Sep 09, 2020 08:49 Asia/Kabul

p-854-Az-Zumar-ayaat-71-75 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (854)  

  تفسیر ساده و روان آیات 71 تا 75 سوره زمر  

 

  تلاوت آیات 71  و 72 از سوره زمر  

«وَسِیقَ الَّذِینَ کَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ یَأْتِکُمْ رُسُلٌ مِّنکُمْ یَتْلُونَ عَلَیْکُمْ آیَاتِ رَبِّکُمْ وَیُنذِرُونَکُمْ لِقَاءَ یَوْمِکُمْ هَـذَا قَالُوا بَلَى وَلَـکِنْ حَقَّتْ کَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْکَافِرِینَ»، «قِیلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِینَ فِیهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَکَبِّرِینَ»

 او كافران شوي كسان به دوزخ ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى دغه (دوزخ) ته راشي، (نو) د ده دروازې به پرانستل شي او دوى ته به د دغه (جهنم) څارندویي ووايي: ایا تاسو ته رسولان نه وو راغلي، چې له هم ستاسو نه وو، چې تاسو ته به يې ستاسو د رب ایتونه لوستل او تاسو به يې د خپلې دغې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: ولې نه! (راغلي وو) او لېكن د عذاب خبره په كافرانو باندې ثابته شوې وه.

(دوى ته) به وویل شي تاسو د دوزخ په دروازو كې ننوځئ، په داسې حال كې چې په دغه (دوزخ) كې به تل يئ، نو د تكبر كوونكو استوګنه  څومره بده ده.

 

په تېره برخه کې مو وویل چې د قیامت په ورځ  به دانسانانو په عملونو او شاهدانو سره د خدای عدالت او محکمه جوړه شي او د عدل او حق په اساس به  د هر کس انجام معلومیږي چې آیا دوزخي دی که جنتیي.

 دا ایتونه فرمایي: دوزخیانو ته د حکم له اعلانه وروسته به  هغوی د دوزخ لور ته کش کړی شي، ځکه چې هغوی به په خپلو پښو دوزخ ته نه ځي. د قران په تعبیر  په دوزخ مامورې پرښتې به هغوی د دوزخ تر دروازو کشوي او بیا به ورته د دوزخ دروازې پرانستل شي.

د دوزخ ساتونکي به  هغوی د خپل غلط انتخاب په وجه په دنیا کې ملامتوي  او ورته به وایي چې آیا تاسو ته له هم ستاسو څخه پېغمبران نه وو درغلې چې د خدای ایتونه درته ولولي او په بیا بیا خبرداریو سره تاسو ته د نن ورځې یادونه وکړي؟ ولې مو د پیغمبرانو خبره دروغ وګڼله او د هغوی خبرداري مو هېر کړل؟ ګمان مو کاوه چې  د قیامت په هیرولو یا تکذیبولو سره به ستاسو لاس خلاص وي او هر چې مو زړه غواړي کولی یې شئ؟ نو نن ولې داسې تورمخي شوئ؟

 طبیعي ده چې په دغه وخت کې به دوزخیان بله لاره نه لري بې له دې چې د خپلې لارې په غلطوالي اعتراف وکړي او د هغوي د عذاب لپاره به د خدای امر صادر شي، داسې امر چې هیڅ ستنیدل به نه لري.

دا خبرې اترې دوزخ ته د دوزخیانو  د ننوتلو په درشل کې  پای ته رسیږي. هغوی ته ویل کیږي چې د دوزخ له دروازو ورننوځئ او همېشه پکې پاتې شئ، څومره بد ځای دی د کبرجنو ځای.

 د پام وړ ټکی دا دی چې  د دوزخیانو د کفر او بې لارې توب اصلي سرچینه د هغوی کبر او د حق په وړاندې یې سرکښي ده. هغوی همیشه د حق په وړاندې کبر کاوه او د ژوند تر پایه یې  له خپلې خطا لارې لاس وانه خسته. بې له شکه ،  په کفر د ټینګار او د الهي ایتونو د انکار نتیجه، په دوزخ کې د همیشه لپاره پاتېدل دي. 

درسونه:

۱: کومو کسانو چې په دنیا کې تکبر کړی او د پیغمبرانو حقې خبرې یې دروغ ګڼلې دي، په قیامت کې به یې سپکاوی کیږي، یوه بېلګه یې همدا له هغوی سره د پرښتو سلوک دی، چې  په زوره به یې دوزخ ته کشوي.

۲: د غاړې له خلاصېدو او اتمام حجته مخکې هیڅوک دوزخ ته نه بوتلل کیږي. په قیامت  کې به مجرمان په خپلې خطا اعتراف وکړي او وبه مني چې  حق یې  اورېدلی ؤ او حق ورته رسېدلی ؤ خو نه یې غوښتل چې وې مني.

۳: د دې خبرې سبب چې انسانان په الهي عذاب اخته کیږي، د هغوی کفر دی او د کفر جرړه هم د حق په وړاندې تکبر دی.

  تلاوت آیات 73 و 74 از سوره زمر  

«وَسِیقَ الَّذِینَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا  حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَیْکُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِینَ»، «وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّـهِ الَّذِی صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَیْثُ نَشَاءُ  فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِینَ»

او هغه كسان به چې له خپل رب نه وېرېدل، جنت ته ډلې ډلې روان كړى شي، تر هغه پورې چې كله دوى ده ته راشي، په دې حال كې چې د جنت دروازې به (له مخكې نه) پرانستل شوي وي او دوى ته به د دغه (جنت) څارونکي ووايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو پاك يئ، نو دغو ته داخل شئ، په داسې حال كې چې تل اوسېدونكي به یئ.

او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر څومره ښه دى.

 

 د کافرانو  په اپوټه چې  په ډېر سپکاوي سره به دوزخ ته کشول کیږي د ایمان او نیک عمل خاوندان به ډلې ډلې او په ډېر درناوي سره جنت ته بوتلل کیږي، په داسې حال کې چې د دوزخ دروازې به ورته له مخکې خلاصې وي. په دغه وخت کې به د جنت څارندویې چې د رحمت پرښتې دي، په هغوی سلام ووایي او  جنت ته به د هغوی هرکلی وکړي او ورته به د تل پاتې جنت زیری ورکړي.

 

 په دغه وخت به جنتیان په دې خاطر چې  خدای تعالی ورسره کړې وعده پوره کړې  او هغوی یې ښایسته جنت ته داخل کړې د هغوی حمد او ثنا به وایي.

د یادولو ده چې  لکه څنګه چې به متکبر کافران د همېشه لپاره په دوزخ کې وي، پاک او صالح مومنان به هم د همیشه لپاره په جنت کې وي. که  څه هم  د نیک عمل لرونکو انسانانو  په دې دنیا کې د نورو انسانانو په شان ډېر لنډ ژوند تېر کړی، خو د هغوی همدا لنډ ژوند د دې ښودنه کوي چې که زر کاله نور هم په دې دنیا کې پاتې شوې وای د خدای امر ته به تسلیم وو. دا خصوصیت  او خوی یې په  وجود کې کلک شوی او د هغوی په نه بدلیدونکي خوی او خصلت بدل شوی دی.

 درسونه

۱:  یوازې ایمان کافي نه دی، جنت ته د رسیدلو لپاره تقوا، پاکي او پرهیزګاري لازمه ده.

۲: جنتیان به جنت ته د داخلېدو له هماغه پېله د خدای حمد او شکر وایي، ځکه چې  د هر نعمت رسېدل شکر او مننه لري، او بیا چې لا د جنت په شان لوی نعمت وي چې خدای تعالی په خپلې مهربانۍ هغوی ته ورکړی دی.

۳: بې له صالح عمله جنت ته نه شو تللی. ایمان  او تقوا هغه وخت انسان جنت ته رسوي چې کار او زیار او د خدای په لاره کې  کوشش هم ورسره وي، نه دا چې تش ایمان ولرو او د ټولنې په یو ګوټ کې بې عمله او بېکاره پرېوزو. 

   تلاوت آیه 75 از سوره زمر  

«وَتَرَى الْمَلَائِکَةَ حَافِّینَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِیَ بَیْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِیلَ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِینَ»

 

  او (اى نبي) ته به ملايك ووينې، چې د عرش ګېر چاپېره راتاوېدونكي وي، چې د خپل رب له حمد سره تسبیح وايي او د دغو (خلقو) په مینځ كې به په حقه سره فیصله وكړى شي او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.

دا ایت چې د زمر سورې وروستی ایت دی، د خدای رسول ته په خطاب کې فرمایی: په هغه ورځ به پرښتې وینې چې د عرش چارچاپېره به یې  حلقه وهلې وي چې د بندګانو په باره کې د خدای په اوامرو عمل وکړي. په هغه ورځ به  د انسانانو په مینځ کې په حق او انصاف سره فیصله کیږي او د جنتیانو او پرښتو په ژبو به د خدای حمد و ثنا جاري وي.

درسونه :

۱:  هم د دوزخ څارندویه پرښتې او هم د جنت نګهبانې پرښتې دواړه د خدای د اوامرو اجرا کوونکي دي او د خدای له امره پرته بل څه نه کوي.

۲:  الهي حمد او تسبیح له یو بل سره یو ځای دي. حمد او ستاینه یوازې هغه ذات سره ښایي چې د هستۍ او کایناتو د چارو  تدبیروونکی  دی او په کار کې یې هیڅ عیب او نیمګړتیا نیشته.

پای.

                                                       ----------------  

ټیګونه