Apr 10, 2023 15:36 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو نېکې پېرزوینې، د خدای په فضل د قران د پلوشو یوه بله برخه مو درته راوړې ده. په تېره برخه کې د محمد سورې شپږم ایت ته رسېدلې وو په ننني پروګرام کې به درته د دغه سورې له اوم  تر څوارلسم  ایتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر وړاندې شي، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې له اوم تر نهم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمايي:

ابتدا به تلاوت آیات 7 تا 9 از سوره محمد گوش فرا می‌دهیم:

«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّـهَ یَنصُرْکُمْ وَیُثَبِّتْ أَقْدَامَکُمْ»، «وَالَّذِینَ کَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ»، «ذَلِکَ بِأَنَّهُمْ کَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّـهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ»

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړئ او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي

او هغه كسان چې كافران شوي دي، نو د دوى لپاره هلاكوالى دى او هغه (الله) د دوى عملونه ضايع كړي دي

دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل

په تېره برخه کې  د  جنګ په مېدان کې د اسلام  له دښمنانو سره د مقابلې خبره وه. دا ایتونه په دوام کې مومنانو ته په خطاب کې فرمایي: د جنګ مېدان د مبارزې او نښتې  ډګر دی او خپلې خاصې ستونزې او سختۍ لري. نو باید د خپل دین او وطن د دفاع په لاره کې صبر او استقامت خپل کړئ او له مېدانه تېښته مه کوئ.

 که تاسو د خدای د دین د دښمنانو په وړاندې ټینګ پاتې شئ ډاډه اوسئ چې خدای تعالی هم ستاسو مرسته کوي او پر دښمن مو بریالی کوی. ځکه چې خدای تعالی ستاسو د دښمن د تباهۍ او نسکورولو اراده کړې او د هغوي نقشې او پلانونه له مینځه وړي.

 خو هغوی د خدای او دهغه د رسول د ژوند بخښونکو تعلیماتو په وړاندې د تسلیمیدو په ځای،  له  هغه سره جنګ ته پاڅېدلې دي. نو  له تباهۍ او هلاکته پرته به بل انجام ونه لري او کارونه به یې هغه نتیجې ته ونه سیږي چې دوي یې غواړي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱: یوازې د ایمان لرل کافي نه دي، بلکې د خدای د دین د تبلیغ او پراختیا لپاره هم باید هڅه وکړو او له هغو کسانو او عواملو سره چې د دین له لارې د ټولنې د بې لارې کېدو سبب کیږي مبارزه وکاندو.

۲: په هره زمانه او هرو حالاتو کې د خدای د دین مرسته فرق کوي، کله د دین د حقایقو د خپراوي او د ژبني تبلیغ له لارې او کله د مالي مرستو او کله هم  له ځانه د تېرېدو  له لارې د دین مرسته کیږي.

۳:  له الهي تعلیماتو د زړه بدوالی،  د انسان په وجود کې د یو ډول کفر نښه او  د انسان د تباهۍ او د هغه د ښو کارونو د ابته کېدو سبب کیږي.

۴:  له حق سره مقابله، له تباهۍ پرته انجام نه لري او په خطرناکو ځایونو او ګړنګونو کې د انسان د ځوړتیا او غورځېدا سبب کیږي.

 اوس د محمد سورې د لسم او یوولسم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«أَفَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنظُرُوا کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّـهُ عَلَیْهِمْ  وَلِلْکَافِرِینَ أَمْثَالُهَا»، «ذَلِکَ بِأَنَّ اللَّـهَ مَوْلَى الَّذِینَ آمَنُوا وَأَنَّ الْکَافِرِینَ لَا مَوْلَى لَهُمْ»

 ایا نو دوى په ځمكه كې نه ګرځې،  چې ووینې چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، الله په دوى تباهي راوسته، او د كافرانو لپاره د دغه (انجام) په مثل مثالونه شته.

دا ځكه چې یقینًا الله د هغو كسانو دوست (او مددګار) دى چې ایمان يې راوړى دى او دا چې یقینًا كافران (چې دي) د دوى لپاره مددګار (او دوست) نشته

 د تيرو ایتونو په دوام کې، خدای تعالی په دغو ایتونو کې کافرانو او هغو مشرکانو ته چې له مسلمانانو سره یې دښمنې کړې خبرداری ورکړي چې که سفر وکړئ او که  خواوشا سیمو ته مو وګورئ نو له تېرو قامونو پاتې ډېرې کنډوالې او علامې به ووینئ چې څنګه تباه شوې او نور یې هیڅ نوم او یاد نه دی پاتې.

ګمان مه کوئ چې دغه انجام یوازې په هغوي پورې مخصوص و او تاسو ترې خلاص یئ: تاسو هم که د هغوي په لاره لاړ شئ،  په هماغه برخلیک به اخته او تباه شئ، په حقیقت کې هیڅوک نیشته چې ستاسو مرسته وکړي او نجات درکړي، ځکه چې خدای د خپلو دښمنانو مرسته او ملاتړ نه کوي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱: د تېرو د تاریخ مطالعه او له نزدې د هغوي د ځمکو او اثارو لیدنه،  په اسلام کې د سېل او سیاحت او ټورزم هدف او  د تېرو قامونو له برخلیکه د عبرت اخستلو لپاره دي.

۲: د کافرانو نننۍ جلوې او  هوساینې دې مونږ ونه غولوي ځکه چې د هغوی انجام ښه نه دی.

۳: په خدای ایمان  په دنیا او  اخرت کې د خدای د رحمت او مدد سبب کیږي او کفر د دې سبب دی چې انسان دغه څیزونه د خدای رحمت او مرسته

 اوس د محمد سورې د دولسم ایت تلاوت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ اللَّـهَ یُدْخِلُ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِی مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِینَ کَفَرُوا یَتَمَتَّعُونَ وَیَأْکُلُونَ کَمَا تَأْکُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ»

 بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، داسې جنتونه ته داخلوي چې  (له ونو) لاندې یي ویالې بهېږي او هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى فايده اخلي او خوراك كوي لكه څنګه چې څاروي خوراك كوي او اور د دوى استوګنه ده

 په دنیا کې د کافرانو او ایماندارو  له پرتله کولو ورووسته، دا ایته  په قیامت کې هغوي پرتله کوي او فرمایي: مومان چې په رښتیا یې په خپلو دندو عمل کړی او د نېکو او ښو کارونو په تل کې وو، په قیامت کې به  له نعمتونو، خوشالیو او هوساینو په ډکو ځایونو کې وي. خو د حق د دښمنانو ځای سوزنده اور او دوزخ دی. ځکه چې هغوي په زر تېرېدونکو دنیاوي خوندونو پسې وو او د چارپایانو په شان د خېټې او شهوت په فکر کې وو او د خپل قیامت لپاره یې هیڅ توښه نه ده برابر کړې.

له دغه ایته زده کوو چې:

د دې دنیا خوندونه  او کامیابۍ که کمې وي او که زیات، تېرېدونکي دي. باید د اخرت لپاره توښه جمع کړو چې باقي او تل پاتې دی.

۲: قران  له دنیا او نعمتونو یې د انسان خوند اخستل جایزه ګڼي، خو له دې سره مخالف دی چې انسان د حېوان غوندې ژوند وکړي.

 د ژوند د لارې د انتخاب لپاره باید آخري منزل ته وګورو نه د سړک  او لارې غاړې ته ښکلو جلوو ته چې ډېر زر تېرېدونکې دي.

اوس د محمد سورې د دیارلسم او څوارلسم  ایتونو تلاوت ته ستاسو پام غواړو:

«وَکَأَیِّن مِّن قَرْیَةٍ هِیَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْیَتِکَ الَّتِی أَخْرَجَتْکَ أَهْلَکْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ»، «أَفَمَن کَانَ عَلَى بَیِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ کَمَن زُیِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُم»

او ډېر داسې كلي چې هغه ستا له هغه كلي نه چې ته يې اېستلى يې ؛ په قوت كې زیات سخت وو؛ مونږ هغوى هلاك كړل، نو د هغوى هیڅوك مددګار نه و.

  ایا نو هغه كس چې د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل (روان) وي د هغه كس په شان دى چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى وي او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې وي

دا ایتونه د دښمنو کافرانو سپکو خصلتونو ته اشاره کوي او فرمایي: هغوي په  خپل طاقت او مال نازیږي او ګمان کوي چې  څوک  ورسره مقابله نه شي کولی. په داسې حال کې چې د تېرو قامونو برخلیک د دې ښودونکی دی چې هغوي د خدای په ارادې سره تباه شول او هیچا ورته نجات ورنه کړی شو.

د کافرانو یو بل بد صفت دا دی چې  هوا اوهوس او خوندونو او ګټه پورته کولو داسې پر هغوي غلبه کړې چې  بد ورته  ښه او ښه ورته بدرنګ بریښي. هغوي هغه څه چې حق دي او دخدای له لورې راغلې دي سپېره او بد ګڼي  او منلو ته یې تیار نه دي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱:  مومنان باید د خدای د دښمنانو له ظاهري طاقت او دبدبې ونه وېریږي، ځکه چې د خدای طاقت د انسان تر طاقته ډېر لوړ دی.

۲: دښمنان په مختلفو طریقو سره د مومنانو د ځورولو په لټه کې دي، خو د ایمان خاوندان هیڅکله  له ایمانه لاس نه اخلي او خپلو هلو ځلو او مبارزې ته دوام ورکوي.

۳: د ایمان بنیاد او اساس، دلیل او برهان دی. خو د کفر تکیه ګاه، باطل خیالات او نفساني خواهشات او هوسونه دي.

۴: انسان په خپل الهي فطرت سره د کارونو په بدوالي پوهیږي، خو خپلو نفساني خواهشاتو ته د رسېدلو لپاره په بد کار سرپوښ ږدي او په مختلفو طریقو سره یې ښه او ښایسته برېښوي.

ټیګونه