Jan 17, 2024 13:02
ګرانو مینه والو سلامونه مو ومنئ، د شیر و شکر له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کې یوو. د ایران په ملي کالهنداره کې د تلې شلمه د اکتوبر دولسمه نیټه د فارسۍ ژبې د لوی شاعر حافظ د درنښت ورځ نومول شوې ده. نو په ننني شیر وشکر کې به اول لږ د حافظ په اړه وغږېږو او بیا به راشو د فارسۍ زده کولو برخې ته تاسو ته بلنه درکوو چې په دې پروګرام کې له مونږ سره ملګري اوسئ.