Apr 13, 2023 12:02 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یو، په تېره برخه کې مو د قران مجید محمد سوره پای ته ورسوله په ننني پروګرام کې به د خدای په فضل فتح سوره درته پېل کړو. دغه سوره د حدیبیې له سولې وروسته چې  د هجرت په شپږم کال کې شوې وه،نازله شوې ده. په هغه کال رسول الله مبارک (ص)  او د مدینې یو زیات شمېر  مسلمانان د عمرې د مناسکو د ترسره کولو لپاره د مکې په لور وخوځېدل، خو مشرکانو مکې ته نزدې په حدیبیه سیمه کې په هغوی لاره وتړله او مکې ته د ورتګ اجازت یې ورنه کړ.

د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کې د خبرو نتیجه  د پېغمبر او د مشرکانو د مشرانو په منځ کې د سولې د یو تړون په شکل کې راووتله  چې په راتلونکو کلونو کې په مکې کې د مسلمانانو د شتون او ورتګ زمینه برابره شي. مدینې ته د پېغمبر د ستنېدو په لاره کې، دغه سوره پر رسول الله مبارک نازله شوه او د بري زېری یې راوړ.

ښه عزیزانو نو په سر کې مو پام راړوو د دغه سورې له لومړي تر درېیم ایتونو پورې تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:

 «بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـنِ الرَّحِیمِ»

«إِنَّا فَتَحْنا لَکَ فَتْحاً مُبِینًا»، «لِیَغْفِرَ لَکَ اللَّهُ ما تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِکَ وَ ما تَأَخَّرَ وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ وَ یَهْدِیَکَ صِراطاً مُسْتَقِیماً»، «وَ یَنْصُرَکَ اللَّهُ نَصْراً عَزِیزاً»

بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح

د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېر شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي

او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، ماته نه خوړونکی مدد.

دا ایتونه چې د حدېبیې  له سولې وروسته نازل شوې،  دغه سوله په راتلونکي کې د یوې مهمې کامیابۍ سریزه ګڼي ځکه چې له دې مخکې مشرکانو یوازې د مسلمانانو د ختمولو هڅه کوله او هغوي یې هیڅ نه ګڼل. خو د حدېبیې د سولې نتیجه دا وه چې مسلمانان په رسمیت وپېژندل شول او  په اتم هجري کال کې د مکې په فتحې سره، پر مشرکانو ښکاره بري ته ورسېدل.

د اسلام د پېغمبر په راتګ سره، د جاهلیت خرافاتي او غلط دودونه  تر پوښتنې لاندې راغلل. د اسلام د تعلیماتو په اساس، ټولنیز طبقاتي نظام تر پښو لاندې شو او ټول انسانان د هرې قبیلې او قامه او هر توکمه، د خدای بندګان او د یو بل وروڼه  وګڼل شول. البته له بت پرستۍ او د جاهلیت له دودونو سره د پېغمبر په قاطعې مبارزې، د مشرکانو مشران ډېر خپه وو او دا  داسې خبره نه و چې په اسانه ترې تېر شي. له همدې امله یې  د اسلام پېغمبر د جاهلیت د غلطو دودونو او ارزښتونو د جرړه اېستلو او  په ټولنه کې د بنیادي بدلونونو د راوستلو په وجه ګناهکار ګاڼه.

په لنډه توګه ویلی شو چې د حدیبیې د سولې او ورپسې د مکې د فتحې یوه لویه بریا دا وه چې د جاهلیت غلط دودونه له مینځه لاړل. د خدای رسول په مکې او مدینې کې اسلام نظام قایم کړ. قبایلي نښتې ختمې شوې او د ټولنې د ټولو پرګنو په مینځ کې د ورورۍ او اخوت روحیه ټینګه شوه.

 له دغو ایتونو زده کوو چې:

۱:  د موجودو واقعیتونو په اساس  تدبیر او فیصله کول، د کامیابۍ لپاره زمینه برابروي. پر دښمنانو بری همېشه په جنګ او جهاد کې نه وي؛ کله کله سوله او پخلا کېدل هم پر دښمنانود بري زمینه برابروي.

۲: که مونږ د خپلې دندې د سرته رسولو په فکر کې ووسو او له پایلو یې ونه وېرېږو، خدای تعالی به مو چارې په دې ډول پر مخ بوځي چې هغه پایلې به ختمې شي او زمونږ د پام وړ نتیجه به لاسته راشي.

۳: له دښمنانو سره د سولې یا جنګ لپاره د پېغمبر فیصلې، د خدای تعالی په هدایت او لارښوونې سره کیږي او هغه حضرت د خپلې شخصي خوښې او هوا هوس په اساس اقدام نه کوي.

اوس د فتح سورې څلورم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمايي:

«هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَةَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ لِیَزْدادُوا إِیماناً مَعَ إِیمانِهِمْ وَ لِلَّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ کانَ اللَّهُ عَلِیماً حَکِیماً»

دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ،   چې پر ایمان یې نور ایمان ورزیات کړي او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

 د حدېبیې د سولې په قصه کې، اکثرو مسلمانانو په دې وجه چې مکې ته لانه ړی شول او د عمرې مناسک یې ترسره نه کړی شول، د ماتې احساس کاوه او غمجن وو. خو د دغه سورې نزول او په راتلونکي کې مسلمانانو ته د کامیابۍ زیري هغوي ته ارامښت ورکړ او د خدای د رسول په خبرو او په الهي وعدو د هغوي ایمان یې نور هم پیاوړی کړ.

طبیعي ده چې څوک چې نړۍ د الهي تدبیر لاندې ګڼي او په اسمانونو او ځمکې کې ټول مخلوقات د خدای لښکر ګڼي، هیڅکله د ماتې احساس نه کوي  او د دښمنانو له طاقت او هیبته زړه ته هیڅ وېره نه اچوي.

له دغه ایته زده کوو چې:

۱:  په مومنانو د خدای یوه مهرباني دا ده چې  د  هغوي په زړه ارامښت نازلوي لکه څنګه چې د کافرانو یوه سزا هم  دا ده چې په زړه کې یې رعب او وېره پرېباسي.

۲: ایمان درجې لري  او همېشه کمیږي او زیاتیږي. په حقیقت کې د ډول ډول پېښو او ستونزو  پېښېدل، د انسانانو  د ایمان د اندازې د معلومولو لپاره یوه ازمېښت دی.

۳: د خدای قدرت، علم او حکمت ته پام او دا چې  طبیعي ښکارندې د خدای د امر او واک لاندې دي، د ایمان خاوندانو ته د زړه ارامښت وربخښي.

ټیګونه