Apr 17, 2017 12:57 Asia/Kabul
  • یو ټکئ- یو روایت  (۲)
    یو ټکئ- یو روایت (۲)

ورو او په لړزیدونکو ګامونو سره د حجاج بن یوسف د حکومت د مقر خواته روان ؤ، هغه که څه هم له یوې ډلې کسانو سره نیول شوی ؤ؛ خو بی ګناه ؤ او نه پوهیده چی څرنګه دغه مسئله ثابته کړی. کله چی د حجاج په نزد ورسید، هغه پخپله د هغوی تورونو ته رسیدګی وکړه، او د هر یوه سزاء یی وټاکله.

 

بی کناه سړی ته نوبت ورسید، یو مهم کار پیښ شو او حجاج مجبور شو چی د محاکمې غونډه تر سبا پوری وځنډوی، خو مخکی تر دې چی د محاکمې له غونډې څخه ووځی، تورن سړئ د«عنبسه» په نامه د غونډی یو برخه وال ته وسپاره، او وویی ویل: نن شپه هغه خپل په نزد و ساته، او سبا سهار یی ماته راوله. عنبسه دا خبره ومنله او له تورن کس سره له غونډې څخه وؤت، خو د لارې په اوږدو کی یوه پیښه وشوه.

تورن سړی وویل: آیا کیدای شی له تا څخه د خیر یو امید ولرم؟

عنبسه: کومه خبره که لری، ویی کړه، شاید توفیق را په برخه شی او د خیر په لاره کی یو ګام پورته کړم.

تورن سړی وویل: په خدای قسم زه بیګناه یم، او هغه تور چی په ما باندی یی لګولئ دئ بی ځایه دئ، خو د حکیم خدای په رحمت باندی ډاډمن یم، او پوهیږم چی الهی فضل به را په برخه شی. زما غوښتنه داده چی اجازه راکړی، نن شپه له خپلې میرمنې او بچیانو سره تیره کړم، او له هغوی سره وداع وکړم. خپل وصیتونه وکړم او د خلګو حقوق ور ادا کړم، بیا سبا سهار وختی تا ته درشم.

عنبسه د هغه د غوښتنې په وړاندی وخندید، او پام یی ورته ونه کړ، خو هغه سړی د دویمې او دریمې ځلې لپاره خپله غوښتنه تکراره کړه. باالآخره د هغه خبرو د عنبسه په زړه باندی اغیزه وکړه، او نوموړی له ځانه سره وویل: ښه ده په خدای توکل وکړم، او د هغه غوښتنه قبوله کړم.

عنبسه وویل: ای سړیه! آیا په هغه څه چی وعده ورکوی، عمل کوی؟

تورن سړی وویل: هو! خدای شاهد دئ سبا سهار وختې به تاته درشم.

عنبسه د هغه خبره ومنله، خو د یو ساعت له تیریدو وروسته، بیرته پښیمانه شو، او په وار خطایۍ سره خپل کور ته لاړ، هغه شپه ویده نه شو او په ویره او اندیښنه کی یی تیره کړه، تر دې چی سهار شو؛ د کور د وره آواز د عنبسه غوږونو ته ورسید. پورته شو او ور یی خلاص کړ. او په حیرانتیا یی ولیدل چی تورن سړئ راغلئ دئ.

عنبسه وویل: حیران یم، ولی بیرته را ستون شوی؟

تورن سړی وویل: هر څوک چی متعال پروردګار؛ په قدرت او کمال باندی وپیژنی، هر کله چی وعده وکړی او خدای تعالی ج شاهد وټاکی، باید په هغې وعدې باندی وفا وکړی، هغه وعده چی زما او ستا ترمنځ شوې وه، که څه هم له هیڅ قانونی او رسمی ضمانت څخه برخمنه نه وه، خو له اخلاقی نظره د احترام وړ، او ارزښتمن وه. ای عنبسه پوه شه چی په اسلام کی په وعدې باندی عمل کول د هر مسلمان له حتمی دندو څخه دي، او قرآنکریم هغه د ایمان له شرایطو، او د مؤمنینو له صفاتو څخه ګنی.

تورن سړی، له دغو خبرو وروسته؛ په ښه آواز د مؤمنون مبارکې سورې لمړنی آیتونه تلاوت کړل، هلته چی متعال خدای ج فرمایی:

«په تحقیق سره با ایمانه کسان نیکمرغه شول. هغه کسان چی پخپل لمانځه کی خاشع او خاضع دي، او هغه کسان چی له بی ځایه او بی ګټو کارونو او خبرو څخه مخ اړوی، او هغه کسان چی پخپلو امانتونو او ژمنو باندی وفاداره دي.

***********

عنبسه، هغه په ټاکلی وخت حجاج ته بوت، او د تیرې شپې کیسه یی، له سر څخه تر پایه پوری ورته وکړه. حجاج پخپلې وعدې باندی د تورن سړی له وفا دارۍ څخه هک حیران شو، او هغه یی وستایه، د تورن سړی بی ګناهی هم د هغه د ښه عمل په برکت ثابته شوه، او حجاج هغه عنبسه ته ور وباخښه، او عنبسه هم نوموړئ آزاد کړ. سړی د خدای تعالی ج له حمد او ثنا وروسته وویل: زما ژغورونکئ متعال خدای ؤ، او ته ای عنبسه! د دغه کار وسیله وی. لمړئ د خدای شکر ادا کوم، او بیا له تا څخه مننه او قدرونه کوم. وروسته له هغه یی د خپل کور په لور حرکت وکړ، پداسی حال کی چی اوښکې یی په سترګو کی را ټولی شوی وې، د حضرت پیغمبر ص دا خبره ور په یاد شوه، چی ویی فرمایل: د قیامت په ورځ؛ ماته ډیر نږدی کسان، هغه افراد دي، چی په خبره کی تر ټولو رښتیا ویونکئ، د امانت په ادا کولو ډیر هڅه کونکئ، او په وعدې او تړون باندی ډیر وفاداره وی.

 

ټیګونه