Apr 13, 2023 11:20 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو ستاسو د ملګرتیا په هیله دا برخه د  محمد سورې له پنځه ویشتم تر اته ویشتمو ایتونو پورې تلاوت ژباړې او تفسیر سره پر مخ بیایو.

په سر کې مو پام غواړو د محمد سورې د پنځه ویشتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ الَّذِینَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّیْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ»

بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى

 په تېره برخه کې د هغو سست ایمانه منافقانو خبره وشوه چې ځانونه یې د قران په ایتونو کې له تدبره محرومه کړي او د قران په تعبیر ته وا په زړونو یې قفلونه لګېدلې دي. دا ایت فرمایي: څوک چې د قران او پېغمبر هدایت پرېږدي، د شیطان په لاره روانیږي، طبیعي ده چې شېطان  په اوله کې سپک او بد کار هغه ته ښکلی برېښوي او بیا یې هغه کولو ته وربلي. همدا سبب کیږي چې انسان  په خپلو بدو کارونو مئین شي.

 دغه شان کس خپل راتلونکی هم د داسې ارمانونو په اساس برابروي چې هغه هره ورځ د حق له لارې لرې کوي او د حق لارې ته د ستنېدو امکان ورته سختوي.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱:  د منافقانو د خیال په اپوټه چې ځانونه روڼ اندي او پرمختلونکي ګڼي، د قران له نظره هغوي شاته تلونکي او مرتجع انسانان دي چې د هدایت له روښانه لارې د ګمراهۍ تیارو ته ستانه شوې دي.

۲: د شېطان د وسوسو پېروي، د انسان ایمان ته له تاوان رسوونکو عواملو څخه ده او انجام یې د حق له لارې د انسان لرې کېدل او په بد انجام اخته کېدل دي.

 ۳: یوازې په حقیقت پوهه او علم کافي نه دی، بلکې باید د شېطان له وسوسو سره هم مبارزه وکړی شي.

۴: د بدیو او د اوږدو ارمانونو ښکلې برېښول، د شیطان وسایل او ذریعې دي.

اوس د محمد سورې د شپږ ویشتم ایت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«ذَلِکَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِینَ کَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِیعُکُمْ فِی بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ یَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ‏‏»

دا په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي

 دا ایت له کافرانو سره د منافقانو اړیکو ته اشاره کوي او فرمايي:  د مدینې منافقان د مدینې یهودیانو ته ورتلل او له هغوي سره یې د ملګرتیا تړون وکړ او په ځینو مواردو کې به یې چې ګټې یې شریکې وې، د مسلمانانو په خلاف اقدام کاوه. البته هغوی هڅه کوله دغه اړیکي له پېغمبر او مسلمانانو پټې وساتي. خو قران فرمایي: خدای تعالی دغه خیانت افشا کوي چې د هغوي سازشونه ښکاره شي او خلک یې وپېژني.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱: مسلمانان باید خیال وساتي او پوه شي چې  له دښمنانو او کافرانو سره د اسلامي ټولنې ځینې کسان اړیکي لري او له هغوي سره یې لاس یو کړی دی. دغه ډله دې ته تیاره ده چې  د اسلامي ټولنې ګټې په خپلو او د دښمنانو په ګټو قربان کړي.

۲:  له دښمنانو سره د منافقانو اړیکي ښکاره نه دي، بلکې پټې او نامحسوسې دي. نو د ټولنې مشران باید هوښیار او خبردار ووسي او د دغو پټو اړیکو د ښکاره کولو لپاره له مناسبو رودو او طریقو استفاده وکړي.

۳: انسان باید پام ولري چې خدای تعالی د هغه له ټولو پټو کارونو او رازونو خبر دی او که په دغه خبره باور ولري  د نورو په خلاف له توطئو لاس اخلي.

اوس د محمد سورې د اوه ویشتم اواته ویشتم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَکَیْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِکَةُ یَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ»، «ذَلِکَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَکَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ»

 نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او  شاګانې وهي

دا په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل

 د تېرو ایتونو په دوام کې دا ایت  په دنیا کې د منافقانو انجام ته اشاره کوي او فرمايي: هغوي ډېر سخت زنکدن لري. ځکه کومې پرښتې چې په روح اخستلو مامورې دي، اول به هغوي ځوروري او بیا به ترې روح اخلي. دغه شان ځنکدن، د هغوي د خپل کردار نتیجه ده. دا په دې سبب ده چې  هغوي هغه کارونه چې خدای پرې خوشاله کېده نه کول او د دې په اپوټه هغه کارونه یې کول چې د خدای د خپګان سبب کیږي.

طبعا موږ ټول انسانان د ژوند په مختلفو پړاوونو کې  په دوه لاري او تردد کې راځو چې باید یوه لاره ترې انتخاب کړو. خو اکثره خلک هغه لاره غوره کوي چې د هغوي له ګروهنو او طبعې سره برابره وي او د هغوي ګټې ډېرې تامینوي.

په داسې حال کې چې  د قراني فرهنګ په اساس د ژوند په دوه لاري کې د مومن د انتخاب معیار،  د هغه ذاتي ګټې او غوښتنې نه دي، بلکې د هغه لپاره ټاکونکي عامل، د پالونکي رضا یا نارضایتي ده. یعنې هغه څه چې خدای پرې راضي دی، کوي یې که څه هم د هغه په طبعه نه وي برابر او هر هغه څه چې خدای پرې خپه کیږي پرېږدي، که څه هم زړه یې غواړي او ورته ګروهنه لري.

 له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱: مرګ د انسان پای او ختمېدل نه دي بلکې د هغه د دنیاوي ژوند پای ده او پرښتې هغه روح چې د انسان د خلقت په وخت یې هغه ته ورکړی و، ورځنې په پوره توګه بېرته اخلي.

۲: د منافقو او دوه مخې انسانانو مرګ، سخت او له عذاب او ذلت سره یو ځای دی.

۳: که څه هم انسان د خپلې لارې په انتخاب کې ازاد دی، خو باید د خپل انتخاب پایلې ومني، بې له شکه، د خدای د رضا پېروي، د انسان لپاره ښې او رغنده پایلې لري او د خدای له رضا سره مخالفت، لا ډېرې سختې او دردناکې پایلې لري.

۴: د انسان کارونه که څه هم په ظاهر کې ښه ښکلې او د خلکو خوښ وي، خو که د خدای د رضا مطابق نه وي، تباه کیږي.

 

ټیګونه