Apr 10, 2023 17:05 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو نېکې پېرزوینې، د خدای په فضل د قران د پلوشو یوه بله برخه مو درته راوړې ده. په تېره برخه کې د محمد سورې شپږم ایت ته رسېدلې وو په ننني پروګرام کې به درته د دغه سورې له پنځلسم تر اولسم ایتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر وړاندې شي، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې د پنځلسم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمايي:

«مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِی وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِیهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاءٍ غَیْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِّن لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِینَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى  وَلَهُمْ فِیهَا مِن کُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ  کَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِیمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ»

 د هغه جنت حال (او صفت) چې پرهېزګارانو ته يې وعده وركړى شوې ده، په هغو كې د داسې اوبو ولې دي چې خرابېدونكې نه دي او د داسې شيدو (پيو) ولې دي چې خوند (او مزه) به يې تغیر نه مومي (نه خرابېږي) او د داسې شرابو ویالې دي چې څښونكو ته مزه وركوونكي وي او د صفا كړى شویو شاتو ویالې دي او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هر قسمه مېوې دي او د خپل رب له جانبه مغفرت دى (ایا دغه كس) د هغه چا په شان دى چې هغه په اور كې تل ترتله وي او په دوى ډېري ګرمې اوبه ورڅښولى شي، نو د دوى كولمې به ټوټې ټوټې كړي.

  په تېرو ایتونو کې د کافرانو او مومنانو پرتله وشوه. دا ایت یې په دوام کې،  په جنت او دوزخ کې د هغوي غوره او ښه ځای ته اشاره کوي او د دغه دوو ځایونو ځینې ځانګړنې بیانوي.

 په دنیا کې د  انسان له جسماني ځانګړنو چې په اخرت کې هم شته دي، د هغه تږي کېدل دي چې د تندې د ختمولو لپاره روغو او صفا اوبو ته اړتیا لري. دا ایت فرمایي: خدای تعالی د دغه اړتیا د پوره کولو لپاره په جنت کې ډول ډول  خواږه او خوندور څښاکونه برابر کړې دي، له اوبو نېولې بیا  تر پیو شرابو او د شاتو تر شربتونو پورې. خو د دوزخیانو په قسمت کې به  له سوزنده اوبو پرته بل څه نه وي. سره له دې چې هغوي د اور په مینځ کې وي او سړو اوبو ته یې اړتیا زیاته  وي.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱: د دنیا خوندونه او زینتونه مو د ګناه لور ته بو نه ځي ځکه چې خدای تعالی په اخرت کې د خوندونو او کامیابیو لپاره ډېر لوړې درجې او کامیابۍ برابرې کړې دي.

۲: څوک چې تقوا خپله کړي او له نامشروعو او زر تېرېدونکو کامیابیو ډډه وکړي، دایمي کامیابۍ او خوند ته رسیږي.

۳: د خدای خاص رحمت او مغفرت به د مادي او جسماني نعمتونو په څنګ کې  د جنتیانو روح او زړه ته ارامښت ورکوي.

۴: له جنتیانو به  په ډول ډول  څښاکونو او مېوو سره هم مېلمستیا کیږي.

۵: جنتي نعمتونه افت، نیمګړتیا او زوال نه لري.

 اوس د محمد سورې شپاړسم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَمِنْهُم مَّن یَسْتَمِعُ إِلَیْکَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِندِکَ قَالُوا لِلَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا  أُولَئِکَ الَّذِینَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ»

او په دوى كې ځینې هغه دي چې تا ته غوږ ږدي تر دې چې كله ستا له خوا نه بهر ووځي، (نو) هغو كسانو ته ووايي چې علم ورته وركړى شوى دى: ده (محمد) اوس څه وویل؟ دا هغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې ده.

دا ایت د ځینو سست ایمانه او بیمار زړو کسانو ډلې ته اشاره کوي چې په اسلامي ټولنه کې یې ژوند کاوه، خو د پېغمبر په خبرو او الهي وحي یې باور نه درلود، هغوي د خدای کلام د پېغمبر له خلې اورېده خو ویل یې: مونږ پرې په هیڅ نه پوهیږو او سر مو پرې نه خلاصیږي. او کله به چې پوهو او بصیرو مومنانو ته رسېدل  په خندا سره به یې ویل: آیا تاسو د پېغمبر په خبرو پوهېږئ؟ مونږ خو په هیڅ نه پوهېږو!

دا ایت د دغه ډلې غلط کړچار ته په ځواب کې فرمایي: د پېغمبر خبرې څرګندې او ګویانه دي. خو له دې امله  چې تاسو په خپلو نفساني خواهشاتو پسې یئ او  له حقه پېروي نه غواړئ،  د حقیقت  له درک کولو او پېژندلو  عاجزه یئ. په بله ژبه، ستونزه د پېغمبر له لورې نه ده بلکې په خپله ستاسو له لورې ده چې حق نه منئ.

 له دغه ایته زده کوو چې:

۱: د هوا او هوس پېروي او د نامشروعو نفساني خواهشاتو پېروي،  له انسانه له حقه د باطل د پېژندلو طاقت اخستی  او هغه  په حقیقت په پوهېدو پاتې راولي.

۲: د ټولنې د بېمار زړو کسانو نه باید ډډه وکړو ځکه چې هغوي د وحي او پېغمبر د خبرو په حقانیت کې د شک د جوړولو او د خلکو د ایمان د کمزورې کولو په لټه کې دي.

۳: د خدای د کلام لوستل او اورېدل کافي نه دي؛ بلکې د هغه  په تعلیماتو او اوامرو پوهېدل او پرې عمل مهم دی. داسې ډېر کسان وو چې د پېغمبر خبره به یې اورېدله، خو  له دې امله چې په خپلو نفساني خواهشاتو پسې وو د حق منلو ته تیار نه شول.

 اوس د محمد سورې اولسم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَالَّذِینَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ»

 او هغه كسان چې هدایت يې موندلى دى، هغه (الله) دوى ته هدایت ورزیات كړى دى او دوى ته يې د دوى پرهېزګاري وركړې ده

د هغو بیمار زړو کسانو په وړاندې چې د پېغمبر هدایت نه مني او په حقانیت کې یې شک کوي، قران په دغه  ایت کې وعده ورکړې چې  هر څوک چې د پېغمبرانو لومړی هدایت ومني، خدای تعالی هغه ته دوه قیمتي نعمتونه ورکوي: یو د ژوند په کږلېچونو کې هدایت او بل د روح پاکي او سلامتیا.

 طبیعي ده چې انسان همېشه  له خطر او لغزش سره مخامخ وي او  په مختلفو چارو لکه اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي، کورنیزو او داسې نورو چارو کې  د سمې لارې پېژندل اسان کار نه دی. انسان د ژوند په ټول دوران کې د خدای هدایت ته اړتیا لري، نو ځکه خدای تعالی وعده ورکړې چې که انسان لومړی الهي هدایت ومني،  له هغه سره د ژوند د سمې لارې په پېژندلو کې مرسته کوي.

 البته د دغه هدایت په څنګ کې، باطني طهارت او پاکي هم ضروري ده چې انسان د کینې، حسد، بخل او یا نورو سپکو اخلاقي صفتونو په وجه  د غلطو احساساتو تر تاثیر لاندې رانه شي او د حق له لارې ونه غړیږي.

 له دغه ایته زده کوو چې:

۱: د لومړي هدایت منل، د خدای له لورې د هدایت د زیاتېدو زمینه برابروي.

۲:  د هدایت منل، د انسان وجودي ظرفیت ته وده ورکوي.

۳:  د زړه پاکۍ او واقعي عرفان ته رسېدل، یوازې د الهي هدایت له لارې حاصلیږي، نه د بودیزم او هندویزم په شان بشري مکتبونو له لارې.

 

ټیګونه