Apr 10, 2023 17:20 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو ستاسو د ملګرتیا په هیله دا برخه د  محمد سورې له اتلسم تر شلم ایتونو پورې تلاوت ژباړې او تفسیر سره پر مخ بیایو.

په سر کې مو پام غواړو د محمد سورې د اتلسم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَهَلْ یَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِیَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا  فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِکْرَاهُمْ‏»

 نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي، نو د دوى لپاره به د دوى پند اخيستل څنګه (مفید) وي چې كله په دوى (قیامت) راشي

په تېره برخه کې هغو کسانو ته اشاره وشوه چې د ضد، سپکاوي او مسخرو په روحیې سره یې له الهي پېغمبرانو سره چلند کاوه. دا  ایت د قیامت د ځینو منکرانو په هکله چې وایي: تر څو چې په خپلو سترګو قیامت ونه وینو ایمان پرې نه راوړو، په داسې حال کې چې د قیامت د واقع کېدو په امکان روښانه دلیلونه موجود دي.

 که هغوي د حق د منلو په هڅه کې وي، مخکې له دې چې قیامت وویني، په عقلي دلایلو سره  په هغه ایمان راوړي او که اوس ایمان رانه وړي، هغه وخت چې قیامت وویني، نور نو د هغوي ایمان راوړل ورته هیڅ ګټه نه لري. د هغه ناروغ  انسان په شان چې ډاکټر یې د ناروغۍ په نښو پوه شي او ورته نسخه ولیکي خو ناروغ ووایي چې: تر څو چې مرګ ونه وینم، نه یې  منم چې ناروغ یم او درملنې ته اړتیا لرم. څرګنده ده چې دغه وخت نور نو دارو او درمل ګټه بې فایدې ده او پښېماني ګټه نه لري.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱: کافران او د قیامت منکران د ضد او دښمنۍ له مخې د توبې او د ستنېدو له فرصته استفاده نه کوي  او په حقیقت کې الهي مهلت ضایع کوي.

۲: د قیامت د راتللو دلیلونه او نښې ډېرې زیاتې دي خو د هغه چا لپاره چې اورېدونکې غوږونه او لیدونکې ستګرې ولري.

اوس د محمد سورې د نولسم ایت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِکَ وَلِلْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ  وَاللَّهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَکُمْ وَمَثْوَاکُمْ‏»

 نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى  خبر دى

 د کافرانو د ضد او زېل په وړاندې ، دغه ایت  پېغمبر اکرم (ص) ته په خطاب کې فرمایي: تاسو هم  په خپله لاره کې ټينګ او پایداره ودرېږئ او پوه شئ چې  بې د واحد خدای له ارادې بل هیڅ طاقت په دې نړۍ کې کارسازی نه دی او هیڅوک نه شي کولی خدای عاجزه کړي. نو په هر حال کې هغه ته پناه یوسئ او پرې توکل وکړئ او د دښمنانو له ډېر شمېره مه وېرېږئ.

 ایت په دوام کې په دې ټکي ټینګار کوي چې د ایمان خاوندان باید د الهي تقوا خیال وساتي او که چرته ترې کوم غفلت نیمګړتیا او لغزش وشي نو له خدایه مرسته وغواړي.

 رسول الله مبارک هم، هم د ځان لپاره او هم د مومنانو لپاره د بخښنې دعا کوي. څرګنده ده چې پېغمبران له ګناه پاک دي او د پېغمبر له استغفاره  مطلب، له ګناه بخښل نه دي، بلکې د پالونکي په وړاندې د خضوع او خشوع د روحیې  بیانوونکې دي چې انسان همېشه ځان د خدای په در کې ګرم وګڼي. ځکه چې د رسالت او پېغمبرۍ دنده یو درون مسوولیت دی چې د خدای له لورې د پېغمبرانو په غاړه اچول شوی دی هغوي باید همېشه احساس وکړي چې خپل مسوولیت هغه شان چې بایده او غوره ده ترسره کړي چې  له هڅو او هانده لاس وانه خلي او په خپلو کارونو راضي او قانع پاتې نه شي.

پر دې اساس، په قران کې نه یوازې د اسلام د پېغمبر په اړه، بلکې د تېرو پېغمبرانو په باره کې هم  له خدایه د بخښنې غوښتلو خبره راغلې ده.

له  دغه ایته زده کوو چې:

۱: زمونږ ټولې کړنې او  ویناوې باید د توحید او یو خدای منلو په اساس وي، چې په ډډو انساني طاقتونو تکیه ونه کړو  یا ترې ونه وېرېږو.

۲:  د خدای د رسول په استغفار کې ایمانداره سړي او ښځې شاملې دي او هغه حضرت د خلکو پر هدایت سربېره، د هغوی د روح د پاکۍ او سلامتیا لپاره هم  له خدای مرسته غواړي.

۳: پېغمبران هم د نورو انسانانو په شان، انسانان دي او انساني شرایط او حالات لري. نو هغوی هم د خپلو محدودیتونو د جبران لپاره د خدای مهربانۍ ته اړتیا لري. 

اوس د محمد سورې د شلم ایت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي: 

«وَیَقُولُ الَّذِینَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ  فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْکَمَةٌ وَذُکِرَ فِیهَا الْقِتَالُ رَأَیْتَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِم مَّرَضٌ یَنظُرُونَ إِلَیْکَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ  فَأَوْلَى لَهُمْ‏»

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي.

دا ایت د اسلام په لومړیو کې د مسلمانانو سختو حالاتو ته اشاره لري او فرمایي: د دښمنانو فشار په دې ډول و چې مومنانو له پېغمبره د جنګ او مقابلې اجازت غوښته او ویل به یې: ولې داسې ایتونه نه نازلیږي چې هغوي ته د جنګ اجازه ورکړي؟ خو کله چې ځینې سورې نازلې شوې او د ورته مقابلې امر وکړی شو، ځینو کسانو چې تش په ژبه یې د جهاد او مبارزې  ادعا کوله، شاتګ وکړ او سترګې یې له وېرې بټې راووتلې.

 د واقعي مومنانو په اپوټه تر اخري سلګۍ د جهاد په لاره کې ودریږي او د خدای په لاره کې شهادت او سرښندنې ته تیار دي، د مومنانو په ناروغه زړونو داسې وېره خپریږي چې لا جنګ نه وي جوړ چې نزدې وي له وېرې د دوي روحونه ووځي.

درسونه :

۱: کېدی شي ډېر کسان ادعا ولري،  خو د عمل په وخت او د مبارزې په میدان کې، مومنان  له منافقانو جدا او پېژندل کیږي.

۲: که څه هم اسلام د رحمت دین دی،سره  له دې د ظالمانو او زورورو په وړاندې جهاد  او مبارزه مطرحوي او د ورته مقابلې امر کوي.

۳: له جهاده وېره او د جنګ له مېدانه تېښته، د ایمان د سستۍ او د باطني نفاق نښه ده.

 

ټیګونه