان د هدایت او خپل الهي فطرت ته دهغه د ستنېدو  اسباب برابر کړې دي.  مهمه له غلطې لارې څخه د انسان د ستنېدو غوښتنه ده.

۳: بدعتي، خرافي او چټي فکرونه سبب کیږي چې  خلک له داسې څیزونه مرسته وغواړي او خدای ته یې د تقرب سبب وګڼي چې هیڅ خاصیت او اثر نه لري.

 

ټیګونه