Apr 13, 2023 11:43 Asia/Kabul

د تهران ریډیو ډېرو قدرمنو اورېدونکو زمونږ نېکې پېروزینې ومنئ، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په دې هیله چې تر دې دمه مو زموږ خپرونې خوښې شوې وي. دا برخه د محمد سورې له درې دېرشم تر پنځه دېرشم ایتونو پورې تلاوت، ژباړې او تفسیر سره پرمخ بیایو، ستاسو د ملګرتیا په هیله.

په سر کې مو پام غواړو د دغه سورې د درې دېرشم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللَّهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَکُمْ‏‏»

اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! تاسو د الله اطاعت كوئ او د رسول اطاعت كوئ او( د خدای او رسول په نافرمانۍ سره) خپل عملونه مه تباه كوئ

په تېره برخه کې د منافقانو او کافرانو خبره وشوه. دا ایته مومنانو ته په خطاب کې فرمایي: ای د ایمان خاوندانو!خیال کوئ چې د منافقانو په شان د خدای او پېغمبر د اوامرو نافرماني ونه کړئ. هغوي په ژبه ځانونه د خدای د اوامرو منونکي او ورته تسلیم ګڼي خو په عمل کې یا یې مخالفت کوي او یا خپله دنده نه ترسره کوي.

 تاسو چې ځانونه واقعي مومن او د خدای او رسول منونکي او ورته تسلیم ګڼئ، باید په عمل کې وښیئ چې د خپل رب د فرمان منونکي یئ، نه دا  چې په هغه څه عمل وکړئ چې د زړه خوښه مو وي او هغه څه چې نه مو وي خوښ پرېږدئ.

درسونه:

۱: د ایمان لپاره ضروري ده چې د خدای او رسول اومرو ته تسلیم ووسو، ځکه چې ایمان، بې د خدای او رسول د اوامرو له اجرا کولو، واقعي ایمان نه دی.

۲: د قران په څنګ کې د خدای د رسول سنت هم حجت دی. نو د دین د پېژندلو لپاره باید دواړو ته پام وشي.

۳: یوازې د نېکو کارونو کول کافي نه دی، بلکې د شرک ، ریا ، عجب او غرور په شان آفاتو د خپل عمل ساتل هم ضروري دي.

اوس د محمد سورې د څلور دېرشم ایتونو تلاوت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِیلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ کُفَّارٌ فَلَن یَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ»

بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او (خلک یې) د الله له لارې نه منع کړل، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي.

 د قران د ایتونو په اساس، خدای تعالی بخښونکی دی او ډېرې ګناهانې او ګناهکاران بخښي. په عین حال کې ځینې کسان په کفر او شرک ټینګار کوي او د نورو کسانو د بې لارې توب او ګناه زمینه هم برابروي او د عمر تر پایه پورې په دغه طریقه باقي پاتې کیږي. دغه شان کسان د خدای د رحمت د لاسته راوړلو لپاره هیڅ زمینه نه پرېږدي او د خدای په رحمت کې نه شاملیږي.

درسونه:

۱: خدای تعالی د ټولو بندګانو لپاره د توبې او ستنېدو لاره پرانستې پرېښې ده. خو کوم کسان چې په کفر او شرک او د خدای له لارې سره پر مخالفت ټینګار کوي او په دغه حال کې له دنیا لاړ شي ، د خدای په رحمت او بخښنه کې نه شاملیږي.

۲: د انسان د عاقبت په مساله کې ډېره مهمه مساله دا ده چې هغه د مرګ په وخت مومن له دنیا ځي که کافر.

۳: کوم کفر چې د ضد او له حق سره د دښمنۍ له مخې وي خطرناک دی او انسان د الهي رحمت له لاسته راوړلو محروموي.

اوس د محمد سورې د  پینځه دېرشم ایت تلاوت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَکُمْ وَلَن یَتِرَکُمْ أَعْمَالَکُمْ‏»

نو تاسو سستي مه كوئ ( چې ګني دښمنان) سولې ته وبلئ، په داسې حال كې چې هم تاسو  غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي.

د تېرو ایتونو په دوام کې دا ایت د ایمان خاوندانو ته په خطاب کې فرمایي: خیال کوئ چې د سست ایمانه کسانو خبرې په تاسو اثر ونه کړي چې  له امله یې د دښمنانو په وړاندې د مقابلې او استقامت په ځای له هغوی سره په ساز باز اخته شئ.

 سوله او ساز باز هغه وخت د منلو وړ دی چې دښمن له دښمنۍ لاس واخلي او ستاسو  د حقوقو درناوی وکړي او درسره سوله ایز ژوند ولري. خو هغه دښمن چې هره ورځ په توطئو او سازشونو پسې دی او د خدای د دین د تباه کولو هڅه کوي،  له هغه سره سوله او ساز باز په دین کې د سستۍ او په دنیا کې د راحت طلبۍ نښه ده.

خدای تعالی د ایمان د خاوندانو د عزت او سترتوب غوښتونکی دی او که مومنان پایداري او ټینګښت ولري خدای یې پر دښمنانو لاسبري کوي. خو کوم کسان چې د وېرې یا سستۍ او یا راحتۍ  په وجه  له قسم خوړلي دښمن سره د ساز باز په لټه کې وي، دغه کار یوازې د هغوی د ذلت او خوارۍ سبب کیږي.

څرګنده ده چې د دښمن په وړاندې هر ډول مقاومت لګښت لري، خو تجربې ثابته کړې چې په اوږد مهال کې، له دښمن سره د ساز باز لګښت او تاوان، د هغوي په وړاندې د مقاومت تر تاوانه زیات دی. پر دې سربېره چې هر څوک د ایماندارو د عزت او لوړاوي غوښتونکی وي، که په دې لاره کې ورته کوم تاوان او زیان هم ورسیږي، خدای تعالی په ډېره ښه طریقه جبرانوي او دهغه  له اجر او بدلې هیڅه نه کمیږي.

درسونه:

۱: د ایمان خاوندان  باید د خپلو وسایلو او وګړو له کمي او د دښمن د وسلو او کسانو له زیاتوالي وېره او دوه زړه توب ونه لري ځکه چې خدای تعالی د ایمان له خاوندانو سره دی او د چا چې خدای ملګری وي آخري کامیابي د هغه ده.

۲: ایمان له سستۍ، پرکالۍ او راحت طلبۍ سره سمون نه خوري.

۳: له دښمن سره د مبارزې په مېدان کې، د  ایمان خاوندان د سولې او ساز باز وړاندیز نه کوي، ځکه چې د هغوي د کمزورۍ، سستۍ او وېرې نښه ده چې البته یوه ناخوښه چاره ده. خو که دښمن د سولې وړاندیز وکړ او مصلحت پکې و نو منل کیږي.

 ۴: خدای تعالی د ایمان د خاوندانو لپاره  عزت او سترتوب غوښتی دی او په خپل هدایت سره ، د هغو کسانو چې د دین په لاره کې ټینګ ولاړ وي مرسته او مدد کوي.

ټیګونه