Apr 11, 2021 12:49 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې  د افغانستان او پاکستان ځينی مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او او پاکستان د ځينو  مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .په پيل کې درته د دواړو هیوادونو په تیرې اونۍ کې ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولووو . نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

 

*/*/*/*/*/    له اشرف غني څخه د  افغانستان د  خارجه وزیر داستعفی غوښتنه

*/*/*/*/*/

کابل ته  دپاکستان د ولسی جرګې د مشر دسفر لغوه کیدا او په افغانستان کې ئې غبرګونونه

*/*/*/*/*/*/

د افغانستان د سیاسی ډلو دنه شتون په بڼه کې د سولې د بهیر دناکامۍپه باب د حکمتیار دریځ

*/*/*/*/*/

اوس هم تحلیلی برخه 

د استانبول د ناستې  لپاره د  دافغان حکومت د پلان د ملاتړ لپاره د ددغه هیواد دخارجه وزیر مشورې  او پاکستان ته د روسیې د خارجه وزیر سفر په تیرې اونۍ کې د  پاکستان او افغانستان ځيني  مهمې پيښې وې  او اوس مو هم رابولولو دځينو پيښو په اړه د تحلیلی برخې  آوریدو ته .*/*/*/*/*/

=   دافغانستان خارجه وزیر تیره اونۍ  دخارجه وزارت په چارو کې  د ولسمشرۍ د چارود ادارې  دمشر  او دملی امنیت دسلاکار په لاسوهنو پسې ، ددغه هیواد ولسمشر ته د خپلې استعفی  غوښتنه وړاندې کړه .

 د افغانستان د ولسمشرۍ په  ارګ کې ځینو سرچینو وئيلي دي ، محمد حنیف اتمر دخپلې استعفی غوښتنه اشرف غني ته سپارلې ده ، خو تر دې دمه   هغه دغه استعفی نه ده منلې .

ددغو سرچینو په وینا حنیف اتمر  له اشرف غني سره په تیرې اونۍ کې  په خپلې کتنې کې د خارجه وزارت په چارو کې  د ولسمشرۍ د  چارو د مشر  فضل محمود فضلي او دغه راز د ملی امنیت دسلاکار  حمد ا... محب  په لاسوهنو اعتراض کړی دی . اشرف  غني  ددغو اعتراضونو په ځواب کې وئيلي دي ،فضلي اومحب  په دې باب له هغه سره غږمله دي  او که  حنیف اتمر له دغه وضعیّت سره  ځان نشي غږمله کولی ، نو استعفی ورکولی شي .

Image Caption

 

      د حنیف اتمر له نظره ، د ځينو هیوادونو  له ځینو سفیرانو او سیاسی استازو سره  د افغانستان دولسمشرۍ دچارو د  دفتر دمشر فضلي او دملی امنیت  د سلکار حمد ا... محب  پشمول د ځينو  چارواکو لیده کاته  ددغه  هیواد د خارجه وزارت  په صلاحیّتونو کې  لاسوهنه او د  ډيپلوماټيکو اصولو په خلاف  دي ، چې  د په اوسنیو  حساسو شرائطو کې به د افغانستان د خارجه وزارت د موقعیّت د کمزوري کیدا لامل شي .

د حنیف اتمر ټينګار دا  دی چې په کابل کې دنورو هیوادونو له سفیرانو او د سیاسی چارو له استازو سره دلیدوکاتو پلانونه ، باید  ددغه هیواد د خارجه وزارت په وسیله  ترسره شي  او له دې بهیره بهر هر ډول اقدام  د افغانستان دسیاسی د ډيپلوماسۍ د  ادارې د کمزورتیا لامل کیږي .

د افغانستان   خارجه وزیر تمه  لري   د  افغانستان د ولسمشر په توګه  اشرف غني   چې باید  داساسی قانون ساتونکي شي ،  بیلابیل چارواکي  د افغانستان  دخارجه وزارت په صلاحیّتونو کې  له لاسوهنې منع کړي څو له دې لارې ددغه هیواد د بهرنیو اړیکو دمنظمونکي اورګان  شان اواحترام وساتل شي .

Image Caption

 

دې ته په پام  سره چې  طالبان   په افغانستان  کې د دایمي اور بنددټينګیدا او دجنګ دختمولو لپاره  دسولې  دخبرواترو په بهیر کې  خارپار اچوي ،او دغه هیواد  دسولې په واقعي لاره کې د ګام پورته کولو لپاره پر دغې ډلې د سیمه ایزو اونړیوالو دباؤنو پر اچولو ټينګار کوي، ددغې نړیوالې  اجماع په رامینځةکولو کې د افغانستان د خارجه وزارت رول ډير اهمیّت لري .

                 د پاکستان لومړي وزیر  کرونائي وکسین ته  دپراختیائي هیوادونو په لاس رسي کې  له توپيرسره د ډي اته  ډلې دغړو دمقابلې  غوښتنه کړې .د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ډي اته ډلې په سرمشریزې کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې د بنګله دیش په کوربتوب سره  ترسره شوي ،وئيلي دي  اته پراختیائي هیوادونه باید د خلکو د  ژوند د ژغورنې لپاره د کرونا ویروس په موقعې د تولید او تامین په زیاتولو ، په ښې استفادې  او لاس رسي کې د عدالت او انصاف غوښتونکی شوی دی .

Image Caption

 

 د پاکستان لومړي وزیر ، په نړۍ کې د کوویډ -۱۹ ډوله ناروغۍ د واکسن د تولید د چټکتیا په ضرورت په ټينګار سره  د واکسن په صادراتو کې په  بې مورده محدودیّتونو او ملی پالنې  نیوکې کړي دي .  عمران خان وئيلي دي ، پراختیائي هیوادونه له مرګوني ویروس څخه  دخلکو دنجات پر چیلنج سربیره د لوږې له سپیرې بلا سره هم لاس اوګریوان دي . 

ایران،پاکستان،ترکیه ،مصر،انډونیشیا،ملایشیا،نیجریه او بنګله دیش د ډي اته  اقتصادي ملګرتیاؤ د موسیسې غړي هیوادونه دي .

 د اتو پراختیائي هیوادونو داقتصادي ملګرتیا موسیسه څوارلس کاله مخکې  د ترکیې په استانبول کې دلومړنۍ سرمشریزې په ترسره کیدا سره د داتو پراختیائی هیوادونو ترمینځ  د اقتصادي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په موخې سره ترسره شوي

ددغې موسیسې  غړي هیوادونه دصنعت ، بانکدارۍ ، بیمې ، سائنس  او ټيکنالوچۍ کرهڼې،ټوریزم ،روغتیا او سلامتیا،کب نیونې (فیشریز)، حلالو خواړو،هوائي ټرانسپورټ  او  د  واړو او مینځنیو شرکتونو  پشمول په مختلفو اقتصادي  برخو کې ملګرتیا کوي .

په ۲۰۲۱کال کې دبنګله دیش په کوربتوب  د ډي اته ډلې سرمشریزه د کرونائي واکسن  دتامینولو پشمول له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره د نړیوالو چیلنجونو له دوام سره په یووخت  یو داسې فرصت شو څو  په دغې ناستې کې ګډون کونکي ددغې موسیصسې د کارندوالي لپاره  د په  وړاندې ضرورتونو او دګډو ملګرتیاؤ دپراختیا  په زمینې کې  خپلې لیدتوګې مطرح کړي .  په دغې ناستې کې د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني د څواړخیز پالنې  پیاوړتیا ، د ایران دبهرني سیاست  یو اساسی لومړیتوب بللی او له کرونائي بحرانه په وروسته پړاؤ کې ئې  د  اتو پراختیائي هیوادونو  په وړاندې له نوو شرائطو سره په مقابلې ټينګار کړی دی .

Image Caption

 

Image Caption

 

 په دغې ناستې کې همدارااز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اتو پراختیائي هیوادونو د مالی اړتیاؤ دتامینولو لپاره  دمګا بانک تاسیس مهم بللي دي .  د کرونا واکسن  دصادراتو لپاره د لګول شوو محدودیّتونو  او ملی پالنې په پاب د  پاکستان  د لومړي وزیر عمران خان  څرګندونې ښئ چې  له بده مرغه  انساني حقوقو ته د پام د ضرورت په باب د لویدیځي هیوادونو له خواله مطرح شوو شعارونو سره سره ، البته  دوي  دانسانانو دنجات لپاره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د  واکسن  ته د درستو  هیوادونو د لاس رسي په لاره کې کارړنګونې کوي  چې د تهران په ضد د واشنګټن د غیر قانوني او ظالمانه  بندیزونو په چوکاټ کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو او واکسنو د وارداتو لپاره پر ایران  د امریکا خنډ جوړونې  په دغه انسان ضد اقداماتو یو مثال دی.

             د  پاکستان لومړي وزیر  له هندوستان سره  داړیکو عادي کول  په اوسنیو شرائطو کې ناشوني بللي دي .

عمران خان  دهندي حکومت په وسیله دکشمیر سیمې د ځانګړو امتیازونو لغوه کیدا ته په اشارې سره ټينګار کړی دی ،  له هندوستان  سره د  پاکستان د اړیکو عادي کیدا ، د کشمیر په باب پخپلې  فیصلې کې د نوي ډیلي له بیا کتنې سره مشروطه ده .  د پاکستان لومړي وزیر وئيلي دي ، د پاکستان و هند د اړیکو ټينګیدا  دوستانه فضا ته اړتیا لري  او دهند باید پخپل دریځ کې   د کشمیر په باب له خپل یواړخیز اقدامه  شاتګ وکړي . په اوسنیو شرائطو کې  د هند اوپاکستان د  اړیکو دعادي کولو په ناشونې بللو کې د عمران خان دریځ ښئ چې هماغه شان د دواړو هیوادنوو په اړیکوکې تاؤتریخجن بدلونونه  پخپل ځاي پاتې دي او  په دې زمینې کې هیڅ بدلون نه دی رامینځة شوي .

 په دې باب د پاکستان دلومړي وزیر څرګندونې چې له هندوستان سره داړیکو عادي کیدا دکشمیر دخودمختارۍ  دلغوه کیدا په باب ددغه هیواد د نظر له نوي کولو سره مشروطه ده،د دوي په اړیکو کې دتاؤتریخوالي  د کمیدا د لارې دپیچلتیا ښودنه کوي .

هندي حکومت د ۲۰۱۹کال په اګست کې دکشمیر دخودمختارۍ په لغوه کولو سره ، ددغې سیمې د مسلمانانو دحقوقو په چخڼي کولو کې دبدلانۀپیچومی رامینځة کړ  چې دا مسئله د ځينو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . 

د عمران خان  دریځ په دې ټکي ټينګار لري ، چې کشمیر هماغه راز  دپاکستان دبهرني سیاستد سرو کرښو په لیسټ کې دی  او حتی دغه هیواد حاضر نه دی ، له هند سره دد څولسیزوجدي کشمکش د ختمولو لپاره د کشمیر پر موضوع او ددغې سیمې  د مسلمانانو دچخڼي شوو  حقوقو باندې سترګې پټې کړي .

سره له دې چې  ملګرو ملتو د کشمیر داوسیدونکو  دبرخلیک د ټاکنې لپاره په دغې سیمې کې د ټول پوښتنې دترسره کیدا په باب مسوده تصویب کړې ده، خو هندي حکومت  له ټول پوښتنې سره مخالف دی  او  دغې موضوع ته  د سیمه ایزو او نړیوالو  اورګانونو  او نورو هیوادونو واریدیدا  پخپلو کورنیو چارو کې  دخالت ګڼي .

 د پاکستان حکومت په کشمیر کې د ټولپوښتنې دترسره کیداپه باب د ملګرولتو د پریکړه لیک  داجرا په ضرورت ټينګار کوي  او په کشمیر کې د خودمختارۍ لغوه کیدا  ددغې سیمې د اوسیدونکو حقوقو ته په بې پامۍ کې یو مهم ټګی ګڼي .

د کشمیر د خودمختارۍ او کورواکۍ له  لغوه کیدا وروسته  دپاکستان حکومت هڅه کړې،د چین او روسیې پشمول له ځينو هیوادونو سره په مشورو سره د کشمیر موضوع او د کورواکۍ دلغوه کیدا دوسیه،د ملګروملتو په امنیت شورا کې په ځانګړي ناستې کې  مطرح کړي .

 که څه هم  دغه ناسته  دپریکړه لیک د صادریدا لامل نه شوه، خو  د  کشمیر د موضوع دنړیوال کولو په باب   د پاکستان  لپاره یوه ستره بریاوه  چې البته  په دې زمینې کې د  اسلام اباد له دریځه د چین او روسیې  ملاتړ ،ددغه بریالیتوب یوه برخه وګڼل شوه .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

څلورکاله مخکې هم د ملګروملتو امنیت شورا د دوهم ځل لپاره دهند تر کنټرول لاندې دکشمیر  په باب د پاکستان دوړاندیزي مسودې  په  تصویبولو سره د برخلیک د ټاکنې د حق په اعمالولو کې د کشمیریانو او د دوي د حقوقو ملاتړ وکړ . د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ  د یوسل درې نوي غړو په پریکنده فیصلې سره ،دخپل برخلیک د ټاکنې  او په کشمیر سیمې کې د پوځي لاسوهنې څخه د ډډه کولو په باب د کشمیر  د ولس  د آزادۍ د حق په باب  دپاکستان  وړاندیزي مسوده ومنله .

 داسې ښکاري،ترڅو چې  هندوستان د کشمیر په باب  پخپل دریځ کې کوم بدلون رامینځة نه کړي ،له پاکستان سره به ددغه هیواد تاریخی شخړه  هماغه شان دوام ولري .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه