Aug 23, 2023 04:18 Asia/Kabul
  • الهول کیمپ د عراق او د نړۍ لپاره حقیقي ګواښ دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي پرون د جرمني د پارلمان له یوه پلاوي سره په کتنه کښې د الهول کیمپ وجود د عراق او د دنیا لپاره یو حقیقي ګواښ وباله.

الهول کیمپ چې د داعش د ترهګرې ډلې زیات غړي او کورنۍ پکښې وسیږي د سوریې په شمال ختیځ کښې او د عراق د سرحد په لس کلومیټرۍ کښې پروت دی.

دغه کیمپ د امریکا پوځ ته اړونده د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم یوه وسله واله ډله اداره کوي.

د عراق د پارلمان د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي د جرمني د پارلمان له یوه پلاوي سره په کتنې کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له هیوادونو وغواړي خپل ښاریز چې د داعش ترهګرې ډلې غړي دي له دغه کیمپ څخه خپلو هیوادونو ته بیرته بوځي.

هغه دغه راز وویل له ترهګرۍ سره جنګ په یوې ایډیالوژیکې جګړې بدل شوی دی او عراق له پوځي بریالیتوب وروسته نن سبا له سرزوري ایډیالوژۍ سره مبارزه کوي.

د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي دې ته په اشارې سره چې عراق په یوازې ځان له ترهګرۍ سره مبارزه نشي کولای وویل وروسته له دې چې عراق د دنیا په استازي توب جنګ وکړ او ترهګرۍ ته یې ماتي ورکړه له عراق سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا یوه اخلاقي دنده ده.

 

ټیګونه