Oct 14, 2023 04:52 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم باید سمدستي د غزې تړانګې پرضد جنایتونه بند کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې د باندنیو چارو له وزیر فیصل المقداد سره په خبري کانفرنس کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ملکي وګړو پرضد د زیاتیدنکي جنګ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل اسرائیل باید ژر په غزې تړانګې کښې د ملکي وګړو او د بشریت پرضد جنګي جنایتونه بند کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د یوه پلاوي په مشرۍ د فلسطین او د غزې تړانګې د بدلونونو او د دوه اړخیزه اړیکو په  هکله د سوریې له لوړرتبه چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دمشق ته تللی دی د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره له خبرو وروسته خبریالانو ته د ترسره شویو خبرو اترو جزیات اعلان کړل.

حسین امیر عبداللهیان وویل څو ساعته مخکې مو د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره مهمې خبرې وکړې او د فلسطین د وروستیو بدلونونو ، د اسرائیلو د ماشوم وژونکي او د اپارتائیډ رژیم د جنګي جنایتونو په هکله مو له ورور او ملګري ښاغلي فیصل مقداد سره نږدې سلامشورې وکړې.

د ایران د بهرنیو  چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز زیاته کړه سوریې تل د مقاومت په چورلیز کښې د لومړۍ کرښې په توګه د فلسطین ، د فلسطین د ماشومانو ، ملکي وګړو او د مقاومت د چورلیز په ملاتړ کښې اساسي رول لرلی دی.

هغه وویل د موجودو خبرونو پراساس اوس هم د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د ځواکونو یوشمیر پوځي مرکزونه او کیمپونه د فلسطین د مقاومت ډلو په اختیار او کنټرول کښې دي.

 

ټیګونه