د یمن په شمول ځینو هیوادونو د پیښور برید غندلی
(last modified Sun, 06 Mar 2022 00:20:23 GMT )
Mar 06, 2022 04:50 Asia/Kabul
  • د یمن په شمول ځینو هیوادونو د پیښور برید غندلی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزارت د پاکستان په پیښور کښې په جومات کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .

د یمن د ملي ژغورنې خارجه وزارت په دې خبرې سره چې د تکفیري عناصرو لخوا د عبادت په ځایونو او دیني مرکزونو باندې حملې کول له دیني ،اخلاقي او انساني ارزښتونو سره توپیر لري وویل دغه جنایتونه چې د نړیوالې سولې او د امنیت لپاره خطر دی محکوم دي .

قطر او عراق هیوادونو هم د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ترهګرې بم چاودنې ته غبرګون ښودلی دی .

د قطر خارجه وزارت پرون د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې بم چاودنه چې د ګڼ شمیر کسانو د مړینې او د ژوبلیدا سبب شوي ده وغندله او په مذهبي ځایونو او بې ګناه خلکو باندې د حملو او د ترهګرۍ دلایلو او انګیزو ته له پام کولوپرته د تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د ردولو په هکله په خپل پریکنده دریځ ټینګار وکړ .

د عراق خارجه وزارت هم د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات برید وغاند او د ترهګرو او تکفیري ډلو له هڅې سره چې د پاکستان د امنیت او د ثبات د له مینځه وړلو کوشش کوي د مقابلې لپاره د اسلام له حکومت سره پیوستون اعلان کړ .

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چې په پاکستان کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي او دغه راز کویت هیواد هم د پاکستان په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې بم چاودنه وغندله .

د اکثرو مسلمانانو هیوادونو د بدبختیو او وژلو اصلي مسولان ځینې عرب هیوادونه لکه سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ،بحرین ، اردن وغیره وغیره دي کوم چې له ټروریسټانو سره زیاتې مالي مرستې کوي .

 

ټیګونه