Apr 13, 2023 11:29 Asia/Kabul

د تهران ریډیو ډېرو قدرمنو اورېدونکو زمونږ نېکې پېروزینې ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر دې دمه مو زمونږ خپرونې خوښې شوې وي. دا برخه د محمد سورې له نه ویشتم تر دوه دېرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړې او تفسیر سره پرمخ بیاوو،   ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې د نه ویشتم او دېرشم ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «أَمْ حَسِبَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن یُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ»، «وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَیْنَاکَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِیمَاهُمْ  وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِی لَحْنِ الْقَوْلِ  وَاللَّهُ یَعْلَمُ أَعْمَالَکُمْ‏»

 ایا هغه كسانو چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي

او كه موږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى ارو مرو په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې او الله ستاسو په عملونو عالِم دى

  په تېره برخه کې د منافقانو خبره وشوه چې د خدای د خوښې په ځای په خپلو خوښو او غوښتنو پسې روان وي که څه هم د خدای د خوښې په خلاف وي.  دا ایتونه د منافقانو یوې بلې نښې ته اشاره کوي او فرمایي:  هغوی له پېغمبر او د هغه له تعلیماتو خپه دي او حتی په زړه کې له پېغمبر او مومنانو سره کینه لري. په ظاهره ایمان راوړي او له مومنانو سره د ملګرتیا دعوا کوي خو زړه  یې غواړي چې له دښمنانو سره ملګرتیا ولري چې مادي او دنیوي ګټې یې پوره شي. هغوي د دښمنانو د توطئو په ځای په خپلې ژبې او عمل سره له هغوی سره ملګرتیا کوي او د مومنانو جبهه کمزورې کوي.

البته که خدای وغواړي داسې کار کولی شي چې د هغوي په مخ کې یوه نښه څرګنده شي چې ټول خلک یې د علامت له مخې وپېژني. خو د خدای پروګرام داسې نه دی چې د خلکو باطن په دې دنیا کې څرګند کړي  البته هوښیار مومنان د دغو کسانو له خبرو څخه د هغوي په باطن او زړه پوهېدلی او دهغوي له نفاقه پرده پورته کولی شي.

 مثلا د جهاد د حکم په وخت هغوي په خپلو نهیلوونکو خبرو سره مومنان له جهاده منعې کوي او یا د  دښمن د طاقت او وسایلو په لوی ښودلو سره خلک  د جنګ مېدان ته له ورتللو وېروي. هغوي دې ګمان نه کوي چې ګني چالاکان دي. ځکه چې خدای دهغوي له باطن او د مومنانو په خلاف یې له کارونو خبر دی او په مناسب وخت کې به هغوی ته سزا ورکړي.

له دغو ایتونو زده کوو چې:

 ۱: د خپل زړه او روح خیال ساتئ او ګمان مه کوئ چې  ککړې او ناپاکې ارادې همېشه پټې پاتې کیږي.

۲: کینه او رخه د نفاق او دوه مخې توب د پېدا کېدو لاملونه دي. له ایماندارو سره کینه نه ده پکار ځکه چې دا د منافقت نښه ده.

۳: د انسان باطني خوی او اخلاق د هغه په مخ کې اثر لري. په بله ژبه، د انسان څېره او وینا تر ډېره حده د هغه د باطن او ارادې ښودنه کوي، که څه هم هغه هڅه وکړي خپل باطن پټ او ناپېژاندی وساتي.

 اوس د محمد سورې د یو دېرشم ایت تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«وَلَنَبْلُوَنَّکُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِینَ مِنکُمْ وَالصَّابِرِینَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَکُمْ»

 او موږ به تاسو خامخا ضرور ازمایو تر دې چې مونږ په تاسو كې جهاد كوونكي وپېژنو (ظاهر كړو) او (همداراز) صبر كوونكي او ستاسو خبرونه وازمایو

دا ایت د انسان په تېره بیا د مومنانو په هکله د خدای یومهم سنت ته اشاره کوي او فرمایي: د ایمان دعوېداران ډېر دي خو خدای د دې لپاره چې په ګوته کړي چې کوم کسان رښتیني دعوېداران دي اوکوم دروغجن، د هغوي د  ازمویلو لپاره مختلف ډګرونه رامینځته کوي. دا له دې امله ده چې کوم کسان چې په سختیو او ستونزو کې له دین او ایمانه لاس واخلي، له هغو کسانو چې په سختو حالاتو کې خپل ایمان ساتي،جدا او  معلوم شي.

څرګنده ده چې په سختو او ستونزمنو حالاتو کې منافقان خپل باطن پټ نه شي ساتلی نو داسې کارونه کوي چې د هغوي دننیز اسرار څرګند او هغوي رسوا شي.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱:خدای تعالی د ایمان مدعیان ازمایي چې هم په خپله پوه شي چې د ایمان په ادعا کې څومر رښتیي  دي او صادق دي او هم خلک هغوي وپېژني چې څومره ایمان لري.

۲: د دین په لاره کې صبر  او استقامت او د دغه لارې د ستونزو زغمل، د ایمان د صداقت نښه ده.

۳: د ایمان معیار، په سختیو او ربړو کې پایداري ده، که نه وي اکثره خلک د هوساینې او ارام په حالت کې د ایمان ادعا کوي.

اوس د محمد سورې د دوه دېرشم ایت تلاوت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِیلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَى لَن یَضُرُّوا اللَّهَ شَیْئًا وَسَیُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ‏»

بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع شوي دي او د رسول مخالفت كوي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى به الله ته له سره هېڅ  ضرر ونه رسولى شي او هغه به ډېر زر د دوى عملونه برباد كړي.

 د تېرو ایتونو په دوام کې  چې د منافقانو په هکله وو، دا ایت یو کلي اصل ته اشاره کوي او فرمایي:  ټول کسان چې په کفر اخته شوې، هم هغه کافران چې په ژبه خپل کفر څرګندوي او هم منافق کسان چې کفر یې په زړه کې پټ ساتلی دی، دواړه له خدای او رسول سره یې مخالفت او دښمن کوي.

هغوي سره له دې چې حق ورته څرګند شوی او د پېغمبر د لارې له حقانیته خبره دي بیا هم د حق په وړاندې ودریږي. هغوي ګمان کوي چې  د خدای دین ته تاوان رسولی او د هغه د پرمختګ مخه نیولی شي. په داسې حال کې چې  د خدای اراده دا ده چې د اسلام نوراني دین خپور شي او کفر او نفاق تباه شي.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱:  له حق سره ضد او دښمني او د خدای په وړاندې نافرماني او سرکښي له هلاکت او تباهۍ پرته بل انجام نه لري.

۲: خدای تعالی د هدایت اسباب خلکو ته لېږلې  او په هغوي یې غاړې خلاصې کړې دي. نو خلک باید حق وپېژني او پېروي یې وکړي.

۳:  د کافرانو او منافقانو هڅې او توطئې هیڅ فایده نه کوي او د دې په اپوټه د خدای دین ورځ په ورځ خپریږي.

ټیګونه