Apr 17, 2017 16:53 Asia/Kabul
  • یو ټکئ یو روایت  (۴)
    یو ټکئ یو روایت (۴)

له تحصیل سره مینې او علاقې پښګر سړئ، د درس ټولګی ته وکاږه، خو کومې انګیزې او هدف هغه د علم بڼ ته لارښوونه کړه. نو ښه ده چی د هغه د ژوندانه کیسه واورو.

 

سکاکی؛ اوسپنیز شیان جوړول او  پښګر ؤ. یو وخت هغه په مهارت سره یوه کوچنۍ صندوقچه جوړه کړه، او د ښار حاکم ته یی وړاندی کړه. سکاکی؛ په زر آرمان او هیلې سره د حاکم دربار ته لاړ، او صندوقچه یی په یو ښکلی قفل سره هغه ته وړاندی کړه. په پیل کی هماغه ډول چی یی انتظار درلود، د ستاینې او قدرونې وړ وګرځید. خو بیا یوه پیښه رامنځته شوه، چی د سکاکی فکر او لاره یی بدله کړه.

حاکم، د سکاکی صندوقچې او هنر ته کتل، او هغه هم پخپلو خیالاتو کی ډوب ؤ، چی خبر یی ورکړ یو ستر عالم راځی، د عالم شخص په داخلیدو سره، ټول د هغه په احترام له ځایه پورته شول، او حاکم له هغه څخه تود هرکلئ وکړ. حاکم دومره د هغه سره په خبرو او هرکلی کولو لګیا شو، چی سکاکی او د هغه صنعت او هنر یی کاملاً له یاده وایستل. د دغې منظرې کتو، په سکاکی کی یو ستر بدلون را منځته کړ. له هغې ورځې وروسته د نوموړی لوړ روح، نور نو ونشو کړای آرام وی. په وجود کی یی د علم د تحصیل لمبه دومره زیاته شوه، چی خپلې ټولې هیلې او لا درکه شوې آرزوګانې یی د تحصیل په لاره کی و لټولې. که څه هم د سکاکی په شان مشر سړی لپاره ډیر ګران ؤ؛ چی له ځلمیانو سره د درس په یو ټولګی کی کښینی، مګر له دې پرته بله چاره نه وه، سکاکی باید د تحصیل لپاره د درس ټولګی ته تللی وای.

د عمر زیاتوالی، او د استعداد کمیدو- هیڅ یو نشوای کولای هغه له خپل تصمیم څخه واړوی. سکاکی په جدیت سره په تحصیل لګیا شو، مګر ګمان کیده چی یوه سخته او اوږده لاره په مخ کی لری، یوه موده تیره شوه؛ هغه ډیر ورو پرمختګ کاوه، تقریباً ټولو ته ثابته شوې وه، چی دغه زیات عمر لرونکئ کس؛ په علم او پوهه کی کوم ځای ته نشی رسیدای. سکاکی کله چی د خپلو شاو خوا کسانو، او د درس د ټولګی د شاګردانو له مسخرې او نیشخند سره مخامخ شو، زړه یی خپه شو، پدی ډول نور نو ونشو کړای په ښار کی پاتی شی، هغه پداسی حال کی چی غمجن ؤ، له ښاره وؤت او بیدیا ته لاړ.

********

سکاکی بیدیا ته د تلو په لاره کی په ژور فکر کی لاهو شوئ ؤ، د نا هیلۍ سیوری ورو؛ ورو ورباندی اغیز شینده، خو د وجود له دننې څخه یی یو آواز، هغه مقاومت کولو ته را باله.

سکاکی د غره لمنې ته ورسید، دیته یی پام شو؛ چی له یو لوړ ځای څخه د اوبو څاڅکی په یوې سترې ډبرې باندی څڅیدل، او د پرله پسی لپاره د څاڅکو د بهیدو له کبله، ډبره سورې شوې ده. دغه منظرې سکاکی ته د هغه حکیم سړی خبره ور په یاد کړه چی، کلونه وړاندی د سکاکی د ځوانۍ په دوره کی، د نصیحت په توګه ورته ویل: ای زما زویه! پوه شه چی په کارونو په تیره بیا په سترو کارونو کی د بریالیتوب شرط، صبر او پایدارې ده، په صبر او مقاومت سره ډیر کم استعداده کسان هم کولای شی هدف ته ورسیږی. وروسته حکیم سړي د حضرت علی ع ښکلې وینا، سکاکی ته بیان کړه، چی هغه وینا دومره په زړه پوری وه، چی تر اوسه لا د سکاکی په یاد وه. هلته چی حضرت علی ع فرمایی:«صبر ناک او له حوصلې څخه برخور کس به، بریالیتوب له لاسه ور نه کړی- که څه هم زیاته موده هغه ته د رسیدو لپاره ولګیږی.»

سکاکی په ټینګ هوډ سره خپل ښار ته ور ستون شو، دومره یی د علم د تحصیل لپاره فعالیت وکړ، تر څو ذوق او استعداد یی بیا وغوړیده.

دوستانو! د سکاکی نوم همدا اوس د نړۍ د مشهورو ادیبانو په کتار کی ثبت شوئ دئ، او هغه د ادبیاتو په برخه کی ګرانبیه کتابونه او آثار  لری.

 

ټیګونه